شرک هغه لویه ګناه ده چه الله جل جلاله په ډاګه د هغی په هکله ډیر ټینګار کړې دی چه بنده ورڅخه ځان وژغوري، او کنه نو دغه ګناه په دنیا کښی له توبی پرته د بخښنی هیڅ لار نه لري، بلکه مشرک سړې که بی توبی مړ شي نو ابدي او تل ترتله په ددوزخ په اور کښی وي؛ له همدی کبله د قرآنکریم په متعددو آیاتونو کښی ورڅخه خپل بندګان ویرولي دي، او ورڅخه یي منع فرمایلی ده، لکه چه الله جلَّ جلاله فرمایي:

﴿وَٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَلَا تُشۡرِكُواْ بِهِۦ شَيۡ‍ٔٗا﴾ [النساء: 36].

«یعنی عبادت او بندګي وکړﺉ یواځی د الله تعالی، او د الله تعالی سره هیڅ شې شریک او برخمن مه منۍ».

همدارنګه فرمایي:

﴿إِنَّ ٱلشِّرۡكَ لَظُلۡمٌ عَظِيمٞ ١٣﴾ [لقمان: 13].

ترجمه: «بیشکه شرک ډیر لوﺉ ظلم دې».

او په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿إِنَّهُۥ مَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ حَرَّمَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِ ٱلۡجَنَّةَ وَمَأۡوَىٰهُ ٱلنَّارُۖ وَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِنۡ أَنصَارٖ ٧٢﴾ [المائدة: 72].

ترجمه: «بیشکه شان دادې چه هرچا شرک وکړ او برخمن یي ومنلو د الله تعالی سره، نو یقیناً حرام کړ الله تعالی پر ده باندي جنت، او ځاي د بیرته ورتللو دده اور دې او نشته ظالمانو مشرکانو ته هیڅ مرسته کونکې».

همدا مقصود په بل ځاي کښی الله داسی بیانوي:

﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَا يَغۡفِرُ أَن يُشۡرَكَ بِهِۦ وَيَغۡفِرُ مَا دُونَ ذَٰلِكَ لِمَن يَشَآءُۚ وَمَن يُشۡرِكۡ بِٱللَّهِ فَقَدۡ ضَلَّ ضَلَٰلَۢا بَعِيدًا ١١٦﴾ [النساء: 116].

ترجمه: «بیشکه الله جلّ جلاله نه بخښي دا کار چه شریک وګڼل شي د الله تعالی سره، او بخښنه کوي د هغه ګناه چه راښکته وي له شرک څخه، او هغه چا چه شرک وکړ له الله تعالی سره نو یقیناً ګمراه شو په ګمراهۍ لری سره له حق نه».

او ابن مسعود رضی الله عنه  فرمایي: چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه وپوښتل چه: کومه ګناه ډیره لویه ده؟ هغه راته وفرمایل:

«أَنْ تَجْعَلَ لِلَّهِ نِدًّا وَهْوَ خَلَقَكَ». [مسند الإمام أحمد].

ترجمه: «تر ټولو لویه ګناه دا ده چه ته د الله تعالی سره شریک او سیال ومنی، حال دا چه ته یواځی الله تعالی پیدا کړې یي».

او جابرِ بنِ عبدِ اللهِب فرمایي چه: رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «مَنْ لَقِىَ اللَّهَ لاَ يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا دَخَلَ الْجَنَّةَ وَمَنْ لَقِيَهُ يُشْرِكُ بِهِ دَخَلَ النَّارِ». [رواه مسلمٌ].

ترجمه: «هر څوک چه د الله تعالی سره په داسی حال کښی مخ شي چه د الله تعالی سره یي هیڅ شې شریک او برخمن ګڼلې نه وي، نو په قیامت کښی به جنت ته داخل شي، او که څوک ورسره په داسی حال کښی مخ شو چه د الله تعالی سره یي شریکوال منلې وي نو اور ته به داخل شي».

شرک دیته وايي چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت اوبندګي وشي، نو که څوک د الله تعالی ترڅنګ بل چا ته هم چغه ووهي او راوه یي بلي، که هغه دعاء العبادة وي او که دعاء المسألة وي نو داسی شخص مشرک ګڼل کیږي؛ ځکه هغه د الله تعالی سره د هغه په بندګۍ کښی شریکوال، برخمن او سیال منلې دې، او الله تعالی هیڅکله دا نه خوښوي چه له هغه سره دی په عبادت کښی څوک شریک او برخمن وي، نه پیغمبر او نه هم ملایک، او نه بل څوک؛ ځکه عبادت او بندګي یواځی د الله تعالی حق دې، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنِ ٱلۡحُكۡمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعۡبُدُوٓاْ إِلَّآ إِيَّاهُ﴾ [یوسف: 40].

ترجمه: «نه دې حکم او اختیار مګر یواځی یو الله تعالی ته دې، حکم یي کړې دې چه تاسو عبادت او بندګي مه کوﺉ مګر د یو الله تعالی عبادت او بندګي کوﺉ».

همدارنګه په بل ځاي کښی فرمایي:  ﴿قُلۡ أَرَءَيۡتُمۡ شُرَكَآءَكُمُ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُواْ مِنَ ٱلۡأَرۡضِ﴾ [فاطر: 40].

ترجمه: «ووایه اي پیغمبره! ګورﺉ، ما خبر کړﺉ ستاسو په هغه شریکانو او خدایانو چه تاسو یي د الله تعالی پرته رابلۍ، نو راوښيۍ چه دوﺉ په دی ټوله لویه ځمکه کوم شې پیدا کړې دې؟».

او همداراز فرمایي: ﴿وَمَن يَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرۡهَٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡكَٰفِرُونَ ١١٧﴾ [المؤمنون: 117].

ترجمه: «او هغه څوک چه رابلي د الله تعالی سره بل معبود، چه نشته هیڅ دلیل ددغه معبود په عبادت او بندګۍ باندي، نو دده حساب کتاب په الله تعالی باندی دې، بیشکه شان دا دې چه نه کامیابیږي کافران خلک».

نو هر څوک چه د الله تعالی پرته بل چا ته)په مافوق الأسباب امورو کښی( رامددشه وايي هغه مشرک دې.

او شرک په ټولو ګناهونو کښی لویه ګناه ده، چه په شرعي نصوصو کښی ورته اکبر الکبائر، او لوﺉ ظلم ویل شوې دې، بلکه شرک د الله تعالی سره د وعدی او لوظ ماتول دي، او په لوﺉ امانت او په ټولو حقوقو کښی په لوﺉ حق کښی خیانت کول دي، چه هغه د الله تعالی هغه حق دې چه د هغی له کبله یي دا ټول مخلوقات پیدا کړي دي، او هغه حق یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي کول دي، نو دداسی لوﺉ ګناه سزا به هم د ټولو ګناهونو له سزاګانو څخه ډیره لويه وي.

نو په دنیا کښی د شرک سزا د الله تعالی قهر او غضب دې، لکه چه الله تعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ يُنَادَوۡنَ لَمَقۡتُ ٱللَّهِ أَكۡبَرُ مِن مَّقۡتِكُمۡ أَنفُسَكُمۡ إِذۡ تُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلۡإِيمَٰنِ فَتَكۡفُرُونَ ١٠﴾ [المؤمن: 10].  

ترجمه: «بیشکه هغه کسان چه کافران شي نو ورته اواز به کولې شي چه خامخا د الله تعالی قهر او غصه ډیره غټه ده ستاسو له قهر او غصی نه، نو یاد کړۍ هغه وخت چه تاسو به ایمان طرف ته بلل کیدﺉ، نو تاسو به کفر او انکار کولو».

او ددي ترڅنګ ورته په دنیا کښی ددوﺉ د نورو ګناهونو په سبب نوری سزاګانی هم رسیږي؛ ځکه دوﺉ د الله تعالی له لارښوونی څخه سرغړونه کړی وه.

او همدا ډول ورته ګمراهي بدبختي، ویره، غم، شک او حیرانتیا او په دنیوي ژوند کښی زړه تنګي ورباندي مسلّط کیږي، اګر که دوﺉ ته ددنیا یو څه سازو سامان هم ورکړل شي، بلکه دغه سازو سامان هم پر دوﺉ باندی یو ډول عذاب او وبال وي لکه چه الله تعالی فرمایي:

﴿لَا يَغُرَّنَّكَ تَقَلُّبُ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ فِي ٱلۡبِلَٰدِ ١٩٦ مَتَٰعٞ قَلِيلٞ ثُمَّ مَأۡوَىٰهُمۡ جَهَنَّمُۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمِهَادُ ١٩٧﴾ [آل عمران: 196-197].

ترجمه: «دوکه دي نکړي او تیر دی نه باسي تالره ګرزیدل راګرزیدل د کافرو په ملکونو کښی، )دغه چه ورکړ شوي دي کافرو ته( سازوسامان ددنیا دې لږ غوندی، بیا ځاي د ورتلو  ددوﺉ دوزخ دې، او ډیر بد ځاي او فرش دې دغه جهنم».

همداراز فرمایي: ﴿وَمَن كَفَرَ فَلَا يَحۡزُنكَ كُفۡرُهُۥٓۚ إِلَيۡنَا مَرۡجِعُهُمۡ فَنُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوٓاْۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلِيمُۢ بِذَاتِ ٱلصُّدُورِ ٢٣ نُمَتِّعُهُمۡ قَلِيلٗا ثُمَّ نَضۡطَرُّهُمۡ إِلَىٰ عَذَابٍ غَلِيظٖ ٢٤﴾ [لقمان: 23-24].

ترجمه: «او هغه څوک چه کافر شو نو غمجن دي نکړي تا لره- اي پیغمبره – کفر دهغه؛ بیرته راګرزیدل ددوﺉ زمونږ خوا ته دي، نو خبر به کړو دوﺉ لره په هغه عملونو چه دوﺉ کړي وو، بیشکه الله تعالی په هغه پټو رازونو د سینو هم خبردار دې، سازوسامان ورکوو ورته په دنیا کښی لږ، او بیا به يي مجبور کړو ننوتلو د عذاب سخت ته».

همدارنګه الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُۥ قَلِيلٗا ثُمَّ أَضۡطَرُّهُۥٓ إِلَىٰ عَذَابِ ٱلنَّارِۖ وَبِئۡسَ ٱلۡمَصِيرُ ١٢٦﴾ [البقرة: 126].

ترجمه: «او هغه څوک چه کافر شو نو نفع او سازوسامان به ورکړم ورته لږ غوندی، بیا به یي مجبور کړم د اور عذاب ته، او ډیر بد ځاي د ورتللو دې».

او له مرګه وروسته خو د روح له وتلو پسی سمدلاسه ددوﺉ لپاره سخت او پرله پسی عذاب شروع شي؛ ځکه ددی نه مخکښی دوﺉ الله تعالی لعنتیان کړي وي.

نو اول خو به په ډیری سختۍ سره د روح په ویستلو کښی په سخت عذاب باندي په عذاب کړل شي، بیا چه کله د قیامت د قایمیدو وخت شي، نو په هغه لویه ویره باندی عذاب کړل شي، بیا د عذب د ملایکو په لیدلو د عذاب بل پړاو وي، همدارنګه په قبرونو کښی هم د سخت عذاب سره مخ کیږي، او د قیامت په ورځ چه کومی ویری او ترهی دي هم په دوﺉ باندی تیریږي.

بیا چه کله د قیامت په ورځ د عرصات په میدان کښی په هغه غټه ورځ د رانژدي شوي لمر د سوزوونکو وړانګو لاندي هغه اوږده ولاړه هم یو عذاب دې چه پنځوس زره کاله اوږده ورځ کښی پکښی ودریږي، او په آخر کښی د دوزخ اور ته ورتلل دي چه تل ترتله به پکښی پاتی کیږي، چه نه ورڅخه عذاب سپکیږي، او نه به ورڅخه وویستل شي.

لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ وَمَاتُواْ وَهُمۡ كُفَّارٌ أُوْلَٰٓئِكَ عَلَيۡهِمۡ لَعۡنَةُ ٱللَّهِ وَٱلۡمَلَٰٓئِكَةِ وَٱلنَّاسِ أَجۡمَعِينَ ١٦١ خَٰلِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنۡهُمُ ٱلۡعَذَابُ وَلَا هُمۡ يُنظَرُونَ ١٦٢﴾ [البقرة: 161-162].

ترجمه: «بیشکه هغه کسان چه کافران شوي دي او په داسی حال کښی مړه شي چه دوﺉ کافران وي، نو داسی کسان پر دوﺉ باندی به وي لعنت د الله تعالی او د ملایکو او د ټولو خلکو، همیشه به وي په دغه لعنت کښی، چه نه به سپکولې شي له دوﺉ څخه عذاب، او نه به ورته مهلت ورکولې شي».

همدارنګه فرمایي: ﴿وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ لَهُمۡ نَارُ جَهَنَّمَ لَا يُقۡضَىٰ عَلَيۡهِمۡ فَيَمُوتُواْ وَلَا يُخَفَّفُ عَنۡهُم مِّنۡ عَذَابِهَاۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي كُلَّ كَفُورٖ ٣٦ وَهُمۡ يَصۡطَرِخُونَ فِيهَا رَبَّنَآ أَخۡرِجۡنَا نَعۡمَلۡ صَٰلِحًا غَيۡرَ ٱلَّذِي كُنَّا نَعۡمَلُۚ أَوَ لَمۡ نُعَمِّرۡكُم مَّا يَتَذَكَّرُ فِيهِ مَن تَذَكَّرَ وَجَآءَكُمُ ٱلنَّذِيرُۖ فَذُوقُواْ فَمَا لِلظَّٰلِمِينَ مِن نَّصِيرٍ ٣٧﴾ [فاطر: 36-37].

ترجمه: «هغه کسان چه کافران وي ددوﺉ لپاره اور د دوزخ دې، نه به ورباندي د مرګ فیصله کیږي چه مړه شي، او نه به ورڅخه د دوزخ عذاب سپکولې شي، همدا شان سزا ورکوو  هر کافر ته، او دوﺉ به چیغی وهي په دغه اور کښی او وایي به: اي ربه! مونږ له دی اوره څخه بهر وباسه چه نیک عمل وکړو، پرته له هغه عمل نه چه مخکښ مو کړې وو، نو ورته به وویل شي: آیا مونږ نه وو درکړې تاسو ته دومره عمر چه څوک پکښی پند اخلي نو اخستلې یي شي؟ او هم راغلې وو تاسو ته له دی عذاب څخه ویروونکې، نو اوس وڅکۍ عذاب؛ ځکه نشته د ظالمانو لپاره هیڅوک کومکي».

همداراز فرمایي: ﴿إِنَّ ٱللَّهَ لَعَنَ ٱلۡكَٰفِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمۡ سَعِيرًا ٦٤ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ لَّا يَجِدُونَ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا ٦٥ يَوۡمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمۡ فِي ٱلنَّارِ يَقُولُونَ يَٰلَيۡتَنَآ أَطَعۡنَا ٱللَّهَ وَأَطَعۡنَا ٱلرَّسُولَا۠ ٦٦ وَقَالُواْ رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعۡنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا ٱلسَّبِيلَا۠ ٦٧ رَبَّنَآ ءَاتِهِمۡ ضِعۡفَيۡنِ مِنَ ٱلۡعَذَابِ وَٱلۡعَنۡهُمۡ لَعۡنٗا كَبِيرٗا ٦٨﴾ [الأحزاب: 64-68].

ترجمه: «بیشکه الله تعالی لعنتیان کړي دي کافران او تیار کړې یي دې هغوﺉ ته ګرم اور، همیشه به وي دوﺉ په دغه اور کښی تل ترتله، نه به مومي ځان لپاره هیڅوک دوست کارساز او نه مرسته کونکې، په هغه ورځ چه اړول کیږي را اړول کیږي به مخونه ددوﺉ په اور کښی او دوﺉ به وايي: اي افسوس دې مونږ ته چه پیروي مو کړې واي د الله تعالی او د هغه د رسول )صلّى اللهُ عَليه وسلّم(، او هم به وايي: اي ربه زمونږ! بیشکه مونږ پیروي کړی وه د خپلو سردارانو او مشرانو، نو هغوﺉ مونږ د سمی لاری څخه بی لاری کړو، نو اي ربه زمونږ! ورکړه هغوﺉ ته دوچند عذاب، او لعنتیان کړه هغوﺉ په ډیر لوﺉ لعنت سره».

او د شرک د لوﺉ خطر او له هغی څخه د ځان ساتلو د وجوب یو دلیل دادې چه هر څوک شرک وکړي، نو مخکنې نیک عمل یي تباه او ابته کیږي، او شخص په کافرانو او تاوانیانو کښی شاملیږي، ګویا چه ده مخکښی هیڅ نیک عمل کړې نه وي؛ ځکه الله سبحانه وتعالی له مشرک څخه هیڅ یو عمل نه قبلوي.

لکه چه الله تعالی فرمایي: ﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٨٥﴾ [آل‌عمران: 85].

ترجمه: «او هغه څوک چه لټوي پرته له اسلام څخه بل دین نو هیڅکله به ورڅخه قبول نشي، او ورڅخه به ونه منل شي، او دې به په آخرت کښی له تاوانیانو څخه وي».

همداراز فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ أُوحِيَ إِلَيۡكَ وَإِلَى ٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكَ لَئِنۡ أَشۡرَكۡتَ لَيَحۡبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٦٥ بَلِ ٱللَّهَ فَٱعۡبُدۡ وَكُن مِّنَ ٱلشَّٰكِرِينَ ٦٦﴾ [الزمر: 65-66].

ترجمه: «او خامخا په تحقیق وحی شوی ده تا ته او هغه پیغمبرانو ته چه له تاڅخه مخکښی لیږل شوي دي په دي خبره چه که ته هم – فرض محال – شرک وکړي نو ابته او تباه به شي ستا نیک عمل هم، او خامخا به له تاوانیانو څخه شی، بلکه ته عبادت او بندګي کوه یواځی د یو الله تعالی، او د شاکرینو له جملی څخه شه».

همداشان الله تعالی د یو شمیر پیغمبرانو یادونه په سورت انعام کښی کړی ده او په هغوﺉ یي ثنا ویلی ده، او بیا یي فرمایلي دي: ﴿وَمِنۡ ءَابَآئِهِمۡ وَذُرِّيَّٰتِهِمۡ وَإِخۡوَٰنِهِمۡۖ وَٱجۡتَبَيۡنَٰهُمۡ وَهَدَيۡنَٰهُمۡ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٨٧ ذَٰلِكَ هُدَى ٱللَّهِ يَهۡدِي بِهِۦ مَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦۚ وَلَوۡ أَشۡرَكُواْ لَحَبِطَ عَنۡهُم مَّا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ ٨٨﴾ [الأنعام: 87-88].

ترجمه: «او هم ددوﺉ له پلرونو اولادونو او وروڼو څخه ځیني هغه دي چه مونږ غوره کړي دي، او ورته ښوولی مو ده سمه لاره، همدا زمونږ لخوا ښوول شوی سمه لاره د الله سبحانه وتعالی هغه هدایت او لارښوونه ده چه الله تعالی یي پخپله خوښه هغه چا ته ښاي چه ورته خوښه یي شي له خپلو بندګانو څخه، خو که بالفرض دوﺉ هم شرک وکړي نو ددوﺉ هغه نیک عمل به تباه او ابته شي چه دوﺉ کړې وو».

نو انبیاء علیهم السلام سره له دي چه د الله تعالی ډیر نیکان بندګان دي، او د الله تعالی سره د لویو مرتبو، شرافت او نژدیکت خاوندان دي، او الله جلّ جلاله ورسره محبت او مینه هم لري، خو بالفرض که دوﺉ هم شرک وکړي نو الله تعالی یي ورته نه بخښي، خو مونږ ټول په دي ښه پوهیږو چه هغوﺉ الله تعالی له شرک څخه معصوم کړي او ورڅخه ساتلي یي دي.

نو کله چه انبیاؤ ته شرک – که بالفرض ورڅخه صادر شي – نه بخښل کیږي، نو نورو ته خو په طریقه اولی نه بخښل کیږي، او دا هغه حکم دې چه الله تعالی په خپل کتاب کښی تل ترتله پریښې دې، چه همیشه لوستل کیږي ترڅو مونږ پکښی سوچ فکر وکړ، و او ورڅخه پوهه شو چه شرک څومره لوﺉ جرم دې.

شرک په دوه ډوله دي:

لومړې: شرک اکبر «لوﺉ شرک»:

او دا ډول شرک په ربوبیت او الوهیت کښی راتلاي شي.

شرک أکبر په ربوبیت کښی دا دې چه: د الله تعالی سره د هغه په کارونو کښی شریکوال او برخمن وګڼل شي، لکه پیدا کول، رزق ورکول، او د ټول عالم په ټولو اړخونو کښی پاچاهي اختیار او د هغی تدبیر کول.

او شرک أکبر په الوهیت اوعبادت کښی دا دې چه د الله تعالی پرته بل څوک راوبلل شي، که هغه د عبادت او بندګۍ په ډول وي او که د حاجت غوښتنی په څیر وي، او شرک اکبر کله په زړه سره وي، کله په وینا کښی او کله په عمل سره.

د قلبي شرک اکبر مثال: لکه چه یو څوک دا عقیده ولري چه د الله پرته نور معبودان په دي کون کښی تصرف کولې شي، یا په غیبو باندي پوهیږي، او یا هم مافوق الأسباب ګټه او تاوان رسولې شي، او ددغه معبودانو سره محبت او مینه کول، او په هغوﺉ باندي توکل بروسه او اعتماد کول، له هغوﺉ څخه مرسته او کومک غوښتل او داسی نور هغه قلبي عبادتونه دي چه له الله تعالی پرته بل چا ته کول يي روا نه دي، نو که څوک دغه کار وکړي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي.

او په قول او وینا کښی د شرک مثال: لکه د الله تعالی پرته بل څوک رابلل، ورته چغه وهل، او همدا ډول هغه کفري اقوال چه په هغی کښی د بتانو او طواغیتو لويي، تعظیم او مدح او ثنا صفت وي، او یا پکښی پر الله تعالی باندي دروغ تړل وي.

او د عملي شرک مثال: لکه د الله تعالی پرته د بل چا په نامه او یا هغه ته د قربت او نژدیکت لپاره حلالکه کول، هغه ته نذر او منښته منل او ورته سجده کول.

د شرک اکبر حکم:

شرک اکبر باندي بنده د اسلام له مقدس دین څخه ووځي، او هغه څوک چه شرک اکبر وکړي او بیا له دغه شرک اکبر څخه توبه ونه باسي او مړ شي، نو الله تعالی ورته هیڅکله بخښنه نکوي، بلکه دغه شرک اکبر د الله تعالی د غضب غصی او ددوزخ په اور کښی د تل ترتله پاتی کیدو سبب کیږي. العیاذ بالله.

دوهم: شرک اصغر «وړوکې شرک»:

شرک اصغر هغه ګناه ده چه شرک اکبر ته وسیله او سبب کیږي، او شرک اکبر ته یو ډول لار وي، او په شرعي نصوص کښی په شرک سره نومول شوې وي، او عین وخت کښی پکښی د الله تعالی پرته بل چا ته پکښی د عبادت کول نه وي.

او دا شرک اصغر هم کله په زړه، کله په وینا کښی، او کله په عمل کښی وي.

په زړه د شرک اصغر مثال: د یو مقصود او هدف لپاره د هغه څه سبب ګڼل چه الله تعالی هغه په شریعت او یا تقدیر کښی سبب کړې نه وي، لکه د بندونو او تعویذونو د ګټی رسولو عقیده ساتل چه دا به د کوم مصیبت مخه نیسي، او یا بدفالي کول.

دعملي شرک اصغر مثال: لکه ریا کول، لکه چه یو څوک د یو چا په مخکښی لمونځ په ډیر ښه ډول ادا کوي ترڅو خلک یي صفت او مدح وکړي او وه یي ستایي، او ورڅخه ښه ووايی، چه ډیر ښه عبادت او بندګي کوي، نو دلته دا لمونځ کونکې لمونځ د الله تعالی لپاره کوي، خو دې په دغه ښه لمانځه د خلکو مدح او صفت هم غواړي، او په نیت کښی یي دغه مقصد راوستلې دې، او کیداي شي نور یي په ښه ډول ادا کړي؛ ترڅو خلک يي ډیر صفت وکړي.

نو دا کار شرک اصغر دې؛ ځکه په دغه عبادت کښی دده قصد خالص د الله تعالی رضا نه وه، خو شرک اکبر هم نه دې؛ ځکه دلته ده د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي نه ده کړی.

او په قول او وینا کښی د شرک اصغر مثال: لکه چه یو څوک چا ته ووایي: ستا او د الله خوښه ده، یا د الله تعالی پرته په بل چا باندي قسم او سوګند وخوري، او یا ووايي: دا باران پر مونږ د پلاني پلاني ستوري په سبب وشو.

د شرک اصغر حکم: په شرک اصغر سره بنده له اسلام څخه نه ووځي، او نه یي په سبب په اور کښی تل ترتله پاتی کیږي، خو بیا هم لویه ګناه ده، که له کوم بنده څخه دغه کارونه صادر شي باید توبه ورڅخه وکاږي، که توبه ورڅخه ونکړي، نو خپل ځان یي د الله تعالی غضب غصی او دردناک عذاب ته وړاندی کړ.

د شرک یو بل تقسیم:

شرک په یو بل تقسیم کښی هم په دوه ډوله دې:

لومړې: شرک جلّي:

او دا هغه شرک دې چه شرکیت یي ښکاره وي: لکه د غیرُ الله رابلل، د بتانو او طواغیتو لپاره حلالکه کول، او داسی نور د شرک اقوال او افعال، چه په ښکاره ډول شرک ګڼل کیږي.

دوهم ډول: شرک خفي:

او شرک خفي کله شرک اکبر وي او کله به اصغر وي.

نو شرک اکبر خفي: لکه د شرک اکبر پټ اعمال، لکه په غیرُ الله پوری د زړه تړل، په مافوق الاسباب امورو کښی غیر الله ته پنا وړل، د الله تعالی پرته په بل چا باندی توکل او بروسه او اعتماد کول، او له هغی څخه د ګټـی او تاوان عقیده ساتل.

او شرک اصغر خفي: لکه په دنیا پوری داسی زړه تړل چه کله یي پر واجبو او فرضي اعمالو باندي بهتره وګڼـي، او یا ددي دنیایي ګټـو له کبله د ځینو محرّماتو مرتکب شي، حال دا چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي: «تَعِسَ عَبْدُ الدِّينَارِ وَعَبْدُ الدِّرْهَمِ»، یعنی: «ورک دي شي او برباد دي شي د دینار او درهم بنده».

نو دلته په دي حدیث شریف کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  په مال پوری زړه تړل یي د هغی په عبادت او بندګۍ باندی ونومولو.

او دا هم شرک خفي دې چه د غیر الله پیروي او اطاعت د الله تعالی په پيروۍ او  اطاعت باندي مخکښی کړي، سره له دي چه دلته دده قصد دا نه وي چه د غیر الله عبادت او بندګي وکړي، او یا خپل زړه په هغه پوری وتړي، او دا بیا د شرک خفي هغه ډیر باریک ډول دې، چه بچ کیدل ورڅخه ډیر ګران دي.

لکه چه معقل بن یسار رضی الله عنه  فرمايي: زه له ابوبکر الصدیق رضی الله عنه  سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم  خوا ته لاړم، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمایل: «لَلشِّرْكُ فِيكُمْ أَخْفَى مِنْ دَبِيبِ النَّمْلِ»، یعنی شرک په تاسو کښی- یعنی په دي امت کښی-  د میږیانو د تللو له اواز څخه هم ډیر پټ دې.

نو ابوبکر رضی الله عنه  ورته وفرمایل: آیا شرک دیته نه وايي چه څوک د الله تعالی سره بل معبود ومني؟.

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمایل:

«وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَلشِّرْكُ أَخْفَى مِنْ دَبِيبِ النَّمْلِ، أَلَا أَدُلُّكَ عَلَى شَيْءٍ إِذَا قُلْتَهُ ذَهَبَ عَنْكَ قَلِيلُهُ وَكَثِيرُهُ؟. قُلِ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أُشْرِكَ بِكَ وَأَنَا أَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لَا أَعْلَمُ». [رواه البخاري في الأدب المفرد].

ترجمه: زما دي په هغه الله تعالی سوګند وي چه زما نفس د هغه په لاس کښی دې، چه خامخا شرک د میږیانو د تللو له کشار څخه هم په تاسو کښی ډیر پټ دې، نو آیا تاته داسی یو څه ونه ښایم چه ته یي ووايي نو له تا څخه د هغه شرک لږ او ډیر ټول لاړ شي او ته ورڅخه پاک شی؟ هغه ورته وویل: راته یي ووایه: نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وفرمایل: دا دعا وایه: چه أي الله زه له تا څخه له دی نه پناه غواړم چه زه له تاسره شرک وکړم او زه پری پوهیږم، او هم له تا څخه بخښنه غواړم د هغه ګناه چه زه پری نه پوهیږم.

نو له شرک خفي څخه بچ کیدل ډیر ګران دي مګر که الله تعالی څوک تری وساتي او تری بچ یي کړي؛ ځکه کله دغه شرک خفي پدی شکل هم وي چه خپل نفساني خواهش د الله تعالی پر اطاعت او پیروۍ باندی مخکی کړی، یا د ځینو بندګانو د اطاعت له کبله د الله تعالی څخه سرغړونه وکړي، او دا سرغړونه کله په کبائرو کښی وي او کله په صغائرو کښی وي.

نو دا نبوي دعا له دغه ډول شرک څخه د خلاصۍ لپاره ډیر لوﺉ سبب دې، چه ددغه ډول شرک اثر هم له منځه وړي، او د الله تعالی مغفرت او بخښنه پری لاس ته راځي.

او د توحید پوره تحقیق او پلي کول په دي سره لاس ته راځي چه بنده خپل زړه او مخ یو الله تعالی ته تسلیم کړي، یعنی په ښکاره او باطن کښی الله تعالی ته غاړه کیږدي، نو د هغه پیروي ، محبت کول، د یو چا سره کینه کول، ورکړه کول، یو څه منع کول ټول د الله تعالی د رضا لپاره وي، نو په دي سره بنده د کامل ایمان خاوند کیداي شي، الله تعالی دي زمونږ په دغه کامل ایمان کښی برخه وکړي.

 ليکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : ابو زکريا اسماعيل الأفغاني

آن لاين اسلامي لارښود


Print Friendly, PDF & Email