د منافقت د ډیری بدۍ له کبله الله تعالی د منافقانو سزا هم په دنیا او آخرت کښی تر ټولو بده سزا ټاکلی ده؛ ترڅو دغه سزا ددوﺉ د بدو اعمالو پوره جزا شي:

* دنیا کښی خو ددوﺉ سزا دا ده چه پر زړونو یي مهر ولګول شي، او ددین له پوهی او لارښوونی څخه بی برخی شي، او بیا ورپسی الله تعالی ددوﺉ په زړونو کښی داسی شکونه واچوي چه ددوﺉ له زړونو هیڅکله نه ووځي، نو دوﺉ تر ټولو خلکو ډیر حیران او شکیان وي؛ ځکه دوﺉ غوښتل چه الله تعالی او مؤمنان تیرباسي، نو ددوﺉ دغه تیرایستل پر دوﺉ راوګرزیدل، او د خپل بد عمل بده سزا ورته ورسیده.

 نو دوﺉ چه هرکله د اسلام او مسلمانانو پرخلاف کوم کار کوي او کومه پلمه ورته جوړوي، نو الله تعالی ورته پری ډیره بده او سخته سزا ورکوي، او دوﺉ په دي هم نه پوهیږي چه مونږ ته دا سزا زمونږ ددغه بد عمل په سبب ده، نو دوﺉ چه هرڅومره د کفر او منافقت عملونه کوي هغومره ددوﺉ سزا او عذاب څو چنده کیږي او پرله پسی کیږي.

الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿فَطُبِعَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمۡ فَهُمۡ لَا يَفۡقَهُونَ ٣﴾ [المنافقون: 3].

ترجمه: «)یعنی هرکله چه دوﺉ دروغ وايي، او په درواغو قسمونه او سوګندونه هم کوي؛ ځکه چه دوﺉ یو ځل د ایمان دعوا کړی وه، او مسلمانانو ته يي ځان مسلمان ښکاره کولو، او ددغه ایما له دعوا څخه وروسته يي د خپل منافقت په سبب بیا کافر شول( نو مهر ولګول شو ددوﺉ پر زړونو باندي، نو لدی کبله دوﺉ نه پوهیږي».

همدارنګه فرمايي:

﴿أُوْلَٰٓئِكَ ٱلَّذِينَ ٱشۡتَرَوُاْ ٱلضَّلَٰلَةَ بِٱلۡهُدَىٰ فَمَا رَبِحَت تِّجَٰرَتُهُمۡ وَمَا كَانُواْ مُهۡتَدِينَ ١٦ مَثَلُهُمۡ كَمَثَلِ ٱلَّذِي ٱسۡتَوۡقَدَ نَارٗا فَلَمَّآ أَضَآءَتۡ مَا حَوۡلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمۡ وَتَرَكَهُمۡ فِي ظُلُمَٰتٖ لَّا يُبۡصِرُونَ ١٧ صُمُّۢ بُكۡمٌ عُمۡيٞ فَهُمۡ لَا يَرۡجِعُونَ ١٨﴾ [البقرة: 16-18].  

ترجمه: «همدغه کسان اختیار کړی یي ده او غوره کړی یي ده ګمراهي په مقابل د هدایت کښی، نو ګټه ونکړه تجارت ددوﺉ، او نه دي دوﺉ سمه لار موندونکي، مثال ددوﺉ په شان د مثال د هغه چا دې چه بَل کړي اور، نو هرکله چه رڼا کړي دا اور ګرد چاپیر له ده نه، بوځي الله رڼا له دوﺉ څخه، او پریږدي دوﺉ په تیارو او تورتمونو کښی چه هیڅ نه ویني، کاڼه دي دوﺉ د حق له اوریدلو څخه، ګونګیان دي دوﺉ د حق له وینا څخه، ړانده دي دوﺉ د حق له لیدلو څخه، نو دوﺉ نه راګرزي حق ته».

همداراز فرمايي:

﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَهُوَ خَٰدِعُهُمۡ﴾ [النساء: 142].

ترجمه: «بیشکه منافقان تیرباسي الله تعالی لره)ددوﺉ په ګومان(، او حال دا چه الله به دوﺉ تیرباسي )په حقیقت کښی(».

دوﺉ لره د الله تعالی تیرایستل دوﺉ ته ددوﺉ د بدو اعمالو له جنسه دوﺉ ته سزا ورکولو لپاره دي، او دا دوﺉ ته ددوﺉ د بدو اعمالو او اقوالو او په الله تعالی باندی د بدګومانۍ سزا ده، همدارنګه ددوﺉ د هغه کردار او ګومان سزا ده چه دوﺉ پخپل ګومان الله تعالی ته اومسلمانانو ته تیر او دوکه ورکول وو، او د الله تعالی سره د مقابلی او د هغه له دین سره په ډول ډول پلمو او دوکو د جنګ کول وو.

نو دوﺉ په حقیقت کښی پخپلو دغه بدو اعمالو ځان تیرباسي، لکه چه الله تعالی فرمايي:

﴿يُخَٰدِعُونَ ٱللَّهَ وَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَمَا يَخۡدَعُونَ إِلَّآ أَنفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُونَ ٩﴾ [البقرة: 9].

ترجمه: «دوﺉ )پخپل ګومان( تیرباسي الله تعالی او مؤمنان، خو په حقیقت کښی دوﺉ نه تیرباسي مګر خپل ځانونه، او دوﺉ نه پوهیږي».

نو دوﺉ په دي نه پوهیږي چه دوﺉ په حقیقت کښی خپل ځان تیرباسي، بلکه ځان ته بی ځایه او باطلی آرزوګانی او امیدونه ورکوي، او د هغی په امید ځغلي، تردی چه دوﺉ تیروځي او په فتنه کښی پریوځي، او خپل ګناهونه، کفر، فسق او ګمراهي زیاتوي، او دا ګومان هم کوي چه ګنی دوﺉ ښه کار کوي.

نو دوﺉ په دي ټولو کښی له خپل ځان پرته بل هیچا ته ضرر نه دې رسولې، نه یي الله تعالی ته کوم ضرر رسولې دې، او نه يي د الله رسول صلی الله عليه وسلم   ته کوم ضرر رسولې دې، او نه یي د الله تعالی ددین پیروانو مؤمنانو ته کوم ضرر رسولې دې.

* ددُنیایي سزاګانو څخه یو دا هم ده چه دوﺉ پخپلو مالونو او اولادونو باندی عذابوي، تردی چه ساګانی یي وخیژي، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَلَا تُعۡجِبۡكَ أَمۡوَٰلُهُمۡ وَأَوۡلَٰدُهُمۡۚ إِنَّمَا يُرِيدُ ٱللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي ٱلدُّنۡيَا وَتَزۡهَقَ أَنفُسُهُمۡ وَهُمۡ كَٰفِرُونَ ٨٥﴾ [التوبة: 85].

ترجمه: «په تعجب کښی دی نه اچوي تا لره ددوﺉ)منافقانو( مالونه او اولادونه؛ ځکه په تحقیق الله تعالی غواړي چه دوﺉ ته په دغه مالونو او اولادونو باندي په دُنیا او آخرت کښی عذاب ورکړي، او ددوﺉ ساګانی پداسی حال کښی وخیژي چه دوﺉ کافران وي».

* او ددوﺉ له دُنیوي سزاګانو څخه دا هم دي چه د خلکو په زړونو کښی ددوﺉ بغض او کینه واچوي، نو هرڅومره چه دوﺉ خلکو ته ځان محبوبوي خلک ورسره د محبت او مینی پرځاي بغض او کینه کوي؛ ځکه دوﺉ د الله تعالی د رضامندۍ په بدل کښی د خلکو خوشحالول بهتر ګڼلي وي، او د آخرت په مقابل کښی یي دنیوي ژوند غوره کړې وي، او په هغه څه پسی ډیر ورپسی وي چه الله تعالی په غوصه او قهر کوي، او د الله تعالی رضامندي بده ګڼي، د الله تعالی له ښوولی لارښوونی څخه مخ اړوي، نو لدي کبله يي خپل ځان بیلابیلو ویرو ګمراهیو او بدبختیو ته وړاندی کړ، کوم چه الله تعالی د هغه چا لپاره لیکلی دې چه د الله تعالی له لارښوونی څخه سرغړونه کوي، الله جلَّ جلاله له دوﺉ څخه د ځینو ډلو په هکله فرمايي:

﴿لَا يَزَالُ بُنۡيَٰنُهُمُ ٱلَّذِي بَنَوۡاْ رِيبَةٗ فِي قُلُوبِهِمۡ إِلَّآ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمۡۗ وَٱللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ١١٠﴾ [التوبة: 110].

ترجمه: «تل به وي ددوﺉ هغه جوړه کړی آبادي چه دوﺉ جوړه کړی وه )یعنی مسجد ضرار( سبب د شک په زړونو ددوﺉ کښی، مګر که ټوټه ټوټه شي زړونه ددوﺉ، او زاره یي ترَک وچوي، او الله تعالی خبردار د حکمت خاوند دې».

ځینی مفسرین وايي چه ﴿إِلَّآ أَن تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمۡ﴾ دا استثناء تهکمي ده، چه الله تعالی ددوﺉ د ټوقو مسخرو په مقابل کښی په دوﺉ پوری ټوکی مسخری کوي، ترڅو دوﺉ ته ددوﺉ د بدو پلمو او مؤمنانو پسی د ټوقو مسخرو پوره سزا ورکړ شي.

دوﺉ به د مؤمنانو په خلاف داسی پلمی جوړولی چه هغوﺉ ته په خپل دین کښی شبهی واچوي، او د الله تعالی له سمی لاری څخه یي ګمراه کړي، نو ددوﺉ سزا هم دا شوه چه په زړونو کښی يي ورته داسی شک واچولو چه تل ترتله ددوي له زړونو څخه نه جلا کیږي، تر دي چه د الله تعالی مخی ته لاړ شي.

* ددی ترڅنګ دوﺉ ته ددوﺉ د ځینو بدو اعمالو په بدل کښی ځینی ځانګړی سزاوی هم رسیږي؛ ځکه الله تعالی ځینو ګناهونو ته ځینی خاصی سزاوی ټاکلی دي؛ ددي لپاره چه هر سرکښه ته د هغه د ګناه په شان او د هغی مطابق سزا ورسیږي.

لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿ٱلَّذِينَ يَلۡمِزُونَ ٱلۡمُطَّوِّعِينَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ فِي ٱلصَّدَقَٰتِ وَٱلَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهۡدَهُمۡ فَيَسۡخَرُونَ مِنۡهُمۡ سَخِرَ ٱللَّهُ مِنۡهُمۡ وَلَهُمۡ عَذَابٌ أَلِيمٌ ٧٩﴾ [التوبة: 79].

ترجمه: «هغه منافقان چه عیب او طعنی لګوي په خیرات کونکو مؤمنانو باندی د هغوﺉ د خیراتونو په وخت کښی ، او په هغه کسانو پوری چه نه مومي د خیرات لپاره مګر د خپل کوشش مطابق)د هغی د کموالي په سبب(، نو په هغوﺉ پوری مسخری کوي، الله تعالی به ددی مسخرو په مقابل کښی په دوﺉ پوری مسخری وکړي، او ددوﺉ لپاره دردناک عذاب دې».

نو ددوﺉ په مؤمنانو پوری د مسخرو سزا ورته الله په دي ورکوي چه الله تعالی ورپوری مسخری کوي، ترڅو ورته د خپل بد عمل پوره پوره سزا ورسیږي.

*منافقان أكثر په هغه ګناهونو کښی واقع کیږي چه د هغی سزا د همغه عمل له جنسه وي، او دغه سزا له آخرت نه مخکی په دنیا کښی وي، لکه چه په متعددو حدیثو شریفو کښی راځي: څوک چه د یو مسلمان په بدنامۍ او رسوايي پسی ګرځي الله تعالی به یي بدنام او رسوا کړي، او څوک چه یو مسلمان ته ضرر رسوي الله تعالی به د هغی په سزا کښی ورته ضرر ورسوي، او چا چه د یو مسلمان سره  مخالفت او دښمنی وکړه، الله به ورته همدغه شان سزا ورکړي، او چا چه یو مسلمان ذلیل او کمزورې کړ، الله تعالی به یي ذلیل او کمزورې کړي، او چا چه د مسلمانانو سره سختي وکړه، نو په بدل کښی به الله تعالی پر ده باندي سختي راولي.

او منافقان تل د بدو پلمو خاوندان دي، الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا يَحِيقُ ٱلۡمَكۡرُ ٱلسَّيِّئُ إِلَّا بِأَهۡلِهِۦ﴾ [فاطر: 43].

ترجمه: «او نه چاپیریږي بده پلمه مګر په خپل خاوند باندي، یعنی په هغه چا چه دغه بده پلمه یي جوړه کړی ده».

نو دا چه مخکښی تیر شو، د هغه عذابونو ډولونه دي چه منافقانو ته په دنیا کښی رسیږي.

* او هر چه د برزخي ژوند حال دې، نو کله چه دوﺉ ددُنیا له دي ژوند څخه کوچ وکړي، او په قبرونو کښی کیښوول شي، نو دوﺉ به په یو لوﺉ عذاب کښی وي، او هم به په دایمی بدبختۍ او افسوسونو کښی وي، چه نه ختمیږي.

د أنس بن مالک رضی الله عنه  په حدیث شریف کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي:

«إِنَّ الْعَبْدَ إِذَا وُضِعَ فِي قَبْرِهِ وَتَوَلَّى عَنْهُ أَصْحَابُهُ وَإِنَّهُ لَيَسْمَعُ قَرْعَ نِعَالِهِمْ أَتَاهُ مَلَكَانِ فَيُقْعِدَانِهِ فَيَقُولاَنِ مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي الرَّجُلِ لِمُحَمَّدٍصلی الله عليه وسلم   فَأَمَّا الْمُؤْمِنُ فَيَقُولُ أَشْهَدُ أَنَّهُ عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ فَيُقَالُ لَهُ انْظُرْ إِلَى مَقْعَدِكَ مِنَ النَّارِ قَدْ أَبْدَلَكَ اللَّهُ بِهِ مَقْعَدًا مِنَ الْجَنَّةِ فَيَرَاهُمَا جَمِيعًا قَالَ قَتَادَةُ: وَذُكِرَ لَنَا أَنَّهُ يُفْسَحُ فِي قَبْرِهِ ثُمَّ رَجَعَ إِلَى حَدِيثِ أَنَسٍ قَالَ: وَأَمَّا الْمُنَافِقُ وَالْكَافِرُ فَيُقَالُ لَهُ مَا كُنْتَ تَقُولُ فِي هَذَا الرَّجُلِ فَيَقُولُ لاَ أَدْرِي كُنْتُ أَقُولُ مَا يَقُولُ النَّاسُ فَيُقَالُ لاَ دَرَيْتَ، وَلاَ تَلَيْتَ وَيُضْرَبُ بِمَطَارِقَ مِنْ حَدِيدٍ ضَرْبَةً فَيَصِيحُ صَيْحَةً يَسْمَعُهَا مَنْ يَلِيهِ غَيْرَ الثَّقَلَيْنِ» [متفق علیه].

ترجمه: «بیشکه یو مړ بنده چه په خپل قبر کښی کی کیښودل شي، او ملګري )یعنی هغه خښوونکي خلک( ورڅخه لاړ شي، نو دې به لا ددوﺉ د پیزار کړپا او اواز اوري چه دوه ملائكی به ورته راشي، نو هغوﺉ به يي)په قبر کښی( کښینوي، او ورته به ووايي: ته د هغه سړي په هکله څه وايي چه په تاسو کښی لیږل شوې وو، )یعنی محمدصلی الله عليه وسلم  (».

نو څوک چه مؤمن وي هغه به ورته ووایي: »أشهد أنه عبد الله ورسوله«، یعنی زه ګواهي کوم چه هغه د الله تعالی بنده او استاذې دې.

نو ده ته به وویل شي: په اور کښی دی خپل ځاي ته وګوره! چه دغه ستا ځاي وو، که مؤمن نه واي، خو چه ایمان دی راوړې دې، نو تا ته الله تعالی د هغی په بدل کښی دغه بل ځاي په جنت کښی درکړې دې، نو هغه به دغه دواړه ځایونه ویني.

او څوک چه منافق او کافر وي، نو هغه ته به وویل شي: تا به په دنیا کښی ددغه سړي په هکله څه ویل؟، نو هغه به ورته ووايي: زه خو نه پوهیږم، ما هم هغه څه ویل چه نورو خلکو ویل.

نو د ملایکو لخوا به ورته وویل شي: نه دی پوهه شی او نه دی ولولی، او بیا به د اوسپنی په پلْک)ګرز( باندی داسی ووهل شي چه د هغی څخه به یوه داسی چیغه ووهي چه له پیریانو او انسانانو پرته به يي دغلته هر شې اوري.

* او ددی ترڅنګ به ورته ځینی خاص عذابونه هم رسیږي چه د ځینو ګناهونو پوری خاص وي، لکه چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه په سننو کښی ثابت دي چه هغه څوک چه قرآنکریم لولي او بیايي بیرته پریږدي، او د فرضي لمانځه څخه ویده کیږي، نو هغه به په قبر کښی عذابیږي، همداشان زناکاران، سودخوران، غیبت کونکي، چغلخور، او دروغجن، د زکات منع کونکي، او هغه څوک چه د روژه ماتي له وخته مخکی روژه ماتوي، ددي ټولو په اړه په صحیح احادیثو کښی راغلي دي چه دوﺉ به په قبرونو کښی عذابیږي، او د منافقانو په دغه بدو اعمالو او د هغی په عذابونو کښی ښه لویه او پوره برخه ده.

* دآخرت عذابونه: په صحیحو احادیثو کښی راغلي دي چه کله د قیامت ورځ شي، او الله تعالی دا ټول خلک په یو میدان کښی د فیصلی او حساب او کتاب لپاره راټول کړي، بیا به خاص کافران ددوزخ اور ته وغورزول شي، او مؤمنان او منافقان او د اهل کتابو څخه ځینی پاتی شوني خلک به په میدان کښی پاتی شي، او هلته به د الله تعالی پنډۍ ښکاره کړل شي، او دغلته به هیڅ داسی څوک پاتی نشي چه په دُنیا کښی به یي پخپله خوښه د الله تعالی د رضا لپاره سجده کوله، مګر خو هغه ته به اجازه وشي چه دغلته سجده وکړي، او هغه چا چه د ریا، ځان ښودنی او نفاق لپاره سجده کوله د هغه ملا)شا( به یوه تخته شي، هرڅومره چه غواړي سجده وکړي، نو په څټ به راپریوځي.

او د حساب په وخت کښی به منافق راوستل شي، الله تعالی به ورته پر ده باندی خپل کړي نعمتونه وروښاي، نو منافق به ووایي: اي پروردګاره! ما خو پر تا ایمان راوړې وو، ستا پر کتاب او پیغمبرانو می ایمان راوړې وو، لمونځونه می کول، روژی می نیولی، خیراتونه می کول، او د خپل توانه پوری به د ځان صفتونه وکړي، نو ورته به وویل شي: اوس به نو پر تا باندی یو ګواهي کونکې راولو.

نو منافق به سوچ کوي چه پر ما باندی به دا ګواه لا څوک وي؟ نو پر خوله به یي مهر ولګول شي، او دده ورانه غوښی او هډوکو ته به وویل شي: خبری وکړﺉ، نو ورون، غوښه او هډوکي به دده پر اعمالو پر ګواهۍ او شاهدۍ ګویان شی، دا هم ددي لپاره چه دده د خپلو اندامونو پر ګواهۍ دده عذر معذرت ختم شي، او د عذر کولو یا انکار کولو نور فرصت ورته په لاس ورنشي.

نو پیغمبرصلی الله عليه وسلم   دداسی شخص په هکله فرمایي: «وذَلِكَ المُنافِقُ، وذلك الذي يَسْخَطُ اللهُ عليه» [رواه مسلم].

ترجمه: «یعنی همداسی شخص منافق وي، او همدا هغه څوک دې چه الله تعالی ورته په قهر او غُصه دې».

بیا کله چه د دوزخ د پاسه د »صراط« پُل وتړل شي، او پر هغی باندی د تیریدلو حکم وشي، او د قیامت له میدانه هر چا ته د هغه دعمل برابر رڼا ورکړل شي، نو د نورو مسلمانانو په شان به منافقانو ته هم رڼا ورکړل شي تر څو پری په عذاب کړل شي، تردی چه کله دوﺉ د »صراط« پُل ته ورسیږي، نو د منافقانو رڼا به مړه شي، او د مسلمانانو رڼا به نوره هم پوره او زیاته شي.

الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۖ يُحۡيِۦ وَيُمِيتُۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيۡءٖ قَدِيرٌ ٢ هُوَ ٱلۡأَوَّلُ وَٱلۡأٓخِرُ وَٱلظَّٰهِرُ وَٱلۡبَاطِنُۖ وَهُوَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٌ ٣ هُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ يَعۡلَمُ مَا يَلِجُ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَمَا يَخۡرُجُ مِنۡهَا وَمَا يَنزِلُ مِنَ ٱلسَّمَآءِ وَمَا يَعۡرُجُ فِيهَاۖ وَهُوَ مَعَكُمۡ أَيۡنَ مَا كُنتُمۡۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ ٤ لَّهُۥ مُلۡكُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ وَإِلَى ٱللَّهِ تُرۡجَعُ ٱلۡأُمُورُ ٥ يُولِجُ ٱلَّيۡلَ فِي ٱلنَّهَارِ وَيُولِجُ ٱلنَّهَارَ فِي ٱلَّيۡلِۚ وَهُوَ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ٦ ءَامِنُواْ بِٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ وَأَنفِقُواْ مِمَّا جَعَلَكُم مُّسۡتَخۡلَفِينَ فِيهِۖ فَٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنكُمۡ وَأَنفَقُواْ لَهُمۡ أَجۡرٞ كَبِيرٞ ٧ وَمَا لَكُمۡ لَا تُؤۡمِنُونَ بِٱللَّهِ وَٱلرَّسُولُ يَدۡعُوكُمۡ لِتُؤۡمِنُواْ بِرَبِّكُمۡ وَقَدۡ أَخَذَ مِيثَٰقَكُمۡ إِن كُنتُم مُّؤۡمِنِينَ ٨ هُوَ ٱلَّذِي يُنَزِّلُ عَلَىٰ عَبۡدِهِۦٓ ءَايَٰتِۢ بَيِّنَٰتٖ لِّيُخۡرِجَكُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ بِكُمۡ لَرَءُوفٞ رَّحِيمٞ ٩ وَمَا لَكُمۡ أَلَّا تُنفِقُواْ فِي سَبِيلِ ٱللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَٰثُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ لَا يَسۡتَوِي مِنكُم مَّنۡ أَنفَقَ مِن قَبۡلِ ٱلۡفَتۡحِ وَقَٰتَلَۚ أُوْلَٰٓئِكَ أَعۡظَمُ دَرَجَةٗ مِّنَ ٱلَّذِينَ أَنفَقُواْ مِنۢ بَعۡدُ وَقَٰتَلُواْۚ وَكُلّٗا وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡحُسۡنَىٰۚ وَٱللَّهُ بِمَا تَعۡمَلُونَ خَبِيرٞ ١٠ مَّن ذَا ٱلَّذِي يُقۡرِضُ ٱللَّهَ قَرۡضًا حَسَنٗا فَيُضَٰعِفَهُۥ لَهُۥ وَلَهُۥٓ أَجۡرٞ كَرِيمٞ ١١ يَوۡمَ تَرَى ٱلۡمُؤۡمِنِينَ وَٱلۡمُؤۡمِنَٰتِ يَسۡعَىٰ نُورُهُم بَيۡنَ أَيۡدِيهِمۡ وَبِأَيۡمَٰنِهِمۖ بُشۡرَىٰكُمُ ٱلۡيَوۡمَ جَنَّٰتٞ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ ١٢ يَوۡمَ يَقُولُ ٱلۡمُنَٰفِقُونَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتُ لِلَّذِينَ ءَامَنُواْ ٱنظُرُونَا نَقۡتَبِسۡ مِن نُّورِكُمۡ قِيلَ ٱرۡجِعُواْ وَرَآءَكُمۡ فَٱلۡتَمِسُواْ نُورٗاۖ فَضُرِبَ بَيۡنَهُم بِسُورٖ لَّهُۥ بَابُۢ بَاطِنُهُۥ فِيهِ ٱلرَّحۡمَةُ وَظَٰهِرُهُۥ مِن قِبَلِهِ ٱلۡعَذَابُ ١٣ يُنَادُونَهُمۡ أَلَمۡ نَكُن مَّعَكُمۡۖ قَالُواْ بَلَىٰ وَلَٰكِنَّكُمۡ فَتَنتُمۡ أَنفُسَكُمۡ وَتَرَبَّصۡتُمۡ وَٱرۡتَبۡتُمۡ وَغَرَّتۡكُمُ ٱلۡأَمَانِيُّ حَتَّىٰ جَآءَ أَمۡرُ ٱللَّهِ وَغَرَّكُم بِٱللَّهِ ٱلۡغَرُورُ ١٤ فَٱلۡيَوۡمَ لَا يُؤۡخَذُ مِنكُمۡ فِدۡيَةٞ وَلَا مِنَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْۚ مَأۡوَىٰكُمُ ٱلنَّارُۖ هِيَ مَوۡلَىٰكُمۡۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ ١٥﴾ [الحدید: 2-15].

ترجمه: «یاده کړه هغه ورځ چه وینی به ته مؤمنان سړي او مؤمنانی ښځی چه منډی به وهي رڼا ددوﺉ، مخی ته، او ښي طرف ته، او ورته به ویل کیږي: زیرې دې تاسو ته نن ورځی د داسی جنتونو چه د هغی د ماڼیو لاندی به ویالی بهیږي، او تاسو به په دغه جنتونو کښی همیشه او تل ترتله یاست ، او همدا لویه کامیابي ده. او هغه ورځ چه منافقان سړي منافقانی ښځی به مؤمنانو ته ووايي: مونږ ته لږ راوګورﺉ او مونږ ته انتظار وکړﺉ چه مونږ هم ستاسو له رڼا ځینی استفاده وکړو، نو ورته به وویل شي: بیرته شاته وګرزﺉ)دنیا ته یا میدان حشر ته او (هلته ځانته خپله رڼا ولټوۍ، نو دلته به ووهل شي او جوړ به شي ددوﺉ تر منځ یو دیوال، چه دننه به پکښی رحمت وي د مؤمنانو طرف ته، او بهر به تری عذاب وي، منافقان به مؤمنانو ته اوازونه کوي: آیا مونږ له تاسو سره په دنیا کښی نه وو؟ )څرنګه راڅخه جلا شوﺉ(؟ مؤمنان به ورته ووايي: هو، تاسو په ښکاره له مونږ سره وﺉ، خو لکن تاسو په فتنه کښی اچولي وو خپل ځانونه)چه ایمان مو د نفاق ایمان وو(، او تاسو به د مؤمنانو د حال انتظار کولو چه دوﺉ کامیاب کیږي، او که پری خواري او ذلّت راځي، او له خپله ایمانه په شک کښی ویاست، او خپلو تشو امیدونو تیرایستلۍ، تر دي چه د الله حکم تاسو ته راغې)مرګ(، او په حقیقت کښی تاسو تیرایستلي یاست تیر ایستونکي شیطان، نو نن ورځ به له تاسو څه فدیه او مالي عوض نه اخستل کیږي، او نه به له نورو خالصو کافرو څخه دغه فدیه ومنل شي، ځاي د ورتللو ستاسو د ټولو اور دې، همدغه تاسو سره مناسب وړ او لایق دې، خو ډیر بد ځاي دورتللو ستاسو دې».

او هر چه ددوﺉ لپاره په دوزخ کښی کوم عذاب ټاکل شوې دې نو هغه خو یو سپکونکې دردناک او دائمي عذاب دې، الله تعالی ورته په دوزخ کښی هغه تر ټولو لاندینۍ طبقه ټاکلی ده، نو دوﺉ په دوزخیانو کښی تر ټولو سخت عذاب والا دي.

 الله سبحانه وتعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِي ٱلدَّرۡكِ ٱلۡأَسۡفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمۡ نَصِيرًا ١٤٥﴾ [النساء: 145].

ترجمه: «بیشکه منافقان به په آخري لاندینۍ برخه د اور کښی وي، او هیڅکله به دوﺉ ته څوک کومکي او مرستندویه پیدا نکړی».

همداراز په بل ځاي کښی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ جَامِعُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡكَٰفِرِينَ فِي جَهَنَّمَ جَمِيعًا ١٤٠﴾ [النساء: 140].

«بیشکه الله تعالی منافقان او کافران په دوزخ کښی ټول سره راټولوي»،
او همدا رنګه فرمايي:

﴿وَعَدَ ٱللَّهُ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتِ وَٱلۡكُفَّارَ نَارَ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَاۚ هِيَ حَسۡبُهُمۡۚ وَلَعَنَهُمُ ٱللَّهُۖ وَلَهُمۡ عَذَابٞ مُّقِيمٞ ٦٨﴾ [التوبة: 68].

ترجمه: «د منافقانو سړو منافقانو ښځو او خالصو کافرو سره  الله تعالی وعده کړی ده چه دوﺉ به ددوزخ اور ته ننباسي، او همیشه به وي دوي په دغه اور کښی، او همدا اور یي بس او کافي دې، او الله تعالی لعنت کړې دې پر دوﺉ، او ددوﺉ لپاره عذاب دې تل ترتله همیشه قائم دائم».

ليکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : ابو زکريا اسماعيل الأفغاني

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email