په بيل کې زيات قيمت رسول څه حکم لري ؟

داسلامي لارښود محترمو او قدرمنو كاركونكو ته اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته هيله لرم سي زما لاندي سوال ته جواب راكي
داسي كسان زما دكان ته راځي او وايي چي ماته دا كار وكه خو اصلي قيمت مه راته ليکه په رسيد يا بيل كي زياتي وليكه ددي سه حكم دي مننه

غلام فاروق

عربي متحده إمارات شارجه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاسې اصلي قيمت ورته رسوئ ، په بيل کې زيات قيمت رسول جايز نه دي ځکه دغه خلک په غالب ګمان له کمپنی يا دفتر څخه غلا کوي هغوی ته دغه بيل د سند په توګه وړاندې کوي چې اصلي قيمت دا نه وي تر څو د ځان لپاره څه پيسی ووهي .

د اسلامي شريعت عامه قاعده دا ده چې مسلمان د ګناه په کار مرسته کول جايز نه دي

لقوله سبحانه وتعالی :وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ [المائده :2]

ژباړه : د ګناه او ظلم په کار کې يو له بله مرسته او مدد مه کوئ ، له الله ووېرېږئ ، يقيناً چې الله سخت عذاب ورکونکی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

www.dawat610.com

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً