صلوة الضحی (د څاښت لمونځ )

د چاښت د لمانځه وخت : کله چې لمر د يوې نېزې په اندازه راوخيږي او رڼا خپره شي د چاښت د لمانځه وخت شروع کيږي او د زوال نه مخکې پورې دوام کوي .

د رکعتونو شمير : د چاښت د لمانځه لږ دوه رکعته ، څلور رکعته او زيات يې اته رکعته ادا کيږي چې د دريو واړو ذکر په احاديث کې شوی دی (مسلم ۷۱۹،۷۲۰،۸۱/۲۲۶ ) چې دوه دوه رکعته به ادا کيږي .

د چاښت د لمانځه فضيلت :

په احاديثو کې د چاښت د لمانځه ډير فضيلت ذکر شوی دلته يوازې د مسلم شريف څخه دوه حديثونه نقلوم :

د ابی ذر رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : «يصبح على كل سلامى من أحدكم صدقة، فكل تسبيحة صدقة، وكل تحميدة صدقة، وكل تهليلة صدقة، وكل تكبيرة صدقة، وأمر بالمعروف صدقة، ونهي عن المنكر صدقة، ويجزئ من ذلك ركعتان يركعهما من الضحى» (المسلم ۷۲۰ ) .

ژباړه : د انسان په هر بند باندې صدقه لازمه ده ، هر سبحان الله ويل صدقه ده ، هر الحمدالله صدقه ده ، هر لااله الا الله ويل صدقه ده ، هر الله اکبر صدقه ده ، په نيکۍ باندې امر کول صدقه ده ، د بدو او ناوړو کارونو څخه منع کول صدقه ده ، او ددې ټولو پر ځای د چاښت د دوو رکعتونو لمونځ کول کفايت کوي .

«عن ابی هريرة رضی الله عنه قال : اوصاني خليلي صلی الله عليه وسلم بثلاث : بصيام ثلاثة ايام من کل شهر ، ورکعتي الضحی ، و ان اوتر قبل ان ارقد» ( المسلم ۷۲۱ ).

ابي هريرة رضی الله عنه وايي : ملګري مې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ما ته دری وصيتونه فرمايلي دي چې تر مرګ به يې ترک نه کړم : په هره مياشت کې دری ورځې روژه نيول ، د چاښت د لمانځه ادا کول او د خوب نه مخکې د وترو لمونځ ادا کول.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً