مخکښی مو وپیژندل چه یو بنده تر هغه مسلمان کیدې نشي چه ترڅو یي د »لا إله إلاَّ الله وأن محمداً رسول الله« شاهدي او ګواهي نه وي کړي، او د خپلی دغی ګواهۍ او اقرار په أساس به الله تعالی یو ګڼـي، او هم به د رسول الله صلی الله عليه وسلم پیروي کوي، نو هله به دې مسلمان ګڼل کیږي.

په تیرو درسونو کښی مونږ زده کړل چه د »شهادة أن لا إله إلاَّ الله« غوښتنه داده چه د عبادت ټول انواع او ډولونه خاص او یواځی یو الله تعالی ته ځانګړي شي، او د عبادت او بندګۍ اساس او بنسټ د الله تعالی سره پر محبت او دهغه تعظیم او همدغه الله تعالی ته په غاړه ایښوولو باندی ولاړ دې.

همدارنګه مو زده کړل چه د »شهادة أن محمداً رسول الله« غوښتنه هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د هغه دشان او رسالت سره مناسب محبت کول، هغه په ټولو احکامو او اخبارو کښی رښتینې ګڼل، او د هغه په اوامرو او نواهیو کښی پیروي او اطاعت کول دي.

نو خبردار! هغه څوک چه ددغه دواړو ګواهیو د ماتوونکو ګناهونو مرتکب کیږي، نو هغه له دین اسلام څخه ووځي، او په الله جلّ جلاله او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم باندی کافر ګڼـل کیږي، اګر که لمونځ کوي، روژه نیسي، او ګومان کوي چه هغه مسلمان هم دی.

نو هغه څوک چه له دغه څلورو شیانو څخه یو هم ونلري، چه هغه: د عبادت او بندګۍ یواځی یو الله پوری خاص کول، د الله تعالی سره د هغه دالوهیت او ربوبیت سره مناسب محبت کول، او دهغه تعظیم او هغه ته غاړه ایښودل، همدا شان د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره محبت کول، هغه په ټولو راوړو احکامو او اخبارو کښی رښتینی ګڼل، او د هغه اطاعت او پیروي کول دي – نو دغه شخص له اسلام څخه ووځي، او مسلمان نه ګڼل کیږي.

بیا که بنده له پیله لا د دواړو ګواهیو دغه غوښتنی نه وي منلی، او په عمل کښی یي نه وي راوستلی، نو دې له همغه پیله اصلي کافر بلل کیږي، که سره له دي دې په ښکاره د مسلمانۍ دعوا هم کوي نو بیا دې منافق دې.

او که چا لومړې د ددواړو ګواهیو دغه غوښتنی منلی وي، او بیا وروسته يي یوه یا له یوي نه زیاتی غوښتنو څخه لاس په سر شي، نو دا مرتد کافر بلل کیږي، چه یو ځل په اسلام کښی شامل شوې او بیرته ورڅخه وتلې دې.

د اسلام دین څخه ارتداد یا مرتد کیدل په هر هغه قول، عمل او اعتقاد باندي کیږي چه په هغی سره د«شَهادةِ أن لا إلهَ إلا اللهُ وأن مُحمَّدًا رَسولُ الله» له حقیقتونو او غوښتنو څخه د کوم یو انتفا او نشتوالې راځي، او ورسره مناقض او ماتوونکې یي وي.

او دغه نواقض او دین ماتوونکي شیان چه بنده له دین څخه وباسي- ډیر شکلونه لري، چه په کومه خاصه شمیره نلري، خو دهغی جامع اصول په لاندی ډول دي:

لومړې ماتوونکې: الحاد:

یعنی د الله تعالی له وجود او شتون څخه انکار کول، لکه د مخلوقاتو د پیدایښت نسبت طبیعت ته کول، یا دا عقیده لرل چه دا عالَم او کوْن قدیم دې، په دی معنی چه ځینی مخلوقات اول نلري، یعنی ازلي دي.

دوهم ماتوونکې:شرک اکبر (لوﺉ شرک):

او هغه دا چه د الله تعالی لپاره شریک او یا سیال ومنل شي، او دا بیا په څو ډوله دې:

لومړې ډول: په عبادت او بندګۍ کښی شرک کول، چه د عبادت او بندګۍ کوم ډول او نوعه د الله تعالی پرته بل چا ته هم وشي، لکه دغیر الله دعاء، رابلل، د غیر الله په نوم حلالکه او ذبح کول، او د هغه لپاره نذر اومنښته منل، له غیر الله څخه مرسته او کومک او مدد غوښتل، غیر الله ته چیغه او رامددشه ویل، په غیر الله باندي استعاذه او پناه غوښتل- کوم چه مافوق الأسباب امورو کښی وي-، او داسی نور.

د شرک فی الألوهیت یو شکل هغه دې کوم چه يي بُت پرستان د انبیاؤ، اولیاؤ عبادت او پرستش کونکي کوي، لکه د بُتانو، انبیاؤ اولیاؤ رابلل، او ورته چیغه او رامددشه ویل، له هغوﺉ څخه سفارش غوښتل، ورڅخه د خپلو ډول ډول حاجتونو غوښتل، ګټه غوښتنه او ضرر دفع کول، او له هغه څخه بچ کول غوښتل، نو هغه څوک چه دغه کارونه کوي هغه بنده مشرک اوکافر بلل کیږي، اګر که هغه پخپل ځان د مسلمان ګومان کوي او دعوا یي کوي، او ورسره »لا إله إلاَّ الله« وایي، لمونځ کوي، خیراتونه کوي، روژی نیسي، حج کوي او نور د خیر کارونه کوي؛ ځکه شرک اکبر هر نیک عمل بربادوي او ابته کوي یي؛ ځکه شرک اکبر د اسلام دین بلکل منافي او ضد دې.

2/ بل شکل یي هغه دې کوم چه یي ساحران کوډګر، او هغه خلک چه دوﺉ ته ورځي – کوي يي، لکه: د غیر الله په نوم ذبح او حلالکه کول، له غیر الله څخه مرسته او کومک غوښتل، او شیطانانو څخه مرسته او کومک غوښتل.

دوهم ډول: د الله تعالی په ربوبیت کښی شرک: یعنی د الله تعالی سره د هغه په افعالو او خدائي کارونو کښی شریک او برخمن منل، او ورسره بل څوک سیال ګڼل، لکه چه ځینی مشرکان په خپلو معبودانو او مشرانو کښی دا اعتقاد لري چه دوﺉ په کوْن کښی تصرف کولې شي، او یا پر غیبو باندي علم لري او پری پوهیږي، او یا هم د باران کولو اختیار لري، یا د چا رزق روزي ورکولو اختیار او واک لري، او یا هم له مرض او رنځ څخه روغتیا ورکولې شي، یا اولاد او بچي ورکولې شي، یا بی واده شخص ته د ژوند ملګرې بخښي، یا چا ته مال او شتمني ورکولې شي، او یا هم تکلیفونه او سختۍ لری کوي، او مصیبتونه او بلاګانی پورته کوي، او یا حاجتونه پوره کوي، او که څوک یي رابلي نو دُعا او زاري یي قبلوي، او په درد یي ورځي.

بل شکل یي هغه دې چه ځینی خلک لکه مجوس چه عقیده لري چه ددي کون او عالم دوه پیداکونکي دي: یو رڼا، او بل تیاره او تورتم.

دریم شکل هغه دې لکه چه ځینی صوفیان او شیعه ګان يي د خپلو مشرانو په هکله عقیده لري چه هغوﺉ په غیبو پوهیږي، او په کون کښی تصرف کولې شي، او دچا دُعا او رابلل قبلولې شي، او حاجتونه او ضرورتونه یي پوره کولې شي.

بل شکل یي: د الله تعالی د رالیږل شوي وحي نه پرته د مخلوق په جوړ شوو قوانینو باندي فیصلی کول، نو څوک چه د الهي وحي پرته په نورو قوانینو فیصلی کوي هغه طاغوت دې، او په دغه فیصلو ځان دالله تعالی سره په فیصلو کښی شریک او برخمن ګڼي.

دریم ډول شرک د اطاعت او پیروﺉ شرک دې، او هغه دا چه بنده حِل او حرمت کښی له اسلامي شریعت پرته د خپلو مشرانو پیروي وکړي، چه هغوﺉ ته يي غوږ نیولې وي: کوم چه هغوﺉ ورته حلال وایي، ددوﺉ په نیز هم حلال، او کوم ته چه دغه مشران حرام وايي نو ددوﺉ په نیز هم حرام وي، لکه چه د طواغیتو پرستش کونکي یي کوي، چه په حِل او حرمت کښی د خپلو طواغیتو اطاعت او د هغوﺉ پیروي کوي، چه د الله تعالی حرام کړیو ته حلال، او د الله تعالی حلال کړیو ته حرام وايي، اوددي هم ډیر شکلونه دي، چه له هغی څخه:

یو شکل دا دې چه څوک طواغیتو ته فیصلی او وروړي، نو څوک چه پخپله خوښه او خپله اراده هغوﺉ ته خپلی منازعی او لانجی د حل او فصل لپاره وروړي، او دهغوﺉ فیصلی غواړي چه پلی شي، دا بنده کافر بلل کیږي؛ ځکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا ٦٠﴾[النساء: 60].

ترجمه: «آیا ته نه ګوری هغه خلکو ته چه ګومان کوي چه دوﺉ ایمان لري په هغه وحي چه تا ته لیږل شوی ده – اي محمدصلی الله عليه وسلم – او هم ایمان لري په هغه کتابونو چه له تا څخه مخکنیو پیغمبرانو ته لیږل شوی وه، او سره له دي هم غواړي چه خپلی فیصلی طاغوت ته یوسي، حال دا چه دوﺉ ته دا حکم شوې دې: چه کفر وکړي او انکاري شي پر دغه طاغوت او د هغه پر فیصلو، خو شیطان غواړي چه دوﺉ له حق څخه په ډیری لری ګمراهۍ او بی لارﺉ ګمراه او بی لاري کړي».

یادونه: هو، هغه څوک چه په داسی هیواد کښی اوسي چه هلته د الله تعالی په رالیږل شوي وحي باندي فیصلی نه کیږي، او دغه اوسیدونکې له خپله ځانه د ظلم په رفع او یا ورڅخه په خلاصۍ کښی، او یا دخپل حق په لاس ته راوړلو کښی- دي ته اړ شو چه ځینی هغه محکمو ته خپل شکایت او فیصله وروړي چه دې ګومان کوي چه دده حق به ورته وروسپاري، او یا به ظلم ورڅخه پورته کړي، نو په دغه وخت کښی دا بنده نه کافر کیږي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چه کله خپلو صحابه کراموy ته د حبشی په لوری د لومړني هجرت کولو اجازه وکړه نو ورته یي وویل:«إنَّ بأرضِ الحَبَشةِ مَلِكًا لا يُظْلَمُ أحَدٌ عندَه، فالْحَقُوا ببلادِه حتى يَجْعَلَ اللهُ لكم فَرَجًا ومَخْرَجًا مِمَّا أنتم فيه» [رواهُ البَيْهقِيُّ من حديثِ أُمِّ سَلَمَةَل بإسنادٍ حَسَنٍ].

ترجمه: «بیشکه د حبشی هیواد کښی داسی پاچا دې چه د هغه په حکومت پر هیچا ظلم نه کیږي، نو هلته لاړ شۍ، ددی لپاره چه الله تعالی یي ستاسو لپاره د هغه مشکلاتو څخه چه تاسو پکښی یاست – د خلاصۍ سبب وګرزوي».

ځکه نجاشي لا پدغه وخت کښی مسلمان شوې نه وو، خو سره له دي که پر دوﺉ کوم ظلم شوې واي، او دوﺉ نجاشي ته فیصلی وروړلو ته اړ شوي واي نو نجاشي به ورسره له انصاف او عدل څخه کار اخستې وو، نو دا ددي دلیل دې چه په هغه هیوادونو کښی چه اسلامي نظام نه وي، خو که یو مسلمان ورته فیصله وروړي نو عدل او انصاف به ورسره وشي، او له ظلم څخه به خلاص شي – روا ده چه خپله فیصله او عرض ورته وروړي.

ځکه مسلمان د ضرورت او حاجت په وخت کښی چه که ورنشي نو مصلحت یي فوت کیږي- نو هغه په حقیقت کښی طواغیتو ته د فیصلو وروړلو غوښتونکې نه دې، نو په دی اساس هغه په دغه وخت کښی نه کافر کیږي.

دوهم شکل: په اسلامي شریعت کښی د بیان شوو حلالو په تحریم او همدغه شان په شریعت کښی د واضحو حرامو په تحلیل کښی د بی دینه علماؤ او طاغوتو حاکمانو اطاعت او پیروي کول.

دشرک افراد او شکلونه بیخي ډیر دي، خو ټول همدی دریو ډولونو ته راګرزي.

دایمان او اسلام دریم ډول ماتوونکې:

د الله جلَّ جلاله د بعض ځانګړو صفتونو دعوا کول، که هغه په ربوبیت کښی وي، او که په الوهیت کښی وي، او که په اسماء او صفاتو کښی وي.

ددي ناقض ځینی شکلونه:

۱/ د ځینی طواغیتو خپل عبادت او بندګۍ ته بلنه ورکول.

۲/ د علم غیب دعوا کول.

۳/ د مړو د ژوندي کولو دعوا کول.

دایمان او اسلام څلورم ماتوونکې: د نبوت او پیغمبرۍ دعوا کول.

د نبوت او پیغمبرۍ دعوا کول د علماؤ په اجماع باندی کفر شمیرل کیږي.

د نبوت او پیغمبرۍ پوری ځینی تړلي شیان چه همدغه حکم هم اخلي:

* لکه د قرآنکریم سره مشابهت او دا دعوا کول چه د هغه کتاب په شان بل کتاب راړلې شي کوم چه الله تعالی په خپلو پیغمبرانو رالیږلي دي، لکه چه الله تعالی فرمايي:

﴿وَمَنۡ أَظۡلَمُ مِمَّنِ ٱفۡتَرَىٰ عَلَى ٱللَّهِ كَذِبًا أَوۡ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمۡ يُوحَ إِلَيۡهِ شَيۡءٞ وَمَن قَالَ سَأُنزِلُ مِثۡلَ مَآ أَنزَلَ ٱللَّهُۗ﴾[الأنعام: 93].

ترجمه: «او څوک دې ډیر لوﺉ ظالم له هغه چا چه جوړ کړي په الله تعالی باندی دروغ، او یا ووایي: چه ما ته هم وحیی شوی ده، حال دا چه د هیڅ شي وحیی ورته نه وي شوی، او هغه څوک چه ووايي: ژر دې چه زه به نازل کړم یو کتاب په شان د هغه کتاب چه الله تعالی رالیږلې دې».

د ایمان او اسلام پنځم ماتوونکې: د الله تعالی او د هغه دپیغمبرصلی الله عليه وسلم دروغجن ګڼـل:

نو هغه څوک چه الله سبحانه وتعالی او یا د هغه رسول صلی الله عليه وسلم   دروغجن ګڼـي، داسی بنده د علماؤ په اجماع باندی کافر دې، او له مسلمانانو څخه نه شمیرل کیږي.

ددی ماتوونکي ځینی شکلونه:

۱/ د اسلام د غټو او ښکاره شعائرو نه انکار کول، لکه د زکات یا لمانځه د فرضیت څخه انکار کول، یا د سود، زنا، او خنزیر غوښی د حرام والي څخه انکار کول.

۲/ د الله تعالی د نومونو او یا صفتونو څخه دکوم یو څخه بی شبهی او ناپوهۍ او تأویل څخه انکار کول.

۳/ د قرآنکریم د کوم آیت یا کومی مسألی څخه انکار کول.

۴/ په قرآنکریم کښی د تحریف یا اختلاف اوتناقض دعوا کول.

۵/ د نبوي احادیثو څخه انکار کول.

۶/ له مرګه وروسته د بیا راژوندي کیدلو او یا د سزا او جزا او حساب او کتاب څخه انکار کول.

۷/ هغه چا ته کافر نه ویل څوک چه د اسلام دین ته خپل دین نه وایي، اود اسلام مقدس دین ته غاړه نه ږدي، لکه یهود، نصارا، مجوس، ملحدین، او بُت پرستان.

۸/ دا عقیده لرل چه یو چا ته د محمدصلی الله عليه وسلم له شریعت څخه وتل روا دي، لکه خضرعليه السلام ته چه د موسی عليه السلام له شریعت څخه د بل شریعت پیروي روا وه.

۹/ په صحیح دلیل باندی دحرام شوي شیانو بی شبهی او بي تأویله حلال ګڼـل.

۱۰/ څوک چه د محمدصلی الله عليه وسلم څخه وروسته د نبوت دعوا وکړي هغه رښتینې ګڼل.

۱۱/ دا عقیده اودعوا کول چه د محمدصلی الله عليه وسلم رسالت یواځی د عربو لپاره خاصه ده.

۱۲/ داسی دعوا کول چه که څوک د الله تعالی پرته بل چا ته- که هغه څوک نیک صالح بنده وي او که بل څوک- چیغه وهي او یا یي خپلو حاجتونو پوره کولو لپاره رابلي.

۱۳/ أم المؤمنین عائشیل ته ښکنځل کول، او په هغه تهمت یي بدنامول چه الله سبحانه وتعالی ورڅخه په سورت نور کښی د هغی براءت او پاکي بیان کړی ده، او یا هم نورو امهات المؤمنین د رسول الله صلی الله عليه وسلم بیبیانو ته دغه شان نسبت کول، نو هم کافر کیږي او د اسلام له مقدس دین څخه بیرون او وتلې شمیرل کیږي.

او ټول هغه څه چه په هغی سره د الله تعالی او د هغه درسول صلی الله عليه وسلم   دروغجن ګڼلو ته لار جوړیږي هغه نو د اسلام او ایمان له نواقض او ماتوونکو شیانو څخه شمیرل کیږي.

خو په دي باید پوهه شو چه د یو خبر دروغ ګڼلو سبب کله کله دا وي چه یو بنده سره په دغه خبر باندی دلیل نه وي، یا دلیل وي خو ده ته دغه دلیل ورمعلوم نه وي، او یا ورسره ددغه دلیل په ثبوت کښی شک وي، او یا ورسره د دلیل په معنی کښی داسی تأویل وي چه له ده څخه د تکذیب او درغجن ګڼلو حکم تری اوړی.

خو که هغه خبر او مسأله چه معنی او ثبوت یي معلوم او ښکاره وي، او بیا ورڅخه څوک انکار کوي او دروغ یي ګڼي، نو دی وخت کښی دا دعلماو په اتفاق تکذیب او د دیني شعایرو دروغجن ګڼل کیږي.

او په لومړني حالاتو کښی دروغجن ګڼونکی باندی د کفر حکم نه کیږي، ترڅو چه حجت ورباندی قایم شي، او ورباندی پوهه شي او د خبر ثبوت او د معنی صحت ورته څرګند شي.

د ایمان او اسلام شپږم ناقض او ماتوونکې: شک:

شک د هغه تصدیق سره منافي او ضد دې چه پر مسلمان باندی یي تصدیق کول فرض دي، نو که څو د الله تعالی او یا د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   په خبرو کښی شک وکړي، دغسی بنده کافر او نا مسلمان بلل کیږي، نو شک هم لکه د تکذیب او دروغجن ګڼلو په شان د تصدیق سره منافي او ضد دې.

د شک ډیر صورتونه کیدې شي:

۱/ لکه هغه څوک چه اسلام خپل دین نه ګڼي، او بیا هم څوک د هغه په کفر کښی شک کوي.

2/ له مرګه وروسته په بیا راژوندي کیدلو کښی شک کول.

۳/ د قرآنکریم په ثبوت، یا له تحریف او تبدیل څخه د الله تعالی لخوا د هغه په حفظ کښی شک کول.

د ایمان او اسلام اووم ماتوونکې: د الله تعالی او د هغه درسول او اسلام سره کینه.

د الله تعالی یا د هغه د رسول محمدصلی الله عليه وسلم سره او یا د اسلام مقدس دین سره بغض او کینه کول د هغه د محبت سره منافي او ضد دې، نو هغه څوک چه د الله تعالی یا د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   او یا د اسلام دین سره بغض او کینه کوي، داسی بنده کافر او له اسلام دین څخه بهر وتلې شمیرل کیږي.

په دغه بغض او کینه پوری اړوند او تړلی نور مسایل:

۱/ الله سبحانه وتعالی ته یا د هغه رسول محمدصلی الله عليه وسلم ته یا د اسلام مقدَّس دین ته ښکنځل کول، د الله جلّ جلاله په ذات کښی یا د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ذات کښی طعن او د عیبونو لګول.

۲/ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه کرامورضی الله عنهم سره بغض کول، او یا هغوﺉ ټولو ته ښکنځل کول، او یا هغوﺉ ته کافران ویل، دا ټول د ایمان او اسلام ماتوونکو شیانو څخه شمیرل کیږي.

هو، که څوک ځینو صحابه کرامو ته د کومی شبهی له کبله بد ووايي، نو هغه په دی وخت کښی کافر نه بلل کیږي، البته د یو لوﺉ حرام کار مرتکب بلل کیږي.

۳/ ددین له امامانو سره، د صحیحو حدیثو شریفو له نقل کوونکو سره، یا ددین له نورو مشرانو سره په عمومي ډول بغض او کینه کول، او یا د هغوﺉ دروغجن ګڼل هم د ایمان او اسلام ماتوونکو شیانو په شمار کښی راځي.

د ایمان او اسلام اتم ماتوونکې: په الله تعالی او د هغه په رسول صلی الله عليه وسلم   پوری مسخری او ټوقی کول:

او دا هم لوﺉ کفر بلل کیږي؛ ځکه دا کار هم د هغه فرضي محبت او تعظیم سره منافي او ضد دې چه په مؤمن باندي د هغه د ایمان له غوښتنو څخه دي.

په دی ماتوونکي او ناقض پوری اړوند نور ایمان او اسلام ماتوونکي شیان:

۱/ د قرآنکریم سپکه او بی عزتي کول:

۲/ د اسلام له شعايرو څخه د کومی یوی سپکه او بی عزتي کول.

دایمان او اسلام نهم ناقض او ماتوونکې: د مؤمنانو پرته د کفارو سره دوستي کول، او په دي کښی دوه کاره شاملیږي:

۱/ د هغوﺉ سره دیني محبت او مینه کول، او یا د هغوﺉ سره د هغوﺉ پر دین موافقه کول، او پر هغی باندی راضي کیدل.

۲/ د مسلمانانو پر خلاف د کفارو سره کومک او مرسته کول.

ددی ناقض مختلف صورتونه دي:

۱/ د کافرانو لپاره پر مسلمانانو جاسوسي کول.

۲/ کافرانو ته د هغوﺉ په کفري او بُت پرستۍ اخترونو او جشنونو باندی مبارکي ویل؛ کله چه دا کار د هغوﺉ په شرک او کفر باندی یو ډول خوشحالي او رضامندي وي.

خو که له هغوﺉ سره صِرف ددي لپاره د هغوﺉ په جشنونو کښی ګډون کوي چه یو څه وخوري، ځان موړ کړي، او د هغوﺉ سره په هغه حرامو باندی چه هغوﺉ پکښی وي، او هغوﺉ سره دي، لذت تری واخلي او ساعت تیري ورسره کوي، سره له دي چه پر زړه د هغوﺉ د کفر او شرک څخه منکر وي، او له کفر او شرک څخه بد وړي، نو شک نشته چه دې د هلاکت په څنډه ولاړ دې، او ډیره ویره پری شته چه پر ده هم هغه عذاب راشي کوم چه په کفارو باندي راځي، البته کافر او مشرک نه ګڼل کیږي.

د کفر دوستي او مرسته هغه وخت د کفر او د ايمان د زوال سبب ګرځي چې کله په زړه کې د هغوی په کفر او کفري او اسلام پر خلاف کفري قوانيو خوښ او راضي شي .

۳/ د داسی عبادتګاهونو جوړول چه هلته د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي کیږي، او یا په دغسی کار کښی یو څه اندازه یا په یو ډول برخه اخستل، لکه د یهودو نصاراو مجوسو او نورو کفارو عبادتخانی جوړول، د هغه قبرونو او زیارتونو باندی کوټی او دکانچی او داسی نور شیان جوړول چه د هغی قبرونو او زیارتونو او یا هلته د غیر الله عبادت او بندګي کیږي.

۴/ د اسلامي شریعت د علمبردارو علماو او دعاتو سره مقابله کول، او د هغوﺉ مخه نیول، او د هغوﺉ تنګول او زورول؛ ترڅو ددغی لاری نه د اسلامي دعوت مخه ونیول شي.

۵/ د مسلمانانو د سپکاوي او کمزوري کولو لپاره کوښښ او منډی ترړی کول، او پر مسلمانانو باندی د کفارو د مسلّط کولو په لار کښی مرسته کول.

د ایمان او اسلام لسم ماتوونکې: د الله تعالی اودهغه د رسول له اوامرو څخه سرغړونه:

هغه څوک چه د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   له اطاعت او پیروﺉ څخه سرغړونه کوي هغه مسلمان نه دې؛ ځکه ده په حقیقت کښی د الله تعالی دین ته غاړه ایښی نه ده، او هغه يي نه دې منلې، ځکه خو هغه فرایض نه ادا کوي، او نه هم له محرماتو څخه ځان ساتي، مګر هغه شیان مني چه دده د نفسي خواهش سره موافق او ورته خوښ وي.

ددی سرغړونی ځینی شکلونه:

۱/ لکه هغه څوک چه عقیده لري چه د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   اطاعت او پیروي او هغوﺉ ته غاړه ایښودنه پری لازمي نه ده، او نه پری د الله تعالی او دهغه د رسول صلی الله عليه وسلم   د امر منل فرض دي.

۲/ یا هغه څوک چه د الله تعالی او د پیغمبرصلی الله عليه وسلم له حکم منلو څخه بشپړه سرغړونه وکړي، چه نه اسلامي دین زده کوي، او نه د هغه مسألو پوښتنه کوي چه پری فرض دي، لکه د الله تعالی او د هغه درسول صلی الله عليه وسلم   اطاعت، او نه فرایض او واجبات ترسره کوي، او نه د الله تعالی او د هغه درسول صلی الله عليه وسلم   د حکم منلو له کبله له حرامو څخه ځان ساتي.

هو، هغه څوک چه په اصل کښی د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   د اطاعت فرمانبردار او ورته غاړه ایښودونکې وي، خو کله کله ورڅخه ځیني ګناهونه کیږي، نو داسی بنده ددغسی ګناهونو له کبله نه کافر کیږي.

په دی ایمان ماتوونکي څیزونو پوری ځینی اړوند مسایل:

لکه د لمانځه پريښودل؛ ځکه لمونځ ته په اسلام کښی د دین د ستن لقب ورکړ شوې دې، نو که یو بنده لمونځ بیخي پریږدي، هغه بیا د الله تعالی له دین څخه سرغړوونکې شمیرل کیږي، لکه چه د اسلام دوهم خلیفه عمر بن الخطاب رضی الله عنه فرمايي: »څوک چه لمونځ پریږدي اوضایع کوي يي، نو هغه ددین د نورو رکنونو په ضایع کولو کښی ډیر زړور دی«.

پورته د ایمان او اسلام ماتوونکي شیان په اصل کښی د کلمة شهادت سره بشپړ منافات او ضدیت لري، نو هغه مسلمان عاقل بالغ چه پخپل اختیار او خوښه پرته له کوم عذر او شبهی نه ددغه نواقضو او ماتوونکو مرتکب شي، داسی بنده کافر او له اسلام څخه مرتد بلل کیږي، که په همدغه حال بی توبی مړ شي، دې به د دوزخ په اور کښی تل ترتله او همیشه لپاره وي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي:﴿وَمَن يَرۡتَدِدۡ مِنكُمۡ عَن دِينِهِۦ فَيَمُتۡ وَهُوَ كَافِرٞ فَأُوْلَٰٓئِكَ حَبِطَتۡ أَعۡمَٰلُهُمۡ فِي ٱلدُّنۡيَا وَٱلۡأٓخِرَةِۖ وَأُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ ٢١٧﴾[البقرة: 217].

ترجمه: «او هغه څوک له تاسو څخه أي مسلمانانو چه مرتد شو له دین خپل نه، او بیا مړ شو په داسی حال کښی چه هغه کافر وي، نو دغسی کسان برباد او ابته دي نیک عملونه ددوﺉ په دُنیا او آخرت کښی، او همدوﺉ ددوزخ د اور والا دي، چه دوﺉ به په دغه اور کښی همیشه او تل ترتله وي».

او هغه څوک چه په باطن کښی ددغه ټولو یا د ځینو نواقضو مرتکب شي، او په ښکاره دې د اسلام دعوا کوي، نو داسی بنده له منافقینو څخه شمیرل کیږي چه نفاق يي نفاق اکبر او لوﺉ نفاق وي، مسلمانان به ورسره په ظاهر او ښکاره د مسلمانانو معامله کوي، او پټ او د زړونو نفاق به يي الله تعالی ته سپاري، تر هغه چه له دوﺉ څخه ورته ښکاره کفر څرګند شي.

او دغه نواقض دوه درجی لري:

لمړﺉ درجه: ښکاره او څرګند کفر:

او دا هغه کفر دې چه ددغسی کافر په کفر کښی هیڅ ډول شبهه او شک نه وي، او نه ورته کوم عذر وي، لکه ناپوهي، تأویل، او یا زور او جبر، لکه هغه څوک چه ځان د اسلام دین پرته بل کوم دین ته منسوبوي، او یا د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي کوي، او یا الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم   ته ښکنځل کوي، او په دین پوری ټوقی مسخری کوي، او یا له قرآنکریم او یا له نبوي سنتو او احادیثو شریفو څخه انکار کوي، او ددین له ښکاره او څرګندو شعایرو او نښوڅخه انکار کوي، سره له دي چه ده ته پری علم او پوهه وي.

نو ددی درجی والا خلکو باندی د کفر حکم کولې شي، او هم دا چه دوﺉ به په آخرت کښی په اور کښی وي -که په همدغه حالت باندی مړه شي، او توبه ورڅخه ونه باسي-، الله جلّ جلاله فرمایي:

﴿مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ أَن يَسۡتَغۡفِرُواْ لِلۡمُشۡرِكِينَ وَلَوۡ كَانُوٓاْ أُوْلِي قُرۡبَىٰ مِنۢ بَعۡدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمۡ أَنَّهُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡجَحِيمِ ١١٣﴾[التوبة: 113].

ترجمه: «مناسب نه دي پیغمبر ته او مؤمنانو ته چه استغفار او د ګناهونو بخښنه وغواړي د مشرکانو لپاره، اګر که ددوﺉ خپلوان هم وي، وروسته له هغه چه دوﺉ ته څرګنده شي چه دوﺉ ددوزخ والا دي، یعنی په کفر باندي مړه او کافران له دنیا تللي دي».

دوهمه درجه:هغه ده چه ښکاره او څرګند کفر نه وي، نو هغه بیا په دوه ډوله دې:

لومړې: دا چه ددغه ګناه کونکي لپاره پکښی د عذر احتمال وي، لکه زور او جبر، د عقل نشتوالې، شبهه: لکه تأویل او ناپوهي، نو په دي حال کښی باید په ده باندی حجت قایم شي، یعنی کوم تأویل چه هغه یي کوي، خطا یي ورته بیان کړل شي، او که ناپوهه وي نو پوهه کړل شي، که عذر یي لری شو، او سره له دي یي هم په خپله دغه ګناه باندي اصرار او استمرار وکړ، نو په دی حالت کښی هم په ده باندي د کفر حکم کیږی ځکه دې په دی حالت کښی په لومړني درجی ته ورګرزي، او که عذر یي لری شوې نه وي، نو بیا پری د کفر حکم نه کیږي.

له همدي کبله د اهل سنت والجماعت امامان په هغه ګمراه او بی لاری ډلو او د هغوﺉ په پیروانو د کفر حکم نه کوي چه د الله تعالی له اسماء او صفاتو څخه د کومی شبهی او تأویل له کبله منکر وي، سره له دي چه په هغوﺉ باندي د بدعت او فسق حکم کوي، او دا ورته بیانوي چه ددوﺉ دا شبهی او تأویل دوﺉ ته د مخالفت براءت او جواز نه ورکوي، یواځی له دوﺉ څخه د کفر حکم منع کوي.

ددی نوعی حکم دادی چه دغه عمل او کار کفر دې، خو معین او مشخص مرتکب ددی عمل او ګناه باندی د کافر حکم نه کیږي، تر هغه پوری چه د کفر شروط پکښی موجود شي، او موانع یي لری شي.

دوهم ډول: چه دغه ناقض او ایمان ماتوونکې کښی د علماو خلاف وي، او کتونکي باندي پکښی شبهه او اشتباه راځي او ترجیح پکښی نشي کولې، ځکه په ځینو نواقضو کښی د علماو ترمنځ اختلاف دې، لکه:

۱/ د لمونځ د سستۍ له کبله پریښودل، سره له دی چه دا پریښودونکې یي له فرضیت څخه انکار نه کوي، او نه د لويي او تکبر له کبله دغه لمونځ پریږدي، بلکه د لمونځ پریښودل یي یواځی د سستۍ او لټــۍ له کبله وي. نو داسی بنده د فرایضو په ادا کښی د کوتاهۍ له کبله فاسق شمیرل کیږي، او د سخت عذاب ویره پری ده؛ البته د کفر حکم پری نشي کیدلی.

دوهم خلافي مسأله: سحر، کوډی کباړی:

په دی مسأله کښی هم علماء سره په یو نظر نه دي، چه آیا هغه څوک چه سحر او کوډی زده کوي، نورو ته يي ورزده کوي، او سحر او کوډی کوي، نو آیا داسی بنده کافر کیږي او کنه؟

نو دلته هم صحیح خبره داده چه سحر او کوډی تر هغه پوری تأثیر نه کوي چه په هغی کښی کفر، شرک نه وي، او له شیطانانو څخه پکښی مرسته او کومک نه وي غوښتل شوی، او دغه شیطانانو ته پکښی په ذبح حلالکه، نذر او منښته نه وي منل شوي، او د اسلامي شعایرو ته پکښی سپکاوې نه وي شوی، اوددغه ټولو کارونو کونکې د علماو په اتفاق باندي کافر بلل کیږي.

لکن ځینی علماء ځینو پټو چلونو )د لاسونو تیزﺉ او چالاکۍ( ته، او نورو چلوټو ته هم سحر وايي، او ځینی علماء هغه څه ته هم سحر وايي چه ځینی خلک يي د ځینی تأثیرونو لپاره ځينی دواګانی چه د انسان په عقل، نفس او پوهه باندی تأثیر کوي؛ نو لدي کبله هر ساحر ته کافر نه وايي، بلکه د هغه له سحر او کوډو څخه استفسار او پوښتنه کوي چه څه ډول سحر کوي؟

نو که بیا په سحر کښی له شیطانانو څخه مرسته او کومک غوښتل شوې وو، او یا ورته تقرب او عبادت او بندګي شوی وه، نو دغه سحر ته کفر وایي، او که په دغه سحر کښی د الله تعالی پرته بل چا ته تقرب او عبادت او بندګي نه وي نو بیا ورته کفر نه وایي، بلکه په هغه باندی تعزیري داسی حکم کوي چه هغه له دغه کارونو هم بند کړي، خو د کفر حکم پری نه کوي، او کافر ورته نه وايي.

۳/ د زکات، روژی او حج پریښودل:

په دی دری مسألو کښی هم د ځینو علماو نظر دا دې چه څوک له دوﺉ څخه هر یو فرضي عمل پریږدي، نو هغه کافر کیږي، اګر که د فرضیت څخه یي منکر نه وي.

خو صحیح خبره دلته هم دا ده چه تر هغه پوری ددي اعمالو تارک او پریښودونکې ته کافر نه ویل کیږي چه ددوﺉ له وجوب او فرضیت څخه منکر نه وي، نو که له فرضیت څخه یي منکر شو، په دغه وخت کښی به کافر وي؛ ځکه دی وخت کښی دې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   مکذّب او دروغجن ګڼونکې شو؛ او څوک چه د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم مکذّب وي هغه کافر وي.

او په متعددو صحیحو احادیثو شریفو کښی راغلي دي چه ددغسی فرضي اعمالو تارک او پریښودونکي ته به په آخرت کښی عذاب ورکول کیږي، بیا به وروسته ورباندی فیصله کیږي: چه یا به جنت ته ځي، او یا به اور ته ځي، نو دا ښکاره دلیل دې چه ددغه اعمالو تارک او پریښودونکي باندي د کفر حکم یقیني نه دې.

دلته د یادونی وړ ده چه ځینی هغه اعمال چه بنده پری کافر کیږي او له دین څخه پری ووځي، کله کله پکښی له یوه څخه زیات د ایمان او اسلام ماتوونکي اسباب راجمع کیږي، نو دغه عمل د کفر سبب وي، خو د مختلفو وجوهو نه.

لکه هغه څوک چه د الله تعالی له رالیږلی وحیی پرته په بشري جوړو اووضعي قوانینو باندی فیصلی کوي، او دا کار ځان ته روا هم بولي، بلکه دغه طاغوتی احکام او قوانین د الله تعالی پر رالیږلي وحيی باندي بهتر او افضل هم بولي، نو داسی بنده له ډیرو وجوهو نه کافر کیږي:

  • یو خو دده کفر له دی کبله دې چه د الله تعالی رالیږلي قانون پرته په نورو وضعي قوانینو فیصله کوي، او ځان د الله تعالی سره په فیصلو او قانون سازۍ کښی شریک او برخمن ګڼــي.
  • بل دا چه دې هغه حرام کار حلال او روا بولي چه په اسلامي دین کښی یي حرمت او نارواوالې څرګند او ښکاره دې.
  • دده د کفر بل سبب دا دې چه دې الله تعالی او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم   دروغجن ګڼـي؛ ځکه دې د طاغوت حکم د الله تعالی له حکم څخه بهتر او افضل ګڼـي.

په دی باید پوهه شو چه ځینی کافران او مرتدان د یو پر ځاي د ډیرو نواقضو او ایمان ماتوونکو مرتکب کیږي، لکه شرک اکبر، د الله تعالی او د هغه درسول صلی الله عليه وسلم   دروغجن ګڼل، د اسلام مقدس دین سره بغض او کینه کول، د کفارو سره دوستي کول، او داسی نور.

خو څومره چه د یو بنده د کفر اسباب ډیر وي هغومره یي کفر غټ او لوﺉ وي، نو بناءً یي عذاب هم سخت او لوﺉ وي، سره له دی چه هغه له ډیرو نورو کفارو سره په ارتداد او له دین څخه په وتنه کښی شریک او یو شان وي.

او کفر په دوه ډوله دې: یو ظاهري او ښکاره کفر دې، او بل باطني او پټ کفر:

ظاهري او ښکاره کفر نه مطلب هغه کفر دې چه د یو بنده له ظاهري او په ښکاره کفري اعمالو څرګنديږي چه دې کافر دې، نو په هغه همغه د ظاهر حکم کیږي.

او باطني کفر هغه دې چه د بنده په پټ حال پوری تړلې وي، یعنی په هغه شیانو کښی چه دده او د الله تعالی ترمنځ وي، نو داسی بنده کله کافر وي؛ ځکه ده به په باطن کښی داسی یو عمل او کار ترسره کړې وي چه هغه به د اسلام او ایمان ماتوونکې وي، سره له دی چه دې په ښکاره خلکو ته د اسلام او مسلمانۍ اظهار کوي، نو په دی وخت کښی دې منافق بلل کیږي، چه په ښکاره ورسره د مسلمانانو معامله کولې شي، او په آخرت کښی به له نورو کفارو سره د جهنم په اور کښی تل ترتله وي.

خو هغه څوک چه ښکاره او د خلکو په نیز دځینو نواقضو او ایمان ماتوونکو ګناهونو مرتکب کیږي، او دده کوم عذر وي، لکه د عقل زایل کیدل، یا ناپوهي، او یا یو څوک په اسلام کښی نوې شامل شوې وي، نو له خولی یي داسی څه راووځي چه پخوا يي عادت وو، خو دغه دده عقیده نه وي، نو کله کله په دغسی خلکو په ظاهر کښی د کفر حکم کولې شي، حال دا چه په باطن او حقیقت کښی به دده لپاره داسی عذر وي چه د کفر حکم ورڅخه منع کوي.

خو په قیامت کښی به انسان په هغه عقیده راپاڅیږي چه په کومه عقیده باندی مړ وي، که هغه ایمان وي او که کفر وي.

اصل او اساس دا دې چه په یو چا باندي د کفر حکم باید علماء او ددین پوهان وکړي، خو کله کله د ځینی عوارضو او ضرورتونو له امله پر دی اصل باندی عمل نه کیږي.

خو ډیره د پام وړ خبره دا ده چه مسلمان باید په هغه چا باندی چه واضح او ښکاره کافر نه وي، باید په هغه باندی د کفر له حکم کولو او کافر ګڼلو څخه ځان وساتي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لأَخِيهِ: يَا كَافِرُ. فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا إِنْ كَانَ كَمَا قَالَ وَإِلاَّ رَجَعَتْ عَلَيْهِ»[مُتَّفقٌ عليه من حديثِ ابنِ عُمَرَ ب].

ترجمه: «كله چه یو مسلمان خپل بل مسلمان ورور ته ووایي: اي کافره! نو یو له دغه دواړو څخه ددی کفر په کلمه اخته شو، که مُخاطَب کافر وو خو همدې کافر دې، او که نه، نو همدا کلمه بیرته ویونکي ته راګرځي».

او له ابو ذر رضی الله عنه څخه په یو بل حدیث شریف کښی نقل دي چه هغه فرمایلي دي:

«مَنْ دَعَا رَجُلاً بِالْكُفْرِ أَوْ قَالَ عَدُوَّ اللَّهِ. وَلَيْسَ كَذَلِكَ إِلاَّ حَارَ عَلَيْهِ».[متفق عليه].

ترجمه: «چا چه کوم مسلمان د کفر په نوم راوبللو)یعنی کافر یي ورته وویلو(، او یا یي ورته وویل: اي د الله دښمنه!، او هغه دغه شان)یعنی کافر( نه وو، نو دغه د کفر کلمه همدی ویونکي ته راګرزي».

دا ویرونه او منع د هغه چا په هکله ده چه داسی کلمی د ښکنځلو په ځاي کوي، او یا د کفر حکم کولو کښی جلتي او تادي کوي، سره له دی چه په ده کښی په یو چا د کافر دحکم کولو دا اهلیت نه وي، یعنی دی درجی ته نه وي رسیدلې چه ده ته دا حق حاصل شي چه په یو چا د کفر حکم کولو لایق وي.

خو که یو مجتهد عالم د ضرورت په وخت کښی په یو چا د کفر حکم وکړي، او خطا شي، خو ده په دی حکم کولو کښی کومه کوتاهي او تقصیر نه وي کړې، او نه یي هم دا حکم د خپل کوم نفسي خواهش لپاره کړې وي، نو دلته دغه عالم په دغه تحذیر او ویرونه کښی نه شاملیږي، بلکه دې مجتهد دې، ده ته د خپل اجتهاد یو اجر شته، او خطا به ورته الله تعالی وبخښي إن شاء الله تعالی.

د مرتد حکم:

د علماو په اجماع باندي د مرتد حکم دا دې چه د مرتد وژل واجب او فرض دي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«مَنْ بَدَّلَ دِينَهُ فَاقْتُلُوهُ».[رواهُ البُخاريُّ من حديثِ ابنِ عَبَّاسٍب].

ترجمه: «هغه مسلمان چه د اسلام دین بدل کړي اوکافر شي نو یي ووژنۍ».

او هغه څوک چه مرتد مړ شي، نو هغه ته به نه غسل ورکول کیږي، او نه کفن، او نه به پری د جنازی لمونځ کولې شي، او نه به د مسلمانانو په هدیره کښی خښولې شي، او نه ورڅخه مسلمان وارث مال په میراث وړلې شي، او نه به ورته د مرګه وروسته دُعا کولې شي.

او له وژلو مخکښی له ده څخه د توبی غوښتنه او بیرته په اسلام کښی شاملیدنه د وخت د مسلمانانو مشر او حاکم اجتهاد ته حواله ده، که ده ورڅخه په رښتیا اسلام ته د اووښتنی امید کولو، او یا ورسره داسی شبهه وه چه د هغی له کبله مرتد شوې وو، نو بیا مسلمان حاکم ته روا دي چه دغسی مرتد ته دری ورځی مهلت ورکړي، او هغه ته بیرته اسلام ته د ورګرزیدو بلنه ورکړي، او د شبهی د لری کولو کوښښ یي وکړي، نو که اسلام یي راوړ، او مسلمان شو خو ډیره ښه ده، او کنه نو بیا به د ارتداد په حکم ووژل شي.

او که د مسلمانانو د حاکم نظر دا وو چه ددي مرتد په وژنه کښی د مسلمانانو مصلحت او خیرخواهي ده، لکه هغه مرتد چه د مرتد کیدو وروسته مسلمانانو ته ډیر سخت ضررناک وي، او دوﺉ ته ضررونه رسوي، او یا پر مسلمانانو د کافرانو لخوا جاسوس او مُخْبِر وي، او یا دا ویره تری کیده چه که ژوندې مرتد پاتی شي نو مسلمانانو ته تری د ضرر او فتنی ویره ده، نو بیا دي ووژني، تر څو چه یي له وژنی څخه مخکښی توبه ویستلی نه وي.

اللَّهُمَّ أَحْيِنَا مُسلِمِينَ وتَوَفَّنَا مُسْلِمِينَ، وَأَلْحِقْنَا بالصَّالِحينَ، وأَجِرْنَا مِنْ خِزْيِ الدُنْيَا وَعَذَابِ الآخِرَةِ، رَبَّنَا إنَّكَ رَؤُوفٌ رَحِيْمٌ.

«اي الله په ژوند کښی مو مسلمانان ولری، او که مرګ راته راولی نو په داسی حال کښی چه مونږ مسلمانان یو، او د نیکانو مسلمانانو سره مو یو ځاي کړی، او د ددنیا او آخرت له شرم او عذاب څخه مو وساتی، اي پروردګاره! بیشکه ته ډیر رحم کونکې او مهربان یي».

وَصَلَى اللهُ وَسَلَّمَ وَبَارَكَ وَأَنْعَمَ عَلَى خَيْرِ خَلْقِهِ مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ أَجْمَعِيْنَ، وَعَلَى مَنْ اهْتَدَى بِهَدْيِهِ وَاقْتَفَى أَثَرَهُ إِلَى يَوْمِ الدِّيْنِ.

ليکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : ابو زکريا اسماعيل افغاني

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email