د معنوي خور او ورور تر مينځ تيلفوني خبري كول

گرانه د اسلامي لارښود چلونکی  اسلام عليكم ورحمته الله وبركته زما سوال دا دي
كله چي يوه انجلي يو هلك ته ورور ووايي او هغه هلك ورته خور ووايي او بيا به موبايل كي يو د بل سره خبري كوي دغه كار د اسلام له نظره گناه لري او كه نه
ستاسي د جواب به هيله
وسلام

شازيه حسن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په اسلام کې د اسلامي اصولو موافق ورورولی او خورولی شته .

قال الله تعالى : ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) الحجرات /10

خو د اسلامي مقرراتو موافق ، مسلمان ته جايزه نه ده چې بې ضرورته د بيګانه ښځې سره خبرې ، ملګري ، ناسته او اختلاط وکړي او همدارنګه ښځې ته جايزه نه چې د غير محرم سړي سره بې ضرورته داسې وکړي ،ځکه دا امور ټول حرام او د زنا اسباب بلل کيږي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

 قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

قوله سبحانه وتعالی : ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب 59 ).

ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .

نو واضح شوه چې مسلمانې بی بی ته د الله جل جلا له  حکم دی چې له بيګانه خلکو ستر او پرده وکړي .

او نارينه ته د الله تعالی حکم دی چې د بيګانه ښځو له اختلاط ، هغوی ته نظر کول او نا مشروع ارتباطاتو ځان وساتي تر څو د حرامو امور څخه نجات و مومي .

الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً