داسې کس ته زکات ورکول جايز دي ؟

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته د اسلامي لارښود چلونکو ! پوختنه می داده چی زموږ دیو دوست واده ده خو دهغه اقتصاد ډیرضعیفه ده خو زموژ دوستان وايی چی یویوشی به ورته واخلو ایا که زه ورته څه پیسی ورکړم او هغه په زکات کی حساب کرم زما زکات کیژی ؟

افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دې کس ته په اسلامي شريعت فقير وايي .

فقراء : د دی نه مراد هغه څوک دی چه بالکل تش لاس نه وي خو داسې وي چه د بال بچ ضرورتونه ئی نه پوره

کيږي او نۀ ورسره دومره مال يا دولت  وي چه پخپله پری زکات فرض وي  .

داسې کس د زکات ورکول جايز دي ځکه د زکات د مصرف له ځايونو څخه يو هم فقير دی .

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً