آيا د درملو د مرګ او ضرر توان په ډاکتر دی ؟

تر هرڅه نه دمخه د ان لاين اسلامي لارښود محترم اودقد ر وړ مفتی صا حب او د ان لاين اسلامي لارښودټو لو کا رکوونکو ته اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.

محترما دامی څلورم ځل دی چه زه دا پوښتنه درته لیږم خومتا سفانه چه تراوسه هم حل شوی نه ده خونن دی ته مجبورشوم چه ستا سوشخصی ادرس ته پوښتنه ولیږم  چه پوښتنه می په دی ډول ده

یوبزګرپه بازارکی دزراعتی دوافروش څخه دځیری لپاره دمستکو اونوروبیکاره و شودوچید و دوا اخیستی وه اونوموړی ډاکترورته ویلی دی چه داد وا پرځیری وه پاشه مستک اونوربیکاره واشه وچوی اوځیری ته تا وان نه کوی ده چه کله پرځیری دوا وپا شل هغه یی ځیره وچه کړه اوس بزګروډا کترته وای چه داخوتا ویل چه ځیری ته تا وان نه کوی اوس زما دځیری تاوان راکه اوډاکتروای چه ته پرما حق نه لری نواوس ایا بزګرپرډاکتردتاوان حق لری اوکه نه؟

محترم مفتی صاحب چه هرڅومره ژرکیدای شی ددی مسلی حل راکړی چه دادواړه کسان ډیرپه جنجیال کی دی.

محمد صابر – ترينکوټ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې طبابت کوي او د طبابت تحصيل يې نه وي تر سره کړی ، يا په طبابت کې دومره کمه پوهه ولري چې د مرض تشخيص نشي کولای ، نو ددې کس په درملو که څوک مړه شول ، يا هر قسم ضرر ور ته ورسيد دا کس ضامين او مسئول دی ، ديت او د ضرر تاوان ورباندې لازميږي په دليل د دغه حديث شريف :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ” من تطبب ولم يعلم منه طب قبل ذلك فهو ضامن”. رواه ابن ماجه والحاكم في المستدرك وصححه، ووافقه الذهبي.

د طبابت په برخه کې په اسلامې فقه کې ډير مسائل بيان شوی دي خو هغه چې په دې مسئلې پورې اړه لري دا دي :

اول جهل : کوم کس چې د طبابت علم نه وي کړی ، يا يې څه علم حاصل کړي وي مګر د مرض په تشخيص او درملنه نه پوهيږي نو دا کس په اتفاق د فقهاؤ د هر ډول ضرر مسئول دی .

دوهم د طب د اصولو مخالفت :

کوم طبيب چې د علم طب د اصولو خلاف د چا درملنه وکړه ، يايې چا ته د طب د اصولو خلاف درمل ورکړل او هغه ته ضرر ورسيد په دې صورت کې هم په اتفاق د فقهاؤ نوموړی طبيب د ديت او يا ضرر ورکولو مسئول دی .

د نباتاتو او حيواناتو د درملو همدا حکم دی .

جاء فی الفقة الاسلامیة  :

۱- مخالفة أصول المهنة الطبية:

ذلك أن إقدام الطبيب على معالجة المرضى على غير الأصول في علم الطب يحيل عمله من عمل مشروع مندوب إليه إلى عمل محرم يعاقب عليه. وقد بين الفقهاء أن إتباع الأصول المعتبرة عند أهل الصنعة يعتبر واجباً على الطبيب وعلى هذا فهو مسؤول عن الأضرار الناتجة عن مخالفته لهذا الواجب.

۲-  الجهل:

كأن يكون المتطبب دعياً على صنعة الطب وإنما غر المريض وخدعه بإدعاء المعرفة أو أن تكون له معرفة بسيطة لكنها لا تؤهله لممارسة هذا الفن (كطالب الطب مثلاً)، أو أن تكون له معرفة في فن من فنون الطب ثم يتصدى لممارسة العمل في تخصص آخر. ويعتبر المتطبب في كل هذه الحالات مسؤولاً، إذ أجمع مسؤولاً، إذ أجمع الفقهاء على تضمين الطبيب الجاهل ما تسبب في إتلافه بجهله وتغريره للمريض (من تطبب ولم يعلم منه قبل ذلك طب فهو ضامن).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي