د سجده تلاوت په اړه معلومات راکړئ

اسلام علیکم بعدسلام نه زماپوښتنه دسجده تلاوت په اړه ده دسجده تلاوت نیت څنګه تړل کیږی اوغوږوته ګوتی وړل کیږې اوکه نه په احترام

غلام رسول جلال دسپین بولدک نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تلاوت سجده :

د سجدی د آیت په اوريدلو او لوستلو دواړه سجده تلاوت واجبيږي .

په قرآنکريم کې ټول څوارلس مقامونه دي چې په اوريدلو او لوستلو يې د تلاوت سجده واجبيږي دغه مقامونه په قرآنکريم په نښه شوی دی .

د سجده تلاوت نيت :

یوازې په زړه کې د سجده تلاوت اراده او نيت کول کافي دي .

او په الفاظو سره نيت داسې دی : نويت ان اسجد لله تعالى , لسجدة تلاوة القرآن , آمنت باالرحمن , ورضيت باالاسلام ,متوجها الى جهة الكعبة الشريفة ( نيت کوم دا چې خاص د الله د پاره سجده کوم ، سجده د تلاوت ، ايمان لرم پر الرحمن خدای (جل جلا له ) او خوښ يم پر اسلام ، مخ د کعبې شريفې لورې ته کوم ) .

د سجده تلاوت وخت اوطريقه :

که په لمانځه کې د سجدې کوم آيت ولوستل شي نو فوراً به الله اکبر ووايې سجده به وکړی الله اکبر به ووايې قيام ته به لاړ شي په کوم ځای کې يې چه قرأيت پريښی وي له همغه ځای نه به يې شروع کړي .که امام وي نو ټول مقديان به ورسره يو ځای سجده کوي

او که د لمانځه نه بهر تلاوت کوي د سجدی آيت ولولی بهتره خو دا ده چې فوراً سجده تلاوت وکړي خو که له ختم څخه ورسته وشي هم صحی ده ،که په ناستی سره د تلاوت سجده وشی هم روا ده ، که پر يو ځل ټول ختم وشي بيا ټولي سجدې يو ځل وشي هم روا دي

طريقه يې داده : د لاسونو پورته کولو بغير به الله اکبر ووايي سجدې ته به لاړ شي دری ځله سبحان ربی الاعلی ويل ورسته الله اکبر ويل او پورته کيدل نه پکې قعده شته او نه د سلام ګرځول .

سجده تلاوت بدون له مکروهه وختونو نور هر وخت ادا کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً