لسم درس: له منافقت څخه کرکه او بيزاري

له نفاق او منافقت څخه د بچ کیدلو، سلامتیا او بیزارۍ لار دا ده چه بنده د الله تعالی د ښوولې شوی لار پیروي وکړي، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﴿وَلَوۡ أَنَّا كَتَبۡنَا عَلَيۡهِمۡ أَنِ ٱقۡتُلُوٓاْ أَنفُسَكُمۡ أَوِ ٱخۡرُجُواْ مِن دِيَٰرِكُم مَّا فَعَلُوهُ إِلَّا قَلِيلٞ مِّنۡهُمۡۖ وَلَوۡ أَنَّهُمۡ فَعَلُواْ مَا يُوعَظُونَ بِهِۦ لَكَانَ خَيۡرٗا لَّهُمۡ وَأَشَدَّ تَثۡبِيتٗا ٦٦ وَإِذٗا لَّأٓتَيۡنَٰهُم مِّن لَّدُنَّآ أَجۡرًا عَظِيمٗا ٦٧ وَلَهَدَيۡنَٰهُمۡ صِرَٰطٗا مُّسۡتَقِيمٗا ٦٨ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَٱلرَّسُولَ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَعَ ٱلَّذِينَ أَنۡعَمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِم مِّنَ ٱلنَّبِيِّ‍ۧنَ وَٱلصِّدِّيقِينَ وَٱلشُّهَدَآءِ وَٱلصَّٰلِحِينَۚ وَحَسُنَ أُوْلَٰٓئِكَ رَفِيقٗا ٦٩ ذَٰلِكَ ٱلۡفَضۡلُ مِنَ ٱللَّهِۚ وَكَفَىٰ بِٱللَّهِ عَلِيمٗا ٧٠﴾ [النساء: 66-70].

ترجمه: «که دوﺉ هغه کار کړې واي چه دوﺉ ته ورباندي) د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم   لخوا( نصیحت او وعظ کولې شي، نو ددوﺉ لپاره به ډیر بهتر وو، او هم به ډیر محکم وو له جهته د کلکوالي د ایمان، نو پدغه وخت کښی به ورکړې وو مونږ دوﺉ ته ډیر لوﺉ اجر او ثواب، او خامخا به مو دوﺉ ته ورښوولی وه سمه لار، او هغه څوک چه غاړه کیږدي الله تعالی او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم   ته، نو همدوﺉ به له هغه چا سره ملګري وي چه الله تعالی پری نعمت کړې دې، له انبیاؤ صدیقینو شهیدانو او نورو نیکانو بندګانو څخه، او ډیر ښایسته دي دوﺉ په ملګرتوب کښی، او همدا کار د الله تعالی لخوا مهرباني ده، او کافي بس دې الله تعالی عالم خبردار».

نو پدي آیاتونو سره څرګنده شوه چه د منافقانو ددي لوي تاوان سبب دا وو چه هغوﺉ د الله تعالی له هدایت او ښوونی څخه سرغړونه کړی وه، او دوﺉ د الله تعالی رضامندي فضل مهرباني دغه لوﺉ ثواب او اجر او د انبیاؤ صدیقینو شهیدانو او نیکانو بندګانو ملګرتوب يي وبایللو، او ددغه بدترینو اعمالو مرتکب شول، لکه د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم   دروغجن ګڼل، په الله تعالی باندی بدګوماني کول، هغه کارونو پسی ورپسی کیدل چه الله تعالی په غصه او قهر کوي، هغه څه چه الله تعالی یي خوښوي د هغی بد ګڼل، او په قول او فعل سره د الله تعالی ددین سره مقابله او جګړه کول، د کافرانو(که اهل کتاب وي او که مشرکان له هغوﺉ) سره دوستي کول، او د مسلمانانو په ضد د کفارو مرسته او کومک کول، او مسلمانانو ته ضرر رسَوَل، نو ددوﺉ ددی لوﺉ جرم په سبب د ډیر سخت عذاب وړ او لایق شول.

الله تعالی فرمایي: ﴿وَيُعَذِّبَ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ وَٱلۡمُنَٰفِقَٰتِ وَٱلۡمُشۡرِكِينَ وَٱلۡمُشۡرِكَٰتِ ٱلظَّآنِّينَ بِٱللَّهِ ظَنَّ ٱلسَّوۡءِۚ عَلَيۡهِمۡ دَآئِرَةُ ٱلسَّوۡءِۖ وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ وَلَعَنَهُمۡ وَأَعَدَّ لَهُمۡ جَهَنَّمَۖ وَسَآءَتۡ مَصِيرٗا ٦﴾ [الفتح: 6].

ترجمه: «او چه عذاب ورکړي منافقانو سړو او منافقانو ښځو ته، او مشرکانو سړو او مشرکاتو ښځو ته، هغه منافقان چه ګومان یي کړې دې په الله تعالی باندی بد ګومان، پر دوﺉ دي وي بدی پیښی، او غضب او غوصه او قهر کړې دې پردوﺉ باندی الله تعالی، او لعنتیان کړي یي دي، او تیار کړې يي دې دوﺉ ته دوزخ، او ډیر بد ځاي د ورتللو دې دا دزوخ».

همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمُ ٱتَّبَعُواْ مَآ أَسۡخَطَ ٱللَّهَ وَكَرِهُواْ رِضۡوَٰنَهُۥ فَأَحۡبَطَ أَعۡمَٰلَهُمۡ ٢٨﴾ [محمد: 28].  

ترجمه: «دا(وهل د ملایکو ددوﺉ مخونه او شاګانی) پدی سبب دي چه دوﺉ د هغه څه پیروي کوله چه الله تعالی یي په قهر او غضب کولو، او دوﺉ بد ګڼلو د الله تعالی رضامندي، نو الله تعالی ددوﺉ نیک عملونه برباد او ابته کړل».

او ددوﺉ د ظاهر او ښکاره له باطن او زړونو څخه مخالفت ددي سبب شو چه د قبیحو او بدو اعمالو مرتکب شول، لکه دروغ، غداري، خیانت، ښکنځل او د وعدی خلاف کول، او دا داسی عادات دي چه دا منافقان ورباندي پیژندل کیږي.

د منافقانو عملونه په دوه ډوله دي:

لومړې ډول اعمال: هغه کفري اعمال چه څوک يي مرتکب شي نو هغه کافر شو، او د اسلام د مقدس دین له كړﺉ څخه بهر ووتلو، اګر که هغه لمونځ کوي، روژه نیسي، او داسی ګومان هم کوي او دعوا کوي چه دې ګنی مسلمان دی.

دنفاق دغه اعمال لکه: د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم   دروغجن ګڼل، الله تعالی او د هغه آیاتونو او د هغه رسول صلی الله عليه وسلم   سره بغض او کینه کول، ورپوری مسخری کول، او دمسلمانانو په خلاف د کفارو سره دوستي او د هغوﺉ مرسته او کومک کول.

نو دغه اعمال او داسی نور د اسلام سره ضد اعمال دي، نو څوک چه یي مرتکب شي، هغه مؤمن پاتی کیدې نشي، بلکه هغه کافر دې د اسلام د مقدس دین څخه وتلې دی، که سره له دی هم هغه د اسلام دعوا کوي نو دې په نفاق اکبر سره منافق دې.

د نفاق دی ډول ته ځینی علماء نفاق اعتقادي هم وايي؛ ځکه دلته کفر دده په زړه کښی ننوتې دې، ګنی له مؤمن زړه څخه داسی کفري اعمال او اقوال نه صادریږي، خو د هغوﺉ مقصد دلته دا نه دی چه نفاق اکبر یواځی په اعتقادي امورو کښی کیدې شي، او په نورو کښی نشي کیدې، او اعتقادي نفاق ددوﺉ په نیز په اعتقادي امورو پوری خاص او منحصر نه دې.

دوهم ډول اعمال: هغه بد عادات او اعمال دي چه هغه اګر که بنده پخپله کفر ته نه ووباسي، خو دغسی اعمال او عادتونه پرته له خالص منافق څخه په بل چا کښی نه راټولیږي، نو مؤمن باید له دغسی اعمالو او عاداتو څخه ځان وساتي، ترڅو په ده کښی د نفاق له عاداتو څخه کوم عادت رانشي.

او دغه اعمال او عادات رسول الله صلی الله عليه وسلم  په خپل مبارک حدیث شریف کښی بیان کړي دي، لکه چه فرمایي: «آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ». [متفق عليه].

وفی رواية لمسلم: «آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى وَزَعَمَ أَنَّهُ مُسْلِمٌ».

وفي روايةِ أحمدَ: «ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ فَهُوَ مُنَافِقٌ، وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى وَزَعَمَ أَنَّهُ مُسْلِمٌ».

وفي الصحيحين من حديثِ عبدِ اللهِ بنِ عَمْرِو بنِ العاصِ رضِي اللهُ عنهما قال: قال رسولُ اللهِصلی الله عليه وسلم  : «أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا خَالِصًا، وَمَنْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ، وَإِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَر».

ترجمه: «د منافق نښی دری دي: کله چه خبری کوي نو دروغ وایي، او کله چه وعده او لوظ وکړي، مخالفت ځینی کوي، او کله چه ورسره امانت کیښودل شي، نو پکښی خیانت کوي».

او د مسلم شریف په یو روایت کښی داسی راغلي دي: «د منافق نښی دری دي- اګر که هغه لمونځ هم کوي، او روژه هم نیسي او ځان ته مسلمان هم وايي…» الحدیث.

اود مسند أحمد په یو روایت کښی بیا داسی دي: «دری عادتونه او خصلتونه دي چه کله په یو بنده کښی راټول شي نو هغه خالص منافق کیږي….».

او په صحیح بخاري شریف او صحیح مسلم شریف کښی د عبد الله بن عَمْرو بن العاصب په روایت کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي: «څلور عادتونه او خصلتونه دي چه کله دا څلور سره په یو بنده کښی راټول شي نو هغه خالص منافق شي، او که په یو چا کښی له هغی څخه کوم یو خصلت او عادت موجود وي، نو په هغه کښی به یوخصلت او عادت نفاق او منافقت وي، تر هغه پوری چه دغه خصلتونه پریږدي، او هغه دا چه: کله خبری کوي نو دروغ به وايي، او چه کله معاهده وکړي نو په هغی کښی غدر کوي او ماتوي یي، او چه کله وعده او لوظ وکړي، نو ورڅخه مخالفت کوي، او وعده خلافي کوي، او چه کله یي د چا سره جنګ جګړه راشي نو ښکنځل به کوي».

نو که په یو چا کښ دغه څلور صفتونه او عادتونه سره راټول شول، نو دې خالص منافق دې.

ځکه دلته »إذا« د غایي د بیان لپاره نه دې، نو دا په دی خبره دلالت کوي چه له دی څخه مراد دا دې چه دغه کارونه د یو چا خصلت اوعادت جوړ شي، او په تکرار او زیات یي کوي.

مقصد دا چه هغه څوک چه یو کله شاذ نادر ورڅخه دغسی کارونه صادر شي نو هغه به د منافقینو له اعمالو څخه یو عمل کړې وي، او د یوی ګناه مرتکب شو، او په دي باندی هغه په منافقانو کښی نه شمارل کیږي، او نه په هغه چا کښی چه په هغه کښی د نفاق او منافقت کوم عادت وي، ترڅو چه يي دغه بد کارونه لکه د خپل عادت او خصلت ګرزولې نه وي، اویا ورباندی مشهور شوې نه وي.

په یاد باید ولرو چه د ځینی خلکو په زړونو کښی ایمان او د نفاق ځینی عادتونه سره راټولیدې شي.

هر چه نفاق اکبر دې نو هغه او ایمان سره په یوه زړه کښی نه راټولیږي، بلکه د نفاق اکبر خاوند خالص کافر دې، اګر که لمونځ کوي،روژه نیسي، او ګومان او دعوا هم کوي چه دې مسلمان دې؛ ځکه دی کفر دده ټول نیک عمل برباد او ابته کړې دې، ځکه ایمان او کفر اکبر سره نه یوځاي کیږي، لکه چه الله تعالی فرمایي:

﴿وَمَن يَكۡفُرۡ بِٱلۡإِيمَٰنِ فَقَدۡ حَبِطَ عَمَلُهُۥ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٥﴾ [المائدة: 5].

ترجمه: «او هغه څوک چه له ایمان راوړلو څخه انکاري شي، نو د هغه نیک عمل برباد او ابته شو، او هغه به په آخرت کښی له تاوانیانو څخه وي».

او هرچه نفاق اصغر دې-کوم چه بنده له دین اسلام څخه نه وباسي- نو کیداي شي چه په یو مسلمان کښی دی د نفاق اصغر ځینی خصلتونه او عادتونه وي، لکه چه د عبد الله بن عَمْرو بن العاصب حدیث شریف پری دلالت کوي.

او په صحیح مسلم شریف کښی د أبوهریره رضی الله عنه  په حدیث کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي: «مَنْ مَاتَ وَلَمْ يَغْزُ وَلَمْ يُحَدِّثْ بِهِ نَفْسَهُ مَاتَ عَلَى شُعْبَةٍ مِنْ نِفَاقٍ» [رواه مسلم].

ترجمه: «هغه مسلمان چه مړ شي، او هغه په خپل عمر کښی نه غزا وکړي، او نه پخپل زړه کښی د غزا نیت تیارې او مینه ونلري، نو دې هم د نفاق په یوه څانګه کښی مري».

او حذیفه رضی الله عنه  فرمايي: »زړونه په دری ډوله دي:

۱- یو هغه زړه دې چه دوه مخی او دوه رنګه یا کوږ وي، نو دا د منافق زړه دې.

۲- بل هغه زړه دې چه له حق څخه په پردو کښی وي، نو دا دکافر زړه دې.

۳- بل هغه زړه دې چه صفا او پړقیدونکې وي، لکه په ده کښی چه ډیوه وي چه رڼا کوي، نو دا د مؤمن زړه دې.

۴- بل هغه زړه دې چه په هغه کښی د نفاق خصلتونه هم وي او ورسره ایمان هم وي، نو دده مثال داسی دې لکه په جسم کښی دانه)نکۍ(،چه هم پکښی وینه وي، او هم زوی، یايي مثال داسی دې لکه هغه ونه چه کله ورته ښایسته او ښی اوبه راځی او هغه پری خړوبیږي، او کله ورته خرابی اوبه راځي او پری خړوبیږي، نو هر کومی اوبه چه غالبه شوی، نو خوند به هم د هغی وي«. [رواه ابن أبي شیبة في المصنف وفي کتاب الإیمان، وصححه الألباني].

او علي رضی الله عنه  فرمایي: »ایمان لومړې د یو کوچني سپین ټکي په شان به زړه کښی پیلیږي، بیا هرڅومره چه ایمان زیاتیږي نو دغه سپینوالې ورسره زیاتیږي، تر دي چه ټول زړه تک سپین شي، او نفاق په زړه کښی د تور ټکي په شان پیلیږي، بیا هرڅومره چه پکښی نفاق زیاتیږي دغه تور ټکې ورسره زیاتیږي، تر دی چه ټول زړه تک تور شي«. [رواه ابن أبي شیبة في کتاب الإیمان والبیهقي في شعب الإیمان].

مقصد دا چه په مسلمان کښی نفاق اصغر»وړوکې نفاق« راتلاي شي، په چا کښی لږ، او په چا کښی ډیر، د چا ایمان چه قوي وي او د الله تعالی اطاعت او پیروي پکښی ډیره وي، نو نفاق به یي کمزورې وي، یعنی په هغه کښی به د نفاق بوي او یو څه نښی نښانی وي، نو کله کله به تری دروغ یا وعده خلافي او داسی نور ګناهونه کیږي.

او له ځینی خلکو به دغه ګناهونه ډیر واقع کیږی، او ورسره به دالله تعالی یاد او ذکر هم کم کوي، او د الله تعالی له حدودو څخه به تیرې هم کوي، لکه د ځینی حُرُماتو هتک او سپکاوې کول، په واجباتو کښی تقصیر او کوتاهي کول، او په شهواتو کښی غرقیدل او اخته کیدل، او په شبهاتو باندی تیروتل.

نو دده په زړه کښی به د لږ ایمان تر څنګ ډیر نفاق وي، تر دی چه ځینی مسلمان به داسی هم وي چه لمونځ به په منډه او تادۍ سره کوي، هغه هم په خپل وخت نه، بلکه په مکروه وخت کښی به یي کوي، او لکه چه ځان تری خلاصوي، د هغی د آدابو او خشوع او خضوع مراعات پکښی نکوي، لکه په صحیح مسلم شریف کښی د انس بن مالک رضی الله عنه  په روایت کښی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي:

«تِلْكَ صَلاَةُ الْمُنَافِقِ يَجْلِسُ يَرْقُبُ الشَّمْسَ حَتَّى إِذَا كَانَتْ بَيْنَ قَرْنَىِ الشَّيْطَانِ قَامَ فَنَقَرَهَا أَرْبَعًا لاَ يَذْكُرُ اللَّهَ فِيهَا إِلاَّ قَلِيلاً». [رواه مسلم].

ترجمه: «دغه د منافق لمونځ دې چه ناست وي د لمر انتظار کوي، تردی چه کله پریوتلو ته نژدی شي او لمر د شیطان د ښکرو ترمنځ شي، نو دې پاڅي او څلور واری ښکته پورته شي، لکه د چرګ پشان ټَکی وکړي، چه الله پکښی نه یادوي مګر لږ».

نو دا د هغه چا حال دې چه د هغه پر زړه باندي منافقت غالب شوې وي تر دی چه د »منافق« نوم مستحق او وړ وګرزي، سره له دي چه دهغه په زړه کښی دومره ایمان هم وي چه دیته یي نه پریږدي چه لمونځ بیخي پریږدي.

دداسی ډول خلکو څخه ځینی خطرناک ګناهونه صادریږي، لکه: ریا، ځان ښودنه، او هغه څه چه نیک عمل برباد او ابته کوي، لکه د ورکړی او نفقی په وخت کښی زباتَول، محتاج ته بدی ردی ویل، او اخروي عمل په سبب دنیایي ګټـی غوښتل، او کله چه بنده ځانته او د خلکو له سترګو پناه وي هلته د حُرُماتو انتهاک او سپکاوې کول.

نو داسی خلک په ډیر خطرناک حالت کښی دي؛ ځکه کیداي شي دده دا سستي او لټـي دې – نعوذ بالله- له دین څخه وتلو ته اړ کړي، او څوک چه په داسی منافقت مړ شو چه دهغه په زړه کښی یو څه ایمان هم وي، نو داسی بنده د اهل الکبائر څخه شمارل کیږي، په چا چه د ډیر سخت عذاب ویره ده، خو داسی بنده به په اور کښی د تل لپاره نه پاتي کیږي؛ ځکه دده په زړه کښی یو څه اسلام او ایمان پاتی وو.

بل دا چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه په یو صحیح حدیث شریف کښی نقل دي چه هغه فرمايي: «يَدْخُلُ أَهْلُ الْجَنَّةِ الْجَنَّةَ وَأَهْلُ النَّارِ النَّارَ ثُمَّ يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى أَخْرِجُوا مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ فَيُخْرَجُونَ مِنْهَا قَدِ اسْوَدُّوا فَيُلْقَوْنَ فِي نَهَرِ الْحَيَا، أَوِ الْحَيَاةِ شَكَّ مَالِكٌ – فَيَنْبُتُونَ كَمَا تَنْبُتُ الْحِبَّةُ فِي جَانِبِ السَّيْلِ أَلَمْ تَرَ أَنَّهَا تَخْرُجُ صَفْرَاءَ مُلْتَوِيَةً». [رواه البخاريُّ من حديثِ أبي سَعِيدٍ الخُدْريِّرضی الله عنه ].

ترجمه: «جنتیان به جنت ته ننوځي، او دوزخیان به دوزخ ته ننوځي، بیا به الله تعالی ووايي:  له اوره هر هغه څوک هم راوباسۍ چه د هغه په زړه کښی د اوري یا جِنجړ دانی هومره ایمان وي، نو داسی خلک به پداسی حال کښی راوایستل شي چه تک تور شوي به وي، بیا به د ژوند په یو نهر )ویاله( کښی وغورزول شي، نو له سره به راوه ټوکیږي او راشنه به شي، لکه د سیلاب وروسته چه کومه دانه او شینکې راشین کیږي، که ورته فکر مو وي هغه شین ډکې او تیغ له کمزورﺉ څخه زیړ او تاو شوې وي».

خو څوک چه د اسلام نواقضو او ماتوونکو ګناهونو څخه د کومی ګناه مرتکب شي، لکه په دین پوره ټوکی، مسخری کول، الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم   ته ښکنځل کول، د مسلمانانو پر خلاف له کفارو سره دوستي او د هغوﺉ مرسته کول، نو داسی خلک کافران دي، د اسلام له دین څخه وتلي دي، بلکه ایمان یي له زړه څخه وتلې دې. نعوذ بالله من ذلک.

د منافق توبه ویستل:

که یو منافق له مرګه مخکښی توبه ووباسي او خپل عمل سم کړي، او د الله تعالی په دین کلک شي، او خپل دین او عمل خاص د یو الله تعالی د رضا لپاره خالص کړي، نو دده توبه صحیح ده، او الله تعالی یي ورڅخه قبلوي، لکه چه الله تعالی فرمايي:

﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِي ٱلدَّرۡكِ ٱلۡأَسۡفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمۡ نَصِيرًا ١٤٥ إِلَّا ٱلَّذِينَ تَابُواْ وَأَصۡلَحُواْ وَٱعۡتَصَمُواْ بِٱللَّهِ وَأَخۡلَصُواْ دِينَهُمۡ لِلَّهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ مَعَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَۖ وَسَوۡفَ يُؤۡتِ ٱللَّهُ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ أَجۡرًا عَظِيمٗا ١٤٦ مَّا يَفۡعَلُ ٱللَّهُ بِعَذَابِكُمۡ إِن شَكَرۡتُمۡ وَءَامَنتُمۡۚ وَكَانَ ٱللَّهُ شَاكِرًا عَلِيمٗا ١٤٧﴾ [النساء: 145-147].

ترجمه: «بیشکه منافقان به په آخري لاندینۍ برخه د اور کښی وي، او هیڅکله به دوﺉ ته څوک کومکي او مرستندویه پیدا نکړی، مګر هغه کسان چه توبه یي ویستلي وي)مخکښی له مرګه( او خپل عمل یي اصلاح او سم کړې وي، او د الله تعالی پر دین یي منګولی لګولی وي، او خپل دین او عمل یي د یو الله تعالی د رضا لپاره خالص کړې وي، نو دغه ډول خلک به د نورو مؤمنانو سره ملګري وي، او الله تعالی به ټولو مؤمنانو ته لوي اجر او ثواب ورکړي، الله تعالی ستاسو په عذابولو باندی څه کوي؟ که تاسو د الله تعالی شکر ووباسۍ، او پری ایمان راوړﺉ، او الله تعالی شکرګزار او پوهه دې».

همدارنګه هغه مسلمان چه په هغه کښی د منافقت ځینی عادتونه وي، که توبه تری وباسي، نو الله تعالی يي توبه قبلوي، او له منافقت څخه پاکیږي.

په دی مسأله کښی یو عجیبه شبهه او لغز هم دې، او هغه دا چه ح‍‍‍ذیفه بن الیمان رضی الله عنه  د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  د حلقی په شاګردانو شبهه وکړه چه د عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  په مخکښی یي ورته وویل: بیشکه نفاق په هغه چا نازل شوې وو چه له تاسو څخه هم بهتر وو؟!

نو عبد الله بن مسعود رضی الله عنه  وخندل او د هغه په مقصد پوهه شو، او خپلو شاګردانو ته یي وویل: سبحان الله، بیشکه الله تعالی فرمایي:

﴿إِنَّ ٱلۡمُنَٰفِقِينَ فِي ٱلدَّرۡكِ ٱلۡأَسۡفَلِ مِنَ ٱلنَّارِ﴾ [النساء: 145].

ترجمه: «بیشکه منافقان به په هغه ډیره لاندینۍ برخه د اور کښی وي».

بیا کله چه مجلس خور شو، نو حذیفه رضی الله عنه  ابن مسعود رضی الله عنه  یو شاګرد یزید بن الأسود النخعي ته وویل: هو، نفاق پداسی خلکو نازل شوې وو چه له تاسو څخه بهتر او غوره وو، بیا هغوﺉ توبه وویستله، او الله تعالی یي توبه قبوله کړی وه.

او په یو بل روایت کښی داسی دي : هغوﺉ چه کله توبه وویستله نو هغوﺉ له تاسو څخه بهتر او غوره شو.

د هغه مقصد دا وو چه ځینی هغه خلک چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په وخت کښی منافقان وو، خو بیا یي توبه وویستله او خپل عملونه یي اصلاح کړل، او خپل دین یي په ایمان عمل او اخلاص باندي ښائسته كړ، نو هغوﺉ بیا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په صحبت او د هغه سره په جهاد باندي له هغه چا څخه غوره شو  چه له صحابه کراموy څخه وروسته وو، یعنی تابعین رحمهم الله، دا قیصه په صحیح بخاري شریف کښی راغلی ده.

او مؤمنان باید داسی عملونه وکړي چه د منافقت او د هغی له عادتونو او خصلتونو څخه پری خلاصیږي، لکه بیا بیا توبه ویستل، استغفار ویل، د الله تعالی د حدودو مراعات کول، د هغه د امرونو تعظیم او احترام کول، له شرک او مشرکانو څخه برائت او بیزاري کول، د لمانځه پوره له ټولو حقوقو سره ادا کول، د زکات ورکول، دالله تعالی او د هغه دپیغمبرصلی الله عليه وسلم   او د قرآنکریم او د مسلمانانو د مشرانو او عوامو لپاره خیرخواهي لټول، او په دغه لار کښی خپل پوره کوښښ کول.

همدارنګه له جهاد فی سبیل الله سره محبت او مینه کول، او په زړه کښی يی اراده ساتل، امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول، په دین او د حق او پر اتباع باندي او ددین په لار کښی په مصیبتونو باندی یو بل ته سره وصیت کول، او مسکینانو او غریبانو ته په ډوډﺉ ورکولو یو بل سره تیزول او لارښوونه کول، او د الله تعالی په لار کښی خرچه او انفاق کول، او هغه په پوره ایماندارۍ سره ادا کول، او په هغی باندی له الله تعالی څخه د اجر ثواب امید کول، نو په داسی کارونو باندی بنده له نفاق او منافقت څخه پاکیږي.

د عمر بن الخطاب رضی الله عنه  په حدیث کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «مَنْ سَرَّتْهِ حَسَنَتُهُ وَسَاءَتْهُ سَيِّئَتُهُ فَهُوَ مُؤْمِنٌ».

ترجمه: «څوک چه پخپل نیک عمل خوشحالیږي، او به ګناه کولو باندی خفه کیږي، نو داسی بنده مؤمن دې».

نو که کوم بنده څخه ګناه وشي او هغه په دغه ګناه باندي خفه وو، نو دا ددي خبری نښه ده چه دده ایمان صحیح دې، یعنی ایمان پکښی شته، او له ده څخه داسی امید ډیر دې چه توبه ووباسي، او له الله تعالی څخه ددغه ګناه د بخښنی غوښتنه وکړي، او ځان پری ملامت کړي، خو که څوک په ګناه کولو خوشحالیږي، دا ددي خبری نښه ده چه دده په زړه کښی نفاق او منافقت شته.

په سنن ترمذي کښی د ابوهریره رضی الله عنه  په حدیث کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:

«خَصْلَتَانِ لَا تَجْتَمِعَانِ فِي مُنَافِقٍ، حُسْنُ سَمْتٍ، وَلَا فِقْهٌ فِي الدِّينِ» [سلسلة صحيحه ].

ترجمه: «دوه عادتونه په منافق کښی سره نه یو ځاي کیږي: یو ښه خوي، او بل ددین ښه زده کړه».

لیکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : ابو زکريا اسماعيل الأفغاني

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً