گرانه که دغیبت په باره معلومات راکرئ او مختصر تعریف وکری مهربانی به مو وی

ايوب خان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غيبت مفصل بيان

غيبت کول ډير بد عمل دی چې په دې کار سره د يو کس آبرو او عزت له مينځه ځي په ټولنه کې نفرت کينه او دوښمني مينځ ته راوړي ، الله تعالی مسلمانان د دغه ناوړه کار څخه منع کړي دي :

وَلَا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ (12) حجرات »

ژباړه : غيبت مه کوئ ځنې د تاسې د ځنې نورو ، آيا د تاسې نه څوک دا خوښوئ چې د خپل هغه مړه ورور غوښې وخوري ؟ نو (بې شکه ) چې له هغه نه به تاسې کرکه کوئ او له الله څخه ووېرېږئ بې شکه چې الله د توبې قبلونکی او بخښونکی دی .

په صحيح حديث کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت دی چې فرمايي :

لَمَّا عُرِجَ بي مَرَرْتُ بِقَومٍ لَهُمْ أظْفَارٌ مِنْ نُحَاسٍ يَخْمِشُونَ وُجُوهَهُمْ وَصُدُورَهُمْ؛ فَقُلْتُ: مَنْ هؤُلاءِ يَا جِبرِيلُ؟ قَالَ: هؤُلاءِ الَّذِينَ يَأكُلُونَ لُحُومَ النَّاسِ وَيَقَعُونَ في أعْرَاضِهِمْ  (احمد 3/224 او ابو داود 4878 )

(کله چې معراج ته لاړم د يوې داسې ډلې تر څنګ تير شوم چې د ميسو نوکان يې لرل په هغه سره يې خپل مخونه او سينې څيرولې . له جبرئيل څخه مې وپوښتل دا څوک دي ؟ و يې ويل : دا هغه کسان دي چې د خلکو غوښې به يې خوړلې او د خلکو عزت او آبرو به يې تويولې ).

بل حديث شريف کې راغلی دي : إِنَّ مِنْ أَرْبَى الرِّبَا الِاسْتِطَالَةَ فِي عِرْضِ الْمُسْلِمِ بِغَيْرِ حَقٍّ  (احمد 1/190 او ابو داود 4876 او ابن ابي شيبه 22005 )

(بدترين سود خواره هغه دي چې په نا حقه د مسلمان آبرو تويوي ).

او د مسلمان د آبرو او عزت ساتل د نجات سبب ګرځي .

عن ابی الدرداء رضی الله عنه عن النبی صلی الله عليه وسلم قال : من رد عن عرض اخيه رد الله عن وجهه النار يوم القامة (رواه الترمذي ) .

(د ابی درداء نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوک چې د خپل ورور د عزت او آبرو حمايت وکړي د (هغه غيبت رد کړي يا بل څه ) الله تعالی به هغه د قيامت په ورځ د دوزخ نه لرې وساتي ).

غيبت څه ته وايي :

غيبت دې وايي چې په غياب کې د يو کس داسې عيب بيان شي چې هغه يې بيانول بد ګڼي او نه يې خوښوي لکه په لاندې حديث شريف کې چې بيان شوی دی :

:[ أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟ ” قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: ” ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ “، قِيلَ: أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا أَقُولُ؟ قَالَ: ” إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ: فَقَدْ اغْتَبْتَهُ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ مَا تَقُولُ: فَقَدْ بَهَتَّهُ] مسلم 2589

آيا پوهيږئ غيبت څه شی دی ؟ ويې ويل : الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ښه پوهيږي ، و يې فرمايل : ستا د کوم ورور يادول داسې چې هغه يې بد ګڼي ، و يې ويل : کچيرې هغه غيب چې وايم يې زما په ورور کې موجود وي ؟ و يې فرمايل : کچيرې هغه څه چې وايي يې په هغه کې موجود وي غيبت دی او که نه وي بهتان دی .

د غيبت مباح صورتونه :

امام نووي رحمه الله په ریاض الصالحين د غيبت مباح صورتونه په لاندې ډول بيان کړی دي :

۱- د ظلم نه د خلاصي د پاره ، مسلمان ته دا جايز ده چې هغه پاچا ، قاضي يا بل مسئول کس ته د ظلم د خلاصون په مقصد ووايي د ظالم داستان بيان کړي او ووايي هغه په ما باندې فلانکی فلانکی ظلم کړی دی .

۲- د اصلاح د پاره يو با صلاحيته او با اختيار کس ته ويل چې فلانکی سړی داسې داسې خلاف شرعه کارونه کوي تاسې صاحب اقتدار ياست هغوی ددې کارونو نه منع کړی ، مقصد صرف اصلاح وي نه بل څه .

۳- فتوی طلب کول ، هغه ددې د پاره اسلامې مرجع ته ووايي چې مثلاً زما پلار، ورور ، خاوند يا فلانکی پر ما باندې ظلم کړی دی نو آيا د هغه د پاره داسې کول صحي دي او ددې د غاړې خلاصول د پاره څه طريقه اختيار کړم ، نو د حق د وصول د پاره داسې کول جايز دي ، لکن غوره طريقه دا ده چې د سړي د تعين څخه بغير سوال وشي .

۴- مسلمانان د شر او فساد نه ويرول يا هغوی ته نصيحت کول مقصود وي ، مثلاً د چا نه د نکاح د پاره مشوره غوښتل ، يا په تجارت کې د شرکت د پاره مشوره غوښتل او داسې نور .. نو چې د چا نه مشوره اخلي هغه باندې واجب ده چې هيڅ خبره پټه نه کړي چې څه ور ته معلوم وي هغه بغير له کمي او زياتي بيانوي . يا داسې چې کوم طالب علم له يو فاسق او بدعتي کس نه سبق وايي او ته د اصلاح په مقصد هغه ته پوره حال بيان کړي تر د هغه دين ته نقصان ونه رسيږي په دې حال بيانولو کې مقصد خيرخواهي وي حسد او کينه نه وي .

يا داسې چې کوم افسر او مسئول کس وي هغه بدکرداره ، فاسق ، يا د هغه دندې لائق نه وي نو په داسې صورت کې واحبه ده چې د هغې کمزرتياوي داسې مسئول کس ته چې هغه ازاله کولو يا اصلاح صلاحيت ولري بيان شي .

۵- کچيرې څوک ښکاره فاسق وي لکه رشوت خوړونکي ، شراب څښونکی د خلکو د مالونو خوړونکی ، درواغ ويونکی نو د داسې خلکو هغه بد کارونه چې ښکاره او علانيه دی بيانول جايز دي لکن د ظاهري غيبونو نه علاوه باطني بيان حرام دی .

۶- کچيرې يو سړی په معيوب لقب سره مشهور وي لکه شل ، ګډ ، ګونګ ، ړوند او نور نو په طور د تعارف ددې الفاظ ذکر جايز دی .

د تذليل يا اهانت په طور ددې الفاظو کارول حرام دي ، لکن که د تعارف د پاره کومه بله مناسبه طريقه وي نو دا به بهتره وي چې دا القاب استعمال نه کړي .

دا شپږ اسباب دي چې د امت علماء بيان کړی دي چې اکثره متفق عليه دي او د احاديثو نه ددې ثبوت شوی دی .

د مجهول او نا معلوم کس غيبت :

د مجهول او نامعلوم کس يا دا چې د خبرې کوونکي لخوا تعين نه شي غبت نه شميرل کيږي .

امام نووی رحمه الله د استدلال د پاره دا حديث شريف نقل کړی دی : قال رسول الله صلی الله عليه وسلم  : ما اظن فلاناً و فلاناً يعرفان من ديننا شيئاً (البخاري ) . يعنې رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : د فلانکي او فلانکي متعلق زما دا خيال دی چې هغوی زمونږ د دين نه هيڅ شی نه پيږني .

همدارنګه شيخ محمد صالح المنجد په موقع الاسلام سوال جواب کې ليکي :

الغيبة لا تكون إلا مع تعيين الشخص المتكلم عنه ، أو الإبهام مع معرفة السامعين بالمتكلم عنه ؛ لأن معرفتهم حينئذ تنزل منزلة التعيين ، وأما مجرد ذكر الفعل دون ذكر تعيين الشخص ، فهذا ليس بغيبة ، وقد ثبت أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يقول : ( ما بال أقوام قالوا كذا وكذا ) ، وغيره من الأحاديث التي فيها ذكر أفعال دون ذكر أصحابها تحذيراً من فعلها .
فعلى هذا إذا كان الشخص الذي تكلمت عنه غير معروف لدى السامعين ، بل هو مجهول لديهم ، فهذا ليس بغيبة

د کافر غيبت کول :

که د کافر غيبت د هغه په خلقت پورې اړه ولري ، مثلاً اوږده پزه ، لويه خوله او نور نو ددې ترک کول لازم دي ځکه دا په خلق الله باندې استهزاء ده او که غيبت د هغه د بدو اخلاقو يادولو وي لکه زنا ، شراب او فسق فجور نو بيا باک نه لري .

إن كان سؤالك عن غيبة الكافر بذكر عيوبه الخَلْقِية كطول أنفه أو كِبَرِ فمه ونحوه ، فاترك هذا لأنه استهزاء بخلقة الله ، وإن كانت الغيبة بذكر أخلاقه السيئة التي يجاهر بها كالزنى والفجور ، وشرب الخمور ، أو التحذير منه ، فلا بأس به ( الاسلام السوال جواب ) .

د غيبت کفاره :

له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل شوی دی چې : إن كفارة الغيبة أن تستغفر لمن اغتبته، تقول اللهم اغفر لنا وله .

څوک چې د بل کس غيبت وکړي کچيرې ووايي اللهم اغفر لنا وله (ای الله ! مونږ او هغه ته مغفرت وکړي ) دا به د هغه د غيبت کفاره وګر ځي .

فقه السنه ليکي : راجح مذهب دا دی چې د غيبت کفاره هغه ته د اسغفار دعا او د هغه د ښو خويونو بیانول دي ، لازمه نه ده چې د هغه څخه د بخښني خوښتنه وشي ( ځکه که هغه ته وويل چې ما ستا دغه غيبونه بيان کړل نو کيدای شي د هغه د سخت خفګان سبب شي ) .

دفاع عن سنت څانګه ( اسلامې لارښود ) : که څه د ( إن كفارة الغيبة أن تستغفر لمن اغتبته، تقول اللهم اغفر لنا وله )  حديث اسناد ضعيف دي خو په ډيرو  معتبرو اسلامې مراجعو کې ذکر شوی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email