دين څه دی ؟ د الله تعالی په نزد باندې د قبول وړ دين اسلام دی .

الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿إِنَّ ٱلدِّينَ عِندَ ٱللَّهِ ٱلۡإِسۡلَٰمُ﴾ [آل عمران: 19].

ترجمه: «بیشکه صحیح او قبول دین د الله عزَّوَجَلَّ په وړاندی یواځی د اسلام مقدّس دین دې».

د اسلام څخه بغير ټول اديان باطل دي .

لقوله سبحانه وتعالی : ﴿وَمَن يَبۡتَغِ غَيۡرَ ٱلۡإِسۡلَٰمِ دِينٗا فَلَن يُقۡبَلَ مِنۡهُ وَهُوَ فِي ٱلۡأٓخِرَةِ مِنَ ٱلۡخَٰسِرِينَ ٨٥﴾ [آل عمران: 85].

ترجمه: «او هغه څوک چه لټوي د اسلام مقدس دین څخه پرته بل دین، نو هیڅکله به ورڅخه ونه منل شي، او حال دا چه داسی بنده به په آخرت کښی له تاوانیانو څخه وي».

همداراز فرمایي:

﴿فَإِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞ فَلَهُۥٓ أَسۡلِمُواْۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُخۡبِتِينَ ٣٤﴾ [الحج: 34].

ترجمه: «نو معبود برحق ستاسو یو معبود دې )چه الله عزَّوَجَلَّ دې(، نو همدغه الله تعالی ته تسلیم او غاړه ایښودونکي شۍ، او زیرې ورکړه اي پیغمبره عاجزي کونکو ته».

او په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ وَٱلۡأُمِّيِّ‍ۧنَ ءَأَسۡلَمۡتُمۡۚ فَإِنۡ أَسۡلَمُواْ فَقَدِ ٱهۡتَدَواْۖ وَّإِن تَوَلَّوۡاْ فَإِنَّمَا عَلَيۡكَ ٱلۡبَلَٰغُۗ وَٱللَّهُ بَصِيرُۢ بِٱلۡعِبَادِ ٢٠﴾ [آل عمران:20].

ترجمه: «او ووایه اي پیغمبره اهل کتابو او امیانو )یعنی مشرکینو(ته: آیا تاسو اسلام راوړۍ؟ نو که دوﺉ اسلام راوړ نو دوﺉ هم په سمه لار شو، او که یي له اسلام څخه مخ وګرزولو، )نو ته غم مه کوه(په تا باندی فقط رسَوَل د حق دي، او نور نو الله سبحانه وتعالی ښه لیدونکې دې خپلو بندګانو لره او د هغوﺉ عملونو لره».

همدا ډول الله سبحانه وتعالی په بل ځاي کښی فرمايي:

﴿وَمَنۡ أَحۡسَنُ دِينٗا مِّمَّنۡ أَسۡلَمَ وَجۡهَهُۥ لِلَّهِ وَهُوَ مُحۡسِنٞ﴾ [النساء: 125].

ترجمه: «او څوک دې ډیر ښایسته په دین کښی له هغه چا نه چه تابع کړې او تسلیم کړې يي دې مخ خپل یو الله عزَّوَجَلَّ ته، په داسی حال کښی چه دی نیک عمل کونکې هم وي».

نو د اسلام معنی: په دین او عبادت او بندګۍ کښی یو الله خاص کول، او د الله تعالی اوامر او احکامو ته غاړه ایښودل.

او اسلام د عقیدی او شریعت دواړو نوم دې، نو د عقیدی اساس صحیح علم دې، او  شریعت نه مراد هغه احکام دي چه په بنده باندي يي منل او عملی کول فرض دي، الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:

﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ٥﴾ [البینة:5].

ترجمه: «دی خلکو ته امر نه دې شوې مګر ددی خبری چه عبادت او بندګي وګړي د یو الله عزَّوَجَلَّ په داسی حال کښی چه خالص کونکي وي الله لپاره ددین او عبادت خپل، او په داسی حال کښی چه کلک ولاړ وي پر حق او مایل نه وي باطل خوا ته، او پوره پر وخت له آدابو سره ادا کوي لمونځ، او ورکوي زکات او همدا کارونه محکم دین دې چه مستقیم دې او هیڅ کوږوالې پکښی نشته».

نو یو بنده تر هغه پوری مسلمان کیدې نشي تر څو چه دوه شرطونه پوره نکړي:

لومړې: د دین، عبادت اوبندګۍ یواځی یو الله تعالی لپاره خاص کول، نو الله عزَّوَجَلَّ به په عبادت او بندګۍ یو ګڼي، او له شرک څخه به ځان ساتي.

دوهم: الله عزَّوَجَلَّ ته غاړه ایښودل، چه د هغه اوامر به مني او پر ځان به یي عملي کوي او له منع شوو شیانو څخه به اجتناب او ځان ساتي.

نو هغه څوک چه په عبادت او بندګۍ کښی یواځی یو الله خاص کوي، او د هغه اوامر ته غاړه ږدي همدا بنده مسلمان او رښتینې مؤمن دې.

له دی تفصیل څخه ښکاره شوه چه مشرک مسلمان کیدې نشي؛ ځکه ده خپل دین او عبادت یو الله عزَّوَجَلَّ ته خاص کړي نه دي، همداډول د الله تعالی له عبادت او بندګۍ څخه تکبر کوونکې هم مسلمان کیدې نشي؛ ځکه هغه د الله تعالی اوامر ته غاړه ایښی نه ده، لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿لَّن يَسۡتَنكِفَ ٱلۡمَسِيحُ أَن يَكُونَ عَبۡدٗا لِّلَّهِ وَلَا ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ ٱلۡمُقَرَّبُونَۚ وَمَن يَسۡتَنكِفۡ عَنۡ عِبَادَتِهِۦ وَيَسۡتَكۡبِرۡ فَسَيَحۡشُرُهُمۡ إِلَيۡهِ جَمِيعٗا ١٧٢ فَأَمَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَيُوَفِّيهِمۡ أُجُورَهُمۡ وَيَزِيدُهُم مِّن فَضۡلِهِۦۖ وَأَمَّا ٱلَّذِينَ ٱسۡتَنكَفُواْ وَٱسۡتَكۡبَرُواْ فَيُعَذِّبُهُمۡ عَذَابًا أَلِيمٗا وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَلِيّٗا وَلَا نَصِيرٗا ١٧٣﴾ [النساء: 172-173].

ترجمه: «هیڅکله بد نه ګڼي مسیح عیسیعليه السلام چه هغه دی د الله تعالی بنده وي، او نه بد ګڼي دا کار الله تعالی ته نزدی او مقرب ملایکی، او هغه څوک چه بد وګڼي بندګي د الله تعالی او ځان لوﺉ وګڼي، زر دې چه الله عزَّوَجَلَّ به یي خپل ځان طرف ته راغونډ کړي، نو هغه کسان چه مؤمنان دي او نیک عملونه کوي نو پوره به ورکوي هغوي ته د هغوﺉ اجرونه، او ورزیاتوي ورته فضل او مهرباني خپله، او هر چه هغه کسان دي چه بد ګڼي بندګي د الله تعالی او ځان لوﺉ ګڼي نو عذاب به ورکړي هغوﺉ ته دردناک عذاب، او نه به مومي دوﺉ پرته له الله تعالی څخه څوک دوست او نه مرسته کونکې».

او مسلمانان د اسلام په ښایست او ښه والي کښی سره یو شان نه دي، بلکه دوﺉ یو له بل سره په بهترﺉ کښی توپیر او فرق لري، څومره چه د چا اخلاص بهتر وي، د الله تعالی تابعداري او پیروي يي کامله وي نو هومره هغوﺉ له نورو څخه بهتر او په درجو کښی لوړ وي.

نو دوﺉ هم د دين په هغه دری درجو باندي ویشل شوي دي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د جبریلعليه السلام په هغه اوږد حدیث شریف کښی بیان کړي دي، او هغه دا چه: ۱/ مرتبه د اسلام، ۲/ مرتبه د ایمان. ۳/ مرتبه د احسان.

او په ټولو مرتبو کښی بهتره او غوره مرتبه د احسان مرتبه ده، او ورپسی د ایمان مرتبه او آخرنۍ یي د اسلام مرتبه ده، نو هر مؤمن مسلمان دې، خو هر مسلمان د مؤمن مرتبی ته نشي رسیدې.

او د اسلام ارکان پنځه دي لکه چه د عبد الله بن عمرب په حدیث شریف کښی راغلي دي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایلي دي:

«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ، وَإِقَامِ الصَّلاَةِ، وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَالْحَجِّ، وَصَوْمِ رَمَضَانَ» [متفق عليه].

ترجمه: «اسلام پر پنځه بنسټونو باندي جوړ دې:

۱- د «أشهد أن لا  إله إلا الله وأشهد أن محمداً رسول الله» ګواهي کول، چه معنی یي مخکښی تیره شوه.

۲- د لمونځ پوره په خپل وخت کښی له ټولو حقوق سره ادا کول.

۳- د زکات ورکول.

۴- د بیت الله شریف حج کول.

۵- او د رمضان د مبارکی میاشتی روژه نیول».

داحدیث شریف په صحیح بخاري او صحیح مسلم شریف کښی دې.

همدارنګه د معاذ بن جبلرضی الله عنه  په روایت کښی رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي:

«رَأْسُ الْأَمْرِ الْإِسْلَامُ، وَعَمُودُهُ الصَّلَاةُ، وَذِرْوَةُ سَنَامِهِ الْجِهَادُ  فِي سَبِيلِ اللهِ». [رواه أحمد من حديث مُعاذِ بن جَبَلٍ رضی الله عنه ].

ترجمه: «د ټولو کارونو سر او مهم کار اسلام دې، او د اسلام ستن بیا لمونځ کول دي، او د کوپي سر یي د الله تعالی په لار کښی جهاد کول دي».

مؤمنان سره په ایمان کښی هم یو شان نه دي، بلکه دوﺉ په ایمانونو کښی سره توپیر لري: نو ځینی یي په ایمان کښی له ځینی نورو څخه زیات وي؛ ځکه ایمان په اصل کښی د زړه تصدیق او په ژبه وینا او په اندامونو باندي عمل کولو ته وايي، چه نیکو اعمالو باندی زیاتیږي او په ګناهونو باندی کمیږي.

او هر څومره چه دیو بنده د زړه تصدیق قوي او مضبوط وي او وینا او عمل یي له نورو ښايسته وي، نو د هغه د هغه ایمان هم له هغوﺉ څخه لوﺉ وي.

او کله چه یو بنده ګناه وکړي نو دده ایمان کم شي، خو کله چه بیرته توبه وباسي او خپل ځان او عمل اصلاح کړي نو الله ورله توبه قبوله کړي، او بیرته ورله ایمان زیات کړي.

د ایمان پوره کیدل او کمال په هغه څه راځي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  پری د ایمان پوره والی فرمایلې دې لکه چه فرمایي:

«مَنْ أَحَبَّ لِلَّهِ وَأَبْغَضَ لِلَّهِ وَأَعْطَى لِلَّهِ وَمَنَعَ لِلَّهِ فَقَدِ اسْتَكْمَلَ الإِيمَانَ». [رواه أبو دَاوُدَ وغيرُه من حديثِ أبي أُمامة البَاهِلِيِّرضی الله عنه ].

ترجمه: «هغه څوک چه د یو چا سره محبت او مینه د الله تعالی د رضامندۍ لپاره کوي، او د بل سره بغض او کینه هم د الله تعالی لپاره کوي، او ورکړه او منع هم د الله تعالی لپاره کوي، نو داسی بنده ایمان پوره کړې دې».

د الله لپاره خوښول د الله لپاره له چا سره محبت کولو څخه عام دې؛ ځکه د الله لپاره خوښول د ټولو هغه شیانو خوښولو ته شامل دې چه د الله عزَّوَجَلَّ له کبله خوښول کیږي: لکه اشخاص، کارونه عملونه اقوال او ویناوی، احوال اومقصدونه، اخلاق، او ځایونه او وختونه او داسی نور.

همدارنګه د الله عزَّوَجَلَّ لپاره ورکړه د مال له ورکړی څخه عامه ده، ځکه د الله تعالی لپاره ورکړه ټولو هغه شیانو ته شامله ده چه د الله تعالی د رضامندۍ لپاره ورکول کیږي، لکه: مال، جاه او اثر او رسوخ، علم، کوښښ او وخت، او همدارنګه منع هم دغه شان ده.

نو هغه څوک چه محبت او بغض او کینه یي د الله تعالی لپاره وي، ورکړه او منع یي د الله تعالی لپاره وي، نو همدغه مؤمن بنده دکامل ایمان خاوند دې، الله تعالی دی پخپل فضل زمونږ ایمانونه کامل کړي. آمین.

دایمان اصول او بنسټونه:

د ایمان اصول او بنسټونه شپږ دي، لکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  بیان کړي دي چه فرمایي: «أَنْ تُؤْمِنَ بِاللَّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَتُؤْمِنَ بِالْقَدَرِ خَيْرِهِ وَشَرِّهِ».

ترجمه: «ایمان دادې چه ته ایمان ولری په الله سبحانه وتعالی باندي، او ایمان ولری د هغه په ملایکو، کتابونو، پیغمبرانو، او ایمان ولری په ورځ وروستنۍ)قیامت(، او ایمان ولری په تقدیر باندی چه خیر وي او که شر وي نو دا ټول د الله تعالی لخوا مقدّر او لیکل شوې دې».

نو په هر مسلمان باندي فرض دي چه  دا شپږ بنسټونه او اصول ومني او ایمان پری ولري، او هر څوک چه له دوﺉ څخه له یوه نه هم منکر شي هغه کافر او نا مسلمانه دې.

د ایمان نوری ډیری څانګی دي چه له دغه بنسټونو څخه سرچینه اخلي، لکه د ونو څانګی چه له ونی څخه سرچینه اخلي، نو څومره چه یو بنده په ایماني کارونو او خصلتونو باندی عمل ډیر کوي هومره دهغه ایمان زیاتیږي؛ لکه چه ابو هریرهرضی الله عنه  له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت کوي چه هغه فرمایلي دي: «الإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ شُعْبَةً فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الأَذَى عَنِ الطَّرِيقِ وَالْحَيَاءُ شُعْبَةٌ مِنَ الإِيمَانِ». [صحیح مسلم].

ترجمه: «ایمان څه دپاسه اویا، یا څه د پاسه شپیته څانګی لري، چه بهتره یي د «لا إله إلاَّ الله» ویل دي، او ټیټه درجه یي له لاری څخه د ضرري شیانو لری کول دي، او حیا کول هم د ایمان یوه څانګه ده».

نو د ایمان له څانګو څخه مراد د ایمان خصلتونه او اجزا دي، چه ځینی یي په زړه پوری اړه لري، ځینی یي په ژبه پوری، او ځینی نور یي بیا په عمل پوری اړه لري، لکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هر یو لپاره مثال بیان کړې دې، نو «لا إله إلاَّ الله» ویل په ژبه پوری اړه لري، او له لاری څخه د ضرري شیانو لری کول عمل او په غړو پوری اړه لري، او حیا بیا د زړه عمل دې چه په زړه پوری اړه لري.

کله کله بیا داسی هم کیداي شي چه په یوه بنده کښی د ایمان د ځینی څانګو تر څنګ د نفاق ځینی څانګی هم وي، نو په ده کښی تر هغه د منافقت ځینی خصلتونه او عادتونه وي چه ترڅو يي پریښی نه وي، لکه چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي:

«أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا، أَوْ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنْ أَرْبَعَةٍ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ، وَإِذَا خَاصَمَ فَجَرَ» [متفق عليه].

ترجمه: «څلور عادتونه دي چه په چا کښی راټول شي نو هغه خالص منافق وي، او که په چا کښی له هغی څخه یو عادت وو نو په هغه کښی به یو عادت د منافقت وي تر دي چه يي پریږدي او دغه عادتونه په لاندی ډول دي:

۱- کله چه امانتګر وګڼل شي نو په امانت کښی خیانت کوي.

۲- او کله چه خبری کوي نو دروغ به پکښی وايي.

۳- او چه کله له چا سره عهد پیمان او لوظ کوي نو پکښی خیانت به کوي.

۴-او کله چه له چا سره په جنګ شي نو ښکنځل به کوي».

د احسان معنی:

داحسان تفصیل رسول الله صلی الله عليه وسلم  داسی بیان کړې دې چه فرمایلي يي دي:

«أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ كَأَنَّكَ تَرَاهُ، فَإِنْ لَمْ تَكُنْ تَرَاهُ فَإِنَّهُ يَرَاكَ».

ترجمه: «احسان دادې چه ته د الله سبحانه وتعالی داسی عبادت او بندګي)په تواضع خشوع خضوع او حضور سره( وکړی لکه چه ته هغه وينی او ګوری یي، خو که ته هغه نه ویني نو هغه خو دي ګوري او  ویني؛ ځکه له هغه څخه هیڅ پټ نه دي».

الله سبحانه وتعالی هم مونږ ددي لپاره پیدا کړي یو چه مونږ وازمایي چه په مونږ کښی څوک ښه او ښایسته عمل کوي او څوک یي نه کوي، او الله تعالی مونږ پدی ازمیښت او امتحان خبر کړي یو چه زمونږ د پیدایښت یو مقصد همدا دې لکه چه الله سبحانه وتعالی فرمایي:

﴿وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ وَكَانَ عَرۡشُهُۥ عَلَى ٱلۡمَآءِ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۗ﴾ [هود: 7].

ترجمه: «الله هغه ذات دې چه اسمانونه او ځمکه یي په شپږو ورځو کښی پیدا کړل، او عرش یي پر اوبو د پاسه وو، )او ددی لپاره یي پیدا کړل چه(تاسو وازمایي چه کوم یو په تاسو کښی ښه او ښایسته عمل کوي».

همدارنګه په ځاي کښی الله عزَّوَجَلَّ فرمایي:

﴿ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلۡمَوۡتَ وَٱلۡحَيَوٰةَ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۚ وَهُوَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡغَفُورُ ٢﴾ [الملك: 2]. قال فُضَيْلُ بنُ عِيَاض: «﴿أَحۡسَنُ عَمَلٗا﴾ أي أخلصه وأصوبه».

ترجمه: «الله تعالی هغه ذات دې چه مرګ او ژوند يي پیدا کړي دي ددي لپاره چه تاسو وازمایي چه کوم یو په تاسو کښی ښه او ښایسته عمل کوي، او همدغه الله سبحانه وتعالی ډیر غالب او بخښونکې دې».

فضیل بن عیاض/ د ﴿أَحۡسَنُ عَمَلٗا﴾ )ښایسته عمل په(تفسیر کښی وایي چه: «)ښایسته عمل( هغه عمل ته وايي چه خالص د الله تعالی درضامندۍ لپاره وي، او بل د شریعت محمديصلی الله عليه وسلم   سره برابر وي».

نو یو عمل تر هغه پوره ښه او ښایسته نه دې چه تر څو خالص د الله تعالی د رضامندۍ لپاره نه وي، او بل د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د سنتو سره برابر نه وي.

نو درسول الله صلی الله عليه وسلم  د لارښوونی پیروي کول بنده د هر ډول زیاتی او کمي څخه بچ کوي، او په دي سره ښه څرګندیږي چه د احسان مرتبه په شرک بدعت او هم په افراط او تفریط او په دین کښی کمي او زیاتي باندي ماتیږي.

نو مشرک محسن کیدې نشي؛ ځکه هغه بدعمله دې، همدا رنګه بدعتي او زیاتي کوونکې او کمې کوونکې هم بدعمله دې نو دا یو هم هیڅکله محسن نه دې.

احسان هم دوه درجی لری:

لمړې واجب او فرضي احسان: او هغه دا چه د فرضي عبادتونو په ادا کولو کښی باید پوره اخلاص او درسول الله صلی الله عليه وسلم  پیروي موجوده وي، او هیڅ ډول زیاتې او کمې پکښی نه وي.

دوهم: مستحب احسان: او هغه دا چه بنده الله تعالی ته په نوافلو باندي ځان ورنژدی کړي، او د عباداتو د مستحباتو او آدابو د پوره کولو پوره خیال وساتي، او له هر ډول مشتبه او نا څرګندو شیانو او هم د مکروهاتو څخه ځان وساتي.

نو بنده به د الله تعالی داسی عبادت او بندګي کوي لکه چه الله تعالی ورته ګوري، او دې له دغه کتلو له خاطره د عبادت په ادا کولو کښی ښه کوښښ کوي چه په ډیر ښه شان سره یي ادا کړي، نو چه د کوم شي توان او طاقت نلري په هغه باندي ځان نه زوروي، او کوم هغه عبادت چه کولې شي چه دې الله عزَّوَجَلَّ ته ورنژدی کوي نو په هغه کښی کوتاهي نه کوي.

او احسان په هر عبادت او بندګۍ کښی د همغه عبادت په اندازه وي، خو یو جامعه ضابطه یي داده چه په عبادت او بندګۍ کښی د الله تعالی د رضامندۍ لپاره پوره اخلاص، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د لارښووني پوره پیروي موجوده وي.

نو په اوداسه کښی احسان دادې چه ټول اندامونه پوره ووینځل شي، او ټول فرضونه او سنت او آداب د اوداسه په وخت کښی ادا شي، او د وینځلو په کراتو کښی د شریعت له حد څخه تیرې ونشي.

او په لمانځه کښی احسان دادې چه پخپل اول وخت کښی د ټولو فرضونو واجباتو سننو سره، او په پوره خشوع اطمینان او د زړه په حضور سره ادا شي، لکه چه یو بنده د خپل ژوند آخرنې لمونځ ادا کوي، نو داسی یي ادا کړي لکه چه الله عزَّوَجَلَّ ورته ګوري او دې یي ادا کوي.

او په زکات او خیرات کښی احسان دادې چه هغه څه چه یو مؤمن بنده يي ورکوي نو په دي نیت یي ورکړي چه الله عزَّوَجَلَّ ته پری خپل ځان نژدي کوي، او د الله تعالی د رحمت امید پری کوي، او د الله تعالی له عذابه ویریږي او پدی سره له د الله تعالی له عذابه خپل ځان بچ کوي، او په عین وخت کښی هغه چا ته چه يي ورکوي له هغه څخه کومه بدله او شکرګزاري نه غواړي، او نه په دغه خیرات او زکات پسی وروسته ردی بدی وایي.

او بل دا چه د زکات او خیرات په وخت کښی د ښه مال د ورکولو کوښښ وکړي، اوله ردي او کم قیمته مال او هغه څه چه عموماً د انسان نفس یي ښه نه ګڼي له دغه ډول مال له ورکړی څخه دي ځان وساتي، او زکات او خیرات دي د خپل وخت څخه نه وروسته کوي، او یو محتاج او غریب باندي دی د هغه مال په اخیستلو کښی سختي نه کوي، او ځان دي پری لوړ نه ګڼي، او نه دی په دغه ورکړه کښی سمعت او ریا کوي.

او همدارنګه په ټولو عبادتونو او معاملاتو کښی، یو مسلمان بنده ته مناسب دا دي چه په هغه کښی د توان مطابق د احسان مرتبه ولټوي، او په هغی کښی د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د لارښوونی پیروي وکړي.

هر څوک چه د احسان مرتبه پسی ګرزي او په دغه باندي حرص کوي او د الله تعالی څخه یي غوښتنه هم کوي نو ډیر امید شته چه الله سبحانه وتعالی د احسان د مرتبی توفیق هم ورکړي؛ ځکه ابو الدرداءرضی الله عنه  فرمایي:

«إِنَّمَا الْعِلْمُ بِالتَّعَلُّمِ، وَإِنَّمَا الْحِلْمُ بِالتَّحَلُّمِ، مَنْ يَتَحَرَّى الْخَيْرَ يُعْطَهُ، وَمَنْ يَتَّقِ الشَّرَّ يُوقَهُ». [رواه الطبراني في المعجم الكبير، الحديث (1763). قال الألباني: حديث حسن. انظر: صحيح الجامع، الحديث: (2328)].

ترجمه: «بیشکه علم او پوهه په زده کړه حاصلیږي، او حلم او صبر په صبر کولو او دخپل نفس واګی په لاس کښی نیولو سره حاصلیږي، او هغه څوک چه په خیر پسی ګرزي او لټوي يي نو ورته به ورکړ شي، او هغه څوک چه له شر څخه ځان ساتي او ځان ورڅخه بچ کوي نو ورڅخه به بچ کړل شي».

د احسان دروازی ډیری دي، لکه په صحیح مسلم شریف کښی چه د شداد بن اوسب روایت له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه رانقل دې چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایي:

«إنَّ اللهَ كتَبَ الإحسانَ على كلِّ شيءٍ؛ فإذا قَتَلْتُم فَأَحْسِنُوا القِتْلةَ، وإذا ذَبَحْتُم فأَحْسِنوا الذِّبْحةَ، وَلْيُحِدَّ أحدُكُم شَفْرَتَهُ وَلْيُرِحْ ذَبيحَتَهُ». [صحيح مسلم]

ترجمه: «بیشکه الله سبحانه وتعالی په هر شي کښی احسان فرض کړې دې ، نو چه کله تاسو یو څوک وژلو)لکه په قصاص کښی مثلاً( نو په دغه وژنه کښی ورسره احسان وکړۍ )یعنی مه یي زوروۍ(، او کله مو چه حلالکه کوله)لکه د حلالو حیواناتو د ذبح او حلالونی په وخت کښی(، نو په حلالکه کښی احسان وکړۍ، نو حلالونکې دی د حلالکی لپاره خپله چوړکۍ تیره کړي، او خپل هغه حیوان چه حلالوي یي هغه ته دي راحت وروبخښي)او نه دی زورَوي(».

لنډه دا چه الله تعالی په هر څه کښی د هغه شي سره مناسب احسان فرض کړې دې، لکه دلته چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حلالکی احسان بیان کړې دې، نو هغه څوک چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له لارښوونی څخه سرغړونه کوي او چوړکۍ نه تیره کوي، او د حلالکی د حیوان د راحت خیال نه ساتي نو هغه په حلالکه کښی احسان کونکې نه دې، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  پیرو نه دې.

په همدی سره په دین کښی د پوره تعمق او فقاهت اهمیت راڅرګندیږي، او له همدي نه احسان لټوونکې په عبادات او معاملاتو کښی د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لارښوونه او د هغی اهمیت پیژني، نو کوښښ کوي چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  لارښوونه په اوداسه لمانځه خیرات زکات روژه حج جهاد، اخستلو)رانیولو( او خرڅولو، خوراک، څښاک، خوب، نکاح، واده، او عام ژوند، ښیګړه او د بیلابیلو ډولو خلکو  سره تعامل کولو کښی، او همداسی په ټولو کارونو کښی درسول الله صلی الله عليه وسلم  لارښوونه پیژني او د هغی پیروي کوي.

او یو بنده د احسان مرتبی ته یواځی پخپل عمل نشي رسیدلاي، بلکه ددي لپاره د الله تعالی توفیق ډیر ضروري دې؛ نو له دي کبله بنده باید د هر لمانځه څخه وروسته دا دعا ووايي چه: «اللَّهُمَّ أَعِنِّيْ عَلَى ذِكْرِكَ وَشُكْرِكَ وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ» [سنن أبي داود].

ترجمه: «یعنی اي الله له ماسره مرسته وکړی ستا په ذکر او یادونه کښی، او په شکر ادا کولو کښی، او د ښه او ښایسته عبادت په کولو کښی».

ځکه د بنده ضرورت او حاجت د الله تعالی مرستی او کومک ته او خاصةً د احسان مرتبی ته په رسیدلو کښی همیشه او بار بار پیښیږي.

ليکوال : عبدالعزيز مطيري

ژباړن : أبو زکريا اسماعيل الافغاني

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email