د وخت قدر او زمونږ غفلت :

بسم الله الرحمن الرحيم :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تُلْهِكُمْ أَمْوَالُكُمْ وَلاَ أَوْلاَدُكُمْ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ 9 وَأَنفِقُوا مِن مَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ فَيَقُولَ رَبِّ لَوْلاَ أَخَّرْتَنِي إِلَى أَجَلٍ قَرِيبٍ فَأَصَّدَّقَ وَأَكُن مِّنَ الصَّالِحِينَ 10 وَلَن يُؤَخِّرَ اللَّهُ نَفْسًا إِذَا جَاء أَجَلُهَا وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 11 (المنافقين 9-11 ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! تاسې دې د الله د ذکر څخه ستاسو مالونه او اولادونه غافله نه کړي . او چا چې دا کار وکړو نو هغوی زيانمن دي . او خرچ کوﺉ ، د هغې مالونو نه کوم چه مونږ تاسو ته درکړی دي ، ړومبې ددې نه چه په تاسو کې يو کس ته مرګ راشي . نو بيا داسې وايي : ای ربه ! ته ما ولې د لږې مودې د پاره نه وروسته کوې . نو زه به صدقه ورکړم او له نيکانو نه به شم .

خو الله تعالی هيڅ کله د يو نفس نيټه نه وروسته کوي . چې کله يې وخت راشي . او الله تعالی چه څه کوي په هغه عالم دي .

وضاحت :

انسان ته د وخت قدر نه وي معلوم ددې وجې دا قيمتي وخت په عبثو او فضولو کارونو کې تيروي او د الله تعالی عبادت ته توجه نه کوي بلکه دغه شان په غفلت کې ورځې او شپې تيروي . خو دا فاني عمر د هيچا سره وفا نه کوي بلکې په دې غافله انسان به يو ورځ داسې هم راشي چه د مرګ مقامات او علامات به وويني نو په دغه وخت کې به بيا ده ته الله تعالی او آخرت ور په زړه شي ، او په دغه وخت کې بيا په خپل تير شوی ژوند باندې افسوس کوي چې کاشکي ما پخپل ژوند کې ځان سره د نيکو اعمالو څه زخيره جمع کړي وه . خو په دا وخت کې بيا دا خيالونه کومه ګټه نه لري .

د يادولو وړ ده چې په دې آيت کريمه کې صرف د مال ذکر شوی دی . چه که ما ته الله تعالی مهلت را کړو نو زه به خپل مال د الله تعالی په لار کې خرڅ کړم ، دا ددی وجې نه چه د مال په خرڅ کولو کې څه تکليف نشته نو دی به وصيت وکړي چې زما مال په فلاني خيريه کار کې ولګوي او ددی نه علاوه نور بدني عبادات لکه لمونځ ، روژه ، حج وغيره څرنګه چې دا په دغه وخت کې کولای نشي نو ځکه يې ددې تمنا ونه کړه (معارف القرآن ) .

زما وروره !

وخت ستا د آخرت کمره ده ، وخت ستا د خلاصون وسيله ده ، وخت ته او ستا د دنيا نه عبارت دی .

تر کومه به ستا په عقل او پوهه د غفلت او ناپوهۍ پرده وي . صبا شي او بيګا شي ، ورځ وي شپه شي ، بهار وي خزان شي راحت وي ، زحمت شي ، زحمت وي راحت شي ، غربت وي مالداري شي ، ځواني وي بوډاتوب شي . دا هر څه بدليږي لوی لوی انقلابونه ځي راځي خو د افسوس ځای دی په تا کې هيڅ بدلون نه راځي ستا په عقل او پوهه کې هيڅ ډول انقلاب نه راځي ، ستا په فکر کې ستا په جذباتو کې ستا په احساساتو کې ستا په خيالاتو کې هيڅ بدلون نه راځي .

پکار خو داوه چې دا دومره انقلابونو ستا د ذهن او فکر اړخ بدل کړی وای ، خو داسې معلوميږي چې تر اوسه پورې ستا د عقل او فکر په تله کې د الله تعالی په موجود نظام هيڅ فکر او سوڅ نه دی کړی ، دا بې ستنو آسمان ، دا غټ غټ عرونه ، دا روان سيندونه دا د شپې او ورځې او فصلونو بدليدل تلل را تلل ولی په تا کې فکر او سوڅ نه پيدا کوي دا د څه لپاره پيدا شوي دی ؟ او ته د څه د پاره پيدا شوی يي ؟

ددوو څيزونو په قدر ډير خلک نه پوهيږي :

جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عن ابن عباس رضی الله عنهما قال قال النبی صلی الله عليه وسلم نعمتان معبون فيهما کثير من الناس الصحة والفراغ ( بخاري – باب لا عيش الا عيش الاخرة ) .

ژباړه : د حضرت ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چه نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي دی دوه نعمتونه داسې دی چه ډير خلک (د هغه د غلط استعمال د وجې ) زيانمن دي . يو صحت او بل اوزګارتيا (فراعت ) دی .

د قيامت په ورځ د پنځو څيزونو پوښتنه :

عن ابن مسعود عن النبي صلى اللّه عليه وسلم قال:

– ” لا تزول قدما ابن آدم يوم القيامة عند ربه حتى يسأل عن خمس: عن عمره فيما أفناه، وعن شبابه فيما أبلاه وعن ماله من أين اكتسبه وفيما أنفقه ومإذا عمل فيما علم (الترمذي ۳۵۳۱ ) .

ژباړه : د ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چې نبې صلی الله عليه وسلم فرمايلي : بنده تر هغه پورې قدم نشي پورته کولای څو پورې چې د ده نه د پنځو شيانو پوښتنه و نشي . (۱) د عمر پوښتنه ترې کيږي چه په څه کې دې تير کړی (۲) او د ځوانی تپوس ترې کيږي چه په څه کې تيره کړی ده (۳ ) او د مال پوښتنه ورنه کيږي چه په څه طريقه دې پيدا کړی وو (۴ ) او په څه کې دی خرڅ کړی وو (۵) او د علم پوښتنه ورنه کيږي چه په څومره علم دې عمل کړی وو .

آخري خبره :

د وخت قدر او ددی اهميت دومره اهمه موضوع ده ، که په دې باندې په مياشو مياشتو ليکنې وشي نو د وخت قدر به پوره بيان نشي .

د وخت قدر چې هر چا وپيږدلو نو هغه د دنيا او آخرت کاميابۍ تر لاسه کړې .

الله تعالی دې په دغه مفصل بيان باندې ما او تاسې ته د عمل کولو توفيق راکړي ، که په دې باره کې زيات معلومات غواړﺉ نو د مولانا شا اشرف صاحب تاليف ( د وخت قدر او زمونږ غفلت ) او همدارنګه د منبر ګلونه وکورﺉ .

و بالله توفیق

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. اسلامونه اواحترامات

    ستاسو هرمضمون دستاینی لایق دی الله دی تاسو ته په دنیااواخرت کشی غوضونه درکړی انشاالله

  2. ګرانو د سلام نه بعد الله ج دی ستاسی هره کړنه چې د اسلام د خدمت لپاره يي کوی په خپل دربار کې قبوله او منظوره کړی او الله ج دی تاسی ته هم په دی دنيا او هم په هغی دنيا کې اجر او ثواب درکړی او موږ تاسی ټولو مومنانو ته دی د دی مضامنو د لوستلو او په دي باندي د عمل کو توفیق را په برخه کړی
    په درناوی

  3. ګرانومحترمو لومړی دمدینی جانان تخفه درته وړاندی کوم
    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوه
    داسلامی لارښودکارکونکوڅخه ډیره مننه کوو چی زمونږپوښتنوته په ورین تندی او ډیرمفصل ځواب وای زما یوه پوښتنه ده خدای دی وکړی چی راته یی ځواب کړی.
    پوښتنه می دادی ځینی خلک وایی چی په افغانستان کی دشرکتونویاموسیسوسره چی کارکوی پیسی تری پټوی هیڅ خبره نشته ځکه چی دغه پیسی ټولو خوارو اوغریبانو ته راغلی دي پدی کی هرڅوک حق لری ځکه چی شرکتو واله یاموسیسوواله زیاتی پیسی خپلوجوبونو ته اچوی یوازی یو څونفروته یی زیاته ګټه راسیږی نه زیاتو خلکوته نوپدی دومره زیاتو پیسوکی هرڅک حق لری دستاسوپه نظرڅه حکم لری مننه