د عقېدې درسونه -د شهادت کلمه، معنی او غوښتنی یي

د شهادت کلمی څخه هغه معلوم او معروف الفاظ مراد دي چه: (أشهد أن لا  إله إلاّ الله، وأشهد أن محمداً رسول الله).

دغه دواړه ګواهۍ د اسلامي دین بنسټ او لمړنې رکن دې، په کوم چه یو بنده د اسلام په مقدس دین کښی داخلیږي، نو که څوک دغه دواړه ګواهیو باندی ګواهي ونکړي مسلمان کیدې نشي.

لکه چه عبد الله بن عمر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه روایت کوي چه هغه فرمايلي دي:

«بُنِيَ الإِسْلاَمُ عَلَى خَمْسٍ شَهَادَةِ أَنْ لا إله إلا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ وَإِقَامِ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ وَحَجِّ الْبَيْتِ وَصَوْمِ رَمَضَانَ». [متفق عليه]

ترجمه: «د اسلام دین په پنځه بنسټونو باندي جوړ او ولاړ دې:

لمړې: ددي خبری ګواهي کول چه د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق بل هیڅ څوک نشته مګر  یواځی الله جلّ جلاله دې، او محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی ریښتینې پیغمبر او ستاذې دې.

دوهم: په شپه او ورځ کښی پنځه وخته پوره له حقوقو سره( لمونځ ادا کول) .

دریم: د خپل مال زکات ورکول.

څلورم: د بیت الله شریف حج کول.

پنځم: د رمضان د مبارکی میاشتی روژه نیول». (دا حدیث شریف په صحیح بخاري شریف او صحیح مسلم شریف کښی روایت شوې دې).

نو په اسلام کښی لمړنې فرض دا دي چه تر هر څه دمخه د لمړني بنسټ معنی او احکام زده کړل شي؛ ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  چه کله معاذ بن جبل رضی الله عنه  یمن ته د یو داعي، بلونکي او ښوونکي په صفت لیږلو نو ورته یي وفرمايل: «إِنَّكَ سَتَأْتِي قَوْمًا أَهْلَ كِتَابٍ فَإِذَا جِئْتَهُمْ فَادْعُهُمْ إِلَى أَنْ يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللهِ فَإِنْ هُمْ أَطَاعُوا لَكَ بِذَلِكَ فَأَخْبِرْهُمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ فَرَضَ عَلَيْهِمْ خَمْسَ صَلَوَاتٍ فِي كُلِّ يَوْمٍ وَلَيْلَةٍ… الحديث». [متفق علیه]

ترجمه: «بیشکه ته داسی خلکو ته ورتلونکې یي چه هغوي اهل کتاب او کتابیان دي، نو لومړې یي باید ددي خبری منلو ته راوبلی چه: نشته وړ، لایق او مستحق دعبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله جلّ جلاله دې، او زه- یعنی محمد صلی الله عليه وسلم – دالله تعالی ريښتينې پیغمبر او استاذې یم، که هغوي درسره دا خبره ومنله، نو بیا ورته وښایه چه الله جل جلاله  پر دوي په هره شپه ورځ کښی پنځه لمونځونه فرض کړي دي…» الحدیث.

دا حدیث شریف په صحیح مسلم شریف کښی له ابن عباسب څخه روایت شوې دې.

او په صحیح بخاري شریف کښی یي بیا لفظ داسی دې: «فَلْيَكُنْ أَوَّلَ مَا تَدْعُوهُمْ إِلَيْهِ عِبَادَةُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ».

ترجمه: یعنی «ستا لمړنۍ بلنه دی هغوي ته دا وي چه هغوي دی یواځی یو الله جل جلاله  د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق وګڼي…».

ددي خبری بیان او وضاحت د جبریل عليه السلام په هغه اوږد حدیث شریف کښی هم راغلې دې چه په هغه کښی جبریل عليه السلام له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه ددین د مراتبو په هکله پوښتنه کوي: چه هغه اسلام، ایمان او احسان دي، او بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم  خپلو صحابه کرامو رضی الله اجمعين ته وفرمایل: دا پوښتنه کونکې جبریل عليه السلام وو، تاسو ته ددي لپاره راغلې وو چه تاسو ته ستاسو دین درزده کړي.

نو ددین له کارونو څخه تر ټولو لومړنې هغه کار چه تر هر څه دمخه یي زده کول فرض دي، هغه هم هغه څه دي چه د جبریل عليه السلام په دغه حدیث کښی راغلي دي.

او ددین لومړنۍ مرتبه اسلام دې، او د اسلام لمړنې بنسټ دغه دوه ګوني ګواهۍ دي.

لمړې درس:
د «شهادة أن لا إله إلاَّ اللَّه» معنی

یعنی نشته وړ، لائق او مستحق د عبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله تعالی دې.

د «إله» معنی مألوه، یعنی معبود دې، نو ټول هغه عبادتونه او بندګۍ چه د الله تعالی پرته بل چا ته کیږي هغه باطل عبادت دې، او هغه څوک چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي کوي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي، لکه چه الله جل جلاله  فرمایي: ﴿وَمَن يَدۡعُ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ لَا بُرۡهَٰنَ لَهُۥ بِهِۦ فَإِنَّمَا حِسَابُهُۥ عِندَ رَبِّهِۦٓۚ إِنَّهُۥ لَا يُفۡلِحُ ٱلۡكَٰفِرُونَ ١١٧﴾ [المؤمنون: 117].

ترجمه: «او هغه څوک چه د الله جل جلاله  سره بل معبود هم رابلي چه له ده سره هیڅ ډول دلیل ورباندی نشته، نو بیشکه دده حساب کتاب د الله تعالی سره دې، بیشکه شان دادې کافران کامیابیدې او سرفراز کیدې نشي».

نو هیڅکله روا نه ده چه د الله جل جلاله  سره د بل چا عبادت او بندګي وشي، دا بل څوک که لیږل شوې پیغمبر وي، او که کوم مقرّب ملائك وي، او که د نیکانو او اولیاو له جملی څخه کوم ولي وي، او که ونه، یا تیګه وي، او که کوم بل شې وي؛ ځکه عبادت او بندګي یواځی د الله جل جلاله  حق دې، چه مونږ الله تعالی د همدی خپلی بندګۍ او عبادت لپاره پیدا کړي یو، لکه چه الله جل جلاله  فرمایي:

﴿وَمَا خَلَقۡتُ ٱلۡجِنَّ وَٱلۡإِنسَ إِلَّا لِيَعۡبُدُونِ ٥٦﴾ [الذاریات: 56].

ترجمه: «ما پيریان او انسانان نه دي پیدا کړي مګر ددي لپاره چه یواځی ځما عبادت او بندګي وکړي».

همداراز فرمايي: ﴿قُلۡ هُوَ ٱللَّهُ أَحَدٌ ١﴾ [الإخلاص: 1]. «أي پیغمبره خلکو ته بیان کړه چه شان دا دې: چه الله جل جلاله  معبود برحق همدا یو دې».

همداشان فرمایي:

﴿وَإِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلرَّحۡمَٰنُ ٱلرَّحِيمُ ١٦٣﴾ [البقرة:163].

ترجمه: «معبود برحق او ستاسو د عبادت او بندګۍ مستحق او لایق یواځی یو معبود دې، نشته بل مستحق د عبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله تعالی دې چه ډیر زیات مهربان او ډیر بخښونکې دې».

همداراز الله تعالی په ځاي کښی فرمایي:

﴿هُوَ ٱلۡحَيُّ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ فَٱدۡعُوهُ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ﴾ [المؤمن: 65].

ترجمه: «الله جل جلاله  هغه ذات دې چه دایمی او ازلي ژوندې دې، نو نشته مستحق د عبادت او بندګۍ مګر یو الله تعالی دې، نو همدغه الله راوبلۍ او چیغی ورته ووهۍ، په داسی حال کښی چه خالص کوونکي یاست الله لره د خپل عبادت او بندګۍ».

او همدا د توحید معنی ده، او هغه دا چه الله تعالی په عبادت او بندګۍ کښی یو وګڼل شي، او یواځی دهمهغه عبادت او بندګي وشي، نو مونږ یواځی د همغه الله تعالی عبادت او بندګي کوو چه یو دې او هیڅ ډول شریک او برخَوال نلري.

او دهمدی توحید د تحقیق او پلي کولو لپاره الله جل جلاله  ټول پیغمبران رالیږلي دي، او همدا توحید د (لا إلهَ إلاَّ الله) معنی ده، لکه چه اللهجل جلاله  فرمایي: ﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَا مِن قَبۡلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِيٓ إِلَيۡهِ أَنَّهُۥ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعۡبُدُونِ ٢٥﴾ [الأنبياء: 25].

ترجمه: «مونږ نه دې لیږلې پخوا له تا څخه هیڅ یو پیغمبر مګر مونږ ورته وحي کړی ده ددي خبری چه شان دا دې نشته لایق د عبادت او بندګۍ مګر همدا زه یم، نو یواځی ځما عبادت او بندګي وکړۍ».

همدا شان الله I  په بل ځای کښی فرمایي: ﴿وَلَقَدۡ بَعَثۡنَا فِي كُلِّ أُمَّةٖ رَّسُولًا أَنِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ وَٱجۡتَنِبُواْ ٱلطَّٰغُوتَ﴾ [النحل: 36].

ترجمه: «او بی شکه مونږ لیږلي دي په هر امت کښی یو یو پیغمبر په دي خبره چه یواځی د یو الله جل جلاله  عبادت او بندګي وکړۍ اود طواغیتو له عبادت او بندګۍ ځینی ځان وساتۍ».

الله جل جلاله  د خپل کتاب په بیلابیلو ځایونو کښی د پخوانیو پیغمبرانو او دهغوﺉ د قومونو قیصی بیان کړي دي، او دا یي راته واضحه کړی ده چه ددغه ټولو پیغمبرانو لمړنې دعوت او مسأله توحید او د الله تعالی یووالي ته بلنه وه، او هم یی راته دهغه مومنانو ښه انجام بیان کړې دې چه د پیغمبرانو دعوت او بلنه یي منلی وه، او دهغه کفارو بد انجام یي راښوولې دې چه پیغمبرانو ته يي دروغجن ویلي وو، او د الله تعالی سره یي شرک کړې وو، حال دا چه په دغه شرک باندي د الله تعالی لخوا ورته هیڅ کوم دلیل نه وو راغلې.

لکه چه الله تعالی فرمایي:

﴿لَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا نُوحًا إِلَىٰ قَوۡمِهِۦ فَقَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓ إِنِّيٓ أَخَافُ عَلَيۡكُمۡ عَذَابَ يَوۡمٍ عَظِيمٖ ٥٩﴾ [الأعراف: 59].

ترجمه: «بیشکه یقیناً مونږ لیږلې وو نوح  عليه السلام خپل قوم ته پیغمبر، نو هغه ورته ویلي وو: أی ځما قومه! عبادت او بندګي وکړۍ یواځی د یو الله تعالی؛ ځکه نشته تاسو لپاره بل رښتينې مستحق د عبادت او بندګۍ پرته د الله تعالی څخه بل څوک، بیشکه زه ویریږم پر تاسو د عذاب د هغه ورځی لوي څخه چه قیامت دې».

همداشان دهود عليه السلام په هکله فرمايي:

﴿وَإِلَىٰ عَادٍ أَخَاهُمۡ هُودٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥٓۚ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴾ [الأعراف: 65].

ترجمه: «او لیږلې مو وو عادیانو ته د هغوﺉ نسبي ورور هود عليه السلام نو هغه ورته ویلي وو: أي ځما قومه! یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړۍ؛ ځکه نشته تاسو لپاره د الله تعالی پرته بل معبود برحق، نو آیا تاسو له دغه الله تعالی څخه نه ویریږۍ؟».

او د صالح عليه السلام په هکله فرمايي:

﴿وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمۡ صَٰلِحٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥ﴾ [الأعراف: 73].

ترجمه: «او لیږلې مو وو ثمودیانو ته د هغوﺉ نسبي ورور صالح عليه السلام نو هغه ورته ویلي وو: أي ځما قومه! یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړۍ؛ ځکه نشته تاسو لپاره بل د عبادت او بندګۍ مستحق پرته له الله جل جلاله  څخه».

همداراز د شعیب عليه السلام په هکله الله تعالی فرمایی:

﴿وَإِلَىٰ مَدۡيَنَ أَخَاهُمۡ شُعَيۡبٗاۚ قَالَ يَٰقَوۡمِ ٱعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مَا لَكُم مِّنۡ إِلَٰهٍ غَيۡرُهُۥۖ﴾ [الأعراف: 85].

ترجمه: «او د مدین اوسیدونکو ته الله د هغوﺉ نسبي ورور شعیبعليه السلام لیږلې وو، نو هغه ورته ویلي وو: أي ځما قومه! یواځی د یو الله تعالی عبادت او بندګي وکړۍ؛ ځکه نشته تاسو لپاره بل د عبادت او بندګۍ مستحق پرته له الله (جل جلاله) څخه».

او د ابراهیم عليه السلام نه هم دغه شان الله سبحانه وتعالی حکایت کوي او فرمایي:

﴿وَإِذۡ قَالَ إِبۡرَٰهِيمُ لِأَبِيهِ وَقَوۡمِهِۦٓ إِنَّنِي بَرَآءٞ مِّمَّا تَعۡبُدُونَ ، إِلَّا ٱلَّذِي فَطَرَنِي فَإِنَّهُۥ سَيَهۡدِينِ ﴾ [الزخرف: 26-27].

ترجمه: «او یاد کړه هغه وخت چه ویل ابراهیم عليه السلام خپل پلار او قوم ته: بیشکه زه له هغه چا څخه بیزار یم چه تاسو یي عبادت او بندګي کوۍ، مګر خو بیزار نه یم د هغه الله تعالی نه چه زه یي پیدا کړې یم، نو همهغه به راته سمه لار راوښايي».

همدا شان الله تعالی فرمایی:

﴿أَمۡ كُنتُمۡ شُهَدَآءَ إِذۡ حَضَرَ يَعۡقُوبَ ٱلۡمَوۡتُ إِذۡ قَالَ لِبَنِيهِ مَا تَعۡبُدُونَ مِنۢ بَعۡدِيۖ قَالُواْ نَعۡبُدُ إِلَٰهَكَ وَإِلَٰهَ ءَابَآئِكَ إِبۡرَٰهِ‍ۧمَ وَإِسۡمَٰعِيلَ وَإِسۡحَٰقَ إِلَٰهٗا وَٰحِدٗا وَنَحۡنُ لَهُۥ مُسۡلِمُونَ ﴾ [البقرة: 133].

ترجمه: «آیا تاسو هغه وخت حاضر وۍ کله چه یعقوب عليه السلام ته مرګ راغې، او کله چه یي خپلو ځامنو ته وویل: له ما نه وروسته به د چا عبادت او بندګي کوۍ؟ ځامنو يي ورته وویل: مونږ به دهغه الله عبادت او بندګي کوو چه ستا معبود دې او هم ستا دپلرونو معبود دې، چه دغه ستا پلرونه ابراهیم اسماعیل او اسحاق علیهم السلام دي، په داسی حال کښی چه ددوي د ټولو معبود همدا یو الله تعالی وو، او مونږ  هم همدغه الله تعالی ته غاړه ایښودونکي یو».

همدغه ډول بلنه یوسف عليه السلام هم په محبس زندان کښی خپلو ملګرو ته وړاندی کړه لکه چه فرمایي:

﴿ءَأَرۡبَابٞ مُّتَفَرِّقُونَ خَيۡرٌ أَمِ ٱللَّهُ ٱلۡوَٰحِدُ ٱلۡقَهَّارُ ٣٩﴾ [یوسف: 39].

یعنی: «آیا مختلف او بیلابیل معبودان ښه دي چه عبادت او بندګي یی وشي او که یواځی یو الله )جل جلاله( چه یو دې او هم قهار دې».

او همدغه دعوت او بلنه زمونږ د خوږ پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم   هم وه لکه چه الله )جل جلاله( ورته فرمایي:

﴿وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا رَحۡمَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ ، قُلۡ إِنَّمَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّ أَنَّمَآ إِلَٰهُكُمۡ إِلَٰهٞ وَٰحِدٞۖ فَهَلۡ أَنتُم مُّسۡلِمُونَ ﴾ [الأنبیاء: 107-108].

ترجمه: «مونږ ته- أي محمده!- نه یي لیږلې مګر خو مو لیږلې یي رحمت د عالمیانو لپاره، ورته ووایه أي پیغمبره! بیشکه ما ته وحي کیږي ددي خبری چه بیشکه ستاسو معبود یو الله تعالی دې، نو آیا تاسو غاړه ایښودونکي یاست هغه ته؟»

زمونږ پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم   هم په مکه مکرمه کښی دخپل دعوت شروع له توحید څخه کړی وه، خپل قوم یي دیته راوبللو چه )لا إلهَ إلا اللهُ(کلمه ووایي او د بتانو له عبادت او بندګۍ څخه ځان وساتي، نو هغوﺉ اکثرو يي لویي وکړه، او د توحید دعوت له قبلولو څخه یي انکار وکړ، لکه چه الله تعالی فرمایي:

﴿إِنَّهُمۡ كَانُوٓاْ إِذَا قِيلَ لَهُمۡ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا ٱللَّهُ يَسۡتَكۡبِرُونَ ، وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوٓاْ ءَالِهَتِنَا لِشَاعِرٖ مَّجۡنُونِۢ ﴾ [الصافات: 35-36].

ترجمه: «بیشکه دی کافرو ته چه به وویل شو: چه نشته لایق دعبادت او بندګۍ مګر یواځی یو الله تعالی دې، نو دوي یي له منلو څخه انکار او لویي کوي، او وايي: آیا مونږ پریږدو خپل معبودان د یو داسی شاعر په خاطر چه پخپله لیونې هم دې».

نو الله تعالی ورته جواب ورکوي او فرمايي چه: ﴿بَلۡ جَآءَ بِٱلۡحَقِّ وَصَدَّقَ ٱلۡمُرۡسَلِينَ ﴾ [الصافات: 37]. یعنی: «بلکه هغه څه چه دی پیغمبر راوړي دي حق دي او د تیرو پخوانیو پیغمبرانو تصدیق یي کړې دې».

نو د توحید کلمه دحق کلمه ده، کومی ته چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه پخوانیو پیغمبرانو هم بلنه ورکړی وه، او همدا زمونږ د خوږ پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم   بلنه هم ده، او د قریشو کافران هم پدي پوهیدل چه د توحید کلمی معنی هم دا ده چه د الله تعالی پرته د بل هر چا عبادت او بندګي پریښودل شي.

او توحید تر هغه پوری نه پلې کیږي چه ورسره له شرک څخه پوره اجتناب او ځان ساتنه نه وي شوي، او هم دا د «لا إله إلاَّ الله» معنی ده.

«أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ، فَمَنْ قَالَ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ فَقَدْ عَصَمَ مِنِّيْ مَالَهُ وَنَفْسَهُ إِلاَّ بِحَقِّهِ وَحِسَابُهُ عَلَى اللَّهِ». [متفق علیه].

له دوهم خلیفه عمر فاروق رضی الله عنه  څخه روایت دې هغه وايي: بیشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمایلي دي: «ما ته په جهاد باندي امر شوې دې تر دی چه خلک د توحید کلمه »لا إله إلاَّ الله« ووايي، او هر چا چه دغه د »لا إله إلاَّ الله« کلمه وویله نو د هغه مال او وینه محفوظه شوه، مګر هغه وخت به محفوظه نه وي کچيري یي بل حق ورباندی واوخت لکه: قصاص، او داسی نور، او نور حساب کتاب یي د الله تعالی سره دې». )دا حدیث شریف په صحیح بخاری او صحیح مسلم شریف کښی دې(.

او کله چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د وخت پاچاهانو ته دعوتي خطونه استول نو هغوﺉ يي پکښی توحید او د الله تعالی یووالي ته راوبلل، لکه عبد الله بن عباسب روایت کوي چه بیشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د روم پاچا هرقل ته لیک واستولو، او پکښی يي ولیکل:

((بسم الله الرحمن الرحيم، من مُحمَّدٍ رسولِ اللهِ إلى هِرَقْلَ عَظيمِ الرُّومِ، سَلامٌ على مَن اتَّبَعَ الهُدَى أمَّا بعدُ: فإنِّي أدعوكَ بدِعايةِ الإسلامِ، أَسْلِمْ تَسْلَمْ، وأَسْلِمْ يُؤْتِكَ اللهُ أجْرَك مَرَّتين، فإن تَوَلَّيْتَ فإنَّ عليكَ إِثْمَ الأَرِيسِيِّينَ، و﴿قُلۡ يَٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۢ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡ‍ٔٗا وَلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُولُواْ ٱشۡهَدُواْ بِأَنَّا مُسۡلِمُونَ ٦٤﴾ [آل‌عمران: 64])) [حدیث متفق علیه]

ترجمه: «د ډیر مهربانه او بخښونکي الله )جل جلاله( په نامه، دا لیک د محمد رسول الله لخوا د رومیانو مشر هرقل ته: دحق په پیروانو دي سلام وي، أما بعد:

بیشکه زه تا ته د اسلام دعوت درکوم، ته مسلمان شه، نو ددنیوي او أخروي عذابونو او خجالتونو څخه به بچ شی، مسلمان شه؛ الله تعالی به درته دوه ځلی أجر درکړي، او که دي له دي بلنی څخه مخ واړولو، نو پر تا باندي د ټولو أریسیینو ګناه بار ده». «او اي اهل کتابو! راشۍ د هغه کلمی منلو ته چه زمونږ او ستاسو تر منځ برابره او اتفاقي ده، او هغه دا چه مونږ او تاسو ټول به عبادت او بندګي نه کوو مګر د یو الله تعالی بندګي به کوو، او  له هغه سره به هیڅ شې شریک او برخوال نه منو، او نه به پخپل منځ کښی یو بل سره په خدايي او الوهیت باندي نیسو پرته له الله تعالی څخه، نو که دي اهل کتابو ددي دعوت او بلنی څخه مخ واړولو نو ورته ووایه: چه تاسو ګواهان شۍ چه مونږ خو مسلمانان او همدغه دالله تعالی حکم ته غاړه ایښودونکي یو». (دا حدیث شریف په صحیح بخاري او صحیح مسلم شریف کښي دې).

او رسول الله صلی الله عليه وسلم  همدا ډول لیکونه د فارس پاچا کسرا، او دقبطیانو پاچا مقوقس، د حبشی پاچا، په عمان کښی جیفر او عیاذ ابنی الجلندي ته، او په یمامه کښی هوذة بن علي ته، او په هجر کښی منذر بن ساوا ته، او ابن أبي شمر الغساني ته ولیږل، کوم چه د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په زمانه کښی د خپلو خپلو ملکونو پاچاهان وو.

او په صحیح مسلم شریف کښی د انس بن مالکرضی الله عنه  په حدیث کښی راغلي دي چه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د هغه وخت هر پاچا ته لیکونه واستول چه په دغه لیکونو کښی یي هغوﺉ د الله تعالی عبادت او بندګۍ ته راوبلل.

او د ابن عباسب څخه روایت دې چه بیشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  چه کله معاذرضی الله عنه  یمن ته استولو نو ورته یي وویل: «یقیناً ته داسی خلکو ته ورتلونکې یي چه هغوﺉ اهل کتاب دي، نو ته يي لمړې دي ته راوبله چه هغوﺉ الله تعالی په ربوبیت او الوهیت او عبادت کښی یو  ومني».

نو توحید او د الله تعالی یو منل په اسلام کښی د شاملیدلو  لمړنۍ دروازه ده، او له توحید پرته هیڅ څوک مسلمانیدې نشي، او هر کله چه یو څوک داسی یوه ګناه وکړي چه دا توحید له منځه وړي نو هغه کافر او مشرک کیږي، او د اسلام له مقدس دین څخه بهر شمارل کیږي.

وعن مُعاذِ بن جَبَلرضی الله عنه  أن النبيَّصلی الله عليه وسلم   قال له:

«يَا مُعَاذُ! تَدْرِي مَا حَقُّ اللَّهِ عَلَى الْعِبَادِ وَمَا حَقُّ الْعِبَادِ عَلَى اللَّهِ؟». قَالَ: قُلْتُ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «فَإِنَّ حَقَّ اللَّهِ عَلَى الْعِبَادِ أَنْ يَعْبُدُوا اللَّهَ وَلاَ يُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَحَقُّ الْعِبَادِ عَلَى اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ أَنْ لاَ يُعَذِّبَ مَنْ لاَ يُشْرِكُ بِهِ شَيْئًا…». [متفق عليه] ترجمه: معاذ بن جبل رضی الله عنه  وايي: «بیشکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وویل: أي معاذه! ته پوهیږي چه د الله تعالی حق پخپلو بندګانو باندي څه دې؟

 معاذرضی الله عنه  ورته وویل: الله تعالی او دهغه رسول پری ښه خبر دې.

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  ورته وویل: د الله تعالی حق پر خپل بندګانو دا دې چه بندګان د الله تعالی عبادت او بندګي وکړي، او له هغه سره هیڅ شې شریک او برخوال نکړي.

بیا رسول الله صلی الله عليه وسلم  وویل: معاذه! آیا ته پوهیږی چه که بندګان دالله تعالی دغه حق أدا کړي، نو ددغه بندګانو حق پر الله تعالی څه دې؟

هغه ورته ورته بیا وویل: چه الله تعالی او دهغه رسول صلی الله عليه وسلم   پری ښه پوهیږي.

نو رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمایل: ددغه بندګانو چه کله دوﺉ د الله تعالی حق أدا کړي، نو ددوﺉ حق پر الله تعالی باندي دا دې چه دوﺉ ته عذاب ورنکړي». )دا حدیث شریف په صحیح مسلم او صحیح بخاري شریف  کښی دې(.

نو کله چه یو بنده دا ګواهي وکړي چه «لا إله إلاَّ الله» نو ده په حقیقت کښی داسی ګواهي وکړه چه د الله تعالی پرته ټول هغه څه چه عبادت او بندګي یي کیږي باطل شیان دي، او پخپل ځان یي هم په دي ګواهي وکړه چه دې به پخپله د الله تعالی پرته د بل هیچا عبادت او بندګي نکوي، او خپل عبادت او بندګي به خاص یو الله تعالی ته ځانګړی کوي، او همدا هغه اسلام دې چه الله تعالی یي له خپلو بندګانو څخه غواړي، لکه چه فرمایي:

﴿قُلۡ إِنِّي نُهِيتُ أَنۡ أَعۡبُدَ ٱلَّذِينَ تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ لَمَّا جَآءَنِيَ ٱلۡبَيِّنَٰتُ مِن رَّبِّي وَأُمِرۡتُ أَنۡ أُسۡلِمَ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ﴾ [المؤمن: 66].

ترجمه: «ووایه اي پیغمبره! بیشکه زه د الله تعالی لخوا له دی نه منع شوې یم چه عبادت او بندګي وکړم دهغه چا چه تاسو یي عبادت او بندګي کوﺉ پرته له الله تعالی څخه، او هغه وخت منع شوې یم چه کله راغلي دي ماته واضحه دلایل زما د پروردګار لخوا، او ما ته امر او حکم ددی شوې دې چه زه غاړه کیدم پروردګار د عالمیانو ته».

همداراز الله تعالی فرمایي:

﴿وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ ٥﴾ [البینة: 5].

ترجمه: «دی خلکو ته امر نه دې شوې مګر خو امر شوې دوﺉ ته ددي خبری چه دوﺉ دی عبادت اوبندګي کوي یواځی د الله تعالی، په داسی حال کښی چه خالص کونکي وي دوﺉ الله تعالی ته د عبادت خپل، او ولاړ وي په حق، او مایل نه وي باطل خوا ته، او بل ددی امر شوې دې دوﺉ ته چه پوره په خپل وخت به أدا کوي د ټولو حقوقو سره لمونځ، او ورکوي به زکات، او همدا مضبوط دین دې».

همداشان الله تعالی په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿فَٱدۡعُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ وَلَوۡ كَرِهَ ٱلۡكَٰفِرُونَ ﴾ [المؤمن: 14].

ترجمه: «نو وبلۍ تاسو یواځی الله تعالی لره په داسی حال کښی چه خالص کونکي یاست یو الله تعالی لپاره د عبادت او بندګۍ خپلی، اګر که بد ګڼي دا کار کافران».

او الله )جل جلاله( په بل ځاي کښی فرمایي:

﴿قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ إِن كُنتُمۡ فِي شَكّٖ مِّن دِينِي فَلَآ أَعۡبُدُ ٱلَّذِينَ تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَٰكِنۡ أَعۡبُدُ ٱللَّهَ ٱلَّذِي يَتَوَفَّىٰكُمۡۖ وَأُمِرۡتُ أَنۡ أَكُونَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ 104 وَأَنۡ أَقِمۡ وَجۡهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفٗا وَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُشۡرِكِينَ 105 وَلَا تَدۡعُ مِن دُونِ ٱللَّهِ مَا لَا يَنفَعُكَ وَلَا يَضُرُّكَۖ فَإِن فَعَلۡتَ فَإِنَّكَ إِذٗا مِّنَ ٱلظَّٰلِمِينَ ﴾ [یونس: 104-106].

ترجمه: «ووایه اي پیغمبره! اي خلکو که چیری یاستۍ تاسو په شک کښی زما له دین څخه، نو )زما خبره واورۍ(: زه عبادت او بندګي نه کوم د هغه چا چه تاسو یي عبادت او بندګي کوﺉ پرته له الله تعالی نه، ولکن زه عبادت او بندګي کوم یواځی د الله عز وجلّ، هغه الله تعالی چه تاسو ته مرګ راولي، او ما ته امر شوې دې ددي چه زه له مؤمنانو څخه شم، او ما ته امر شوې دې ددي چه سم کړه مخ خپل دین د الله تعالی ته په داسی حال کښی چه ولاړ یي پر حق او مایل نه يي باطل خوا ته، او مه کیږه ته له مشرکانو څخه، او مه رابله پرته له الله تعالی هغه څوک چه ګټه نشي رسولې تاته، او نه ضرر رسولې شي تاته، که دغه کار دی وکړ نو بیشکه ته به په دغه وخت کښی له ظالمانو څخه یي».

خلاصه او لنډه دا چه:

–   د «لا إله إلاَّ الله» معنی دا ده چه: نشته معبود برحق مګر خو یو الله تعالی دې.

–   توحید تر هغه پوری نشي پلی کیدې چه تر څو له شرک څخه ځان ونه ژغورل شي.

–   زمونږ د پیدایش هدف: یواځی د یو  الله تعالی بندګي کول چه شریک او برخَوال ورسره پکښی نه وي.

–   هغه څوک چه د الله تعالی پرته د بل چا عبادت او بندګي وکړي هغه مشرک او کافر ګڼل کیږي.

–   هر پیغمبر خپل قوم توحید ته رابللې او له شرک څخه يي د ځان ساتلو امر ورته کړې دې.

–   د رسول الله صلی الله عليه وسلم  اصلي دعوت او بلنه هم توحید ته وه، او په شروع کښی یي خپل قوم توحید ته راوبللو، او د وخت پاچاهانو ته يي هم لیکونه واستول چه هغوﺉ ته يي پکښی د توحید دعوت ورکړې وو، او خپلو ملګرو ته یي هم امر کړې وو چه دهغوﺉ ددعوت لمړې ټکې دی توحید ته بلنه وي.

–   د الله تعالی حق پر بندګانو هم  همدا توحید دې.

–   هغه څوک چه په ربوبیت او عبادت او بندګۍ کښی الله تعالی یواځی یو ونه مني، نو هغه مسلمان کیدې نشي، اګر که ځان ته مسلمان هم ووایي.

عقيدوي درسونه

ليکونکی : عبدالعزيز مطيری

ژباړونکی : ابو زکريا اسماعيل الافغانی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً