السلام علیکم و حمةالله!
دا چی کله درود وایو نو د جناب رسول الله صلی الله تعالی علیه وسلم لپاره د اشرف الانبیاء او یا خیر خلقیه او یا ورته القاب او صفات کاروو ددی په قرآن یا حدیثو کی څه ثبوت شته چی نبی کریم صلی الله تعالی علیه وسلم اشرف الانبیاء دی یا بهترین د مخلوقاتو دی؟
مننه
احمد مختار
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د اهل سنت والجماعت دا عقيده ده چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم افضل اوغوره د مخلوقاتو دی
د رسول الله صلی الله عليه وسلم فضيلت په قرآن او سنتو ثابت دی :
وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا) النساء/113
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم پرټولو انبياء عليهم السلام غوره دی .
عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله قال: «فُضِّلْتُ عَلَى الأَنْبِيَاءِ بِسِتٍّ: أُعْطِيتُ جَوَامِعَ الكَلِـمِ، وَنُصِرْتُ بِالرُّعْبِ، وَأُحِلَّتْ لِيَ الغَنَائِمُ، وَجُعِلَتْ لِيَ الأَرْضُ طَهُوْراً وَمَسْجِداً، وَأُرْسِلْتُ إلَى الخَلْقِ كَافَّةً، وَخُتِـمَ بِيَ النَّبِيُّونَ». أخرجه مسلم.
ژباړه : ابی هريرة رضی الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : فضيلت راکړ شوی دی ما لره پر نورو پيغمبرانو باندې د شپږو صفاتو په وجه : ما ته د جوامع الکلم صفت ، په دوښمنانو باندې د رعب او وېرې په وجه نصرت ، د غنايمو حلالوالی ، د لمانځه د پاره په هر ځمکه باندې د لمانځه جواز ، د ټول عالم د پاره رسالت او خاتم د انبياؤ راکړ شوي دي .
او پر ټول مخلوق ځکه غوره دی چې انسان اشرف المخلوق دی او په انسانانو کې بیا انبياء عليهم السلام غوره او په انبياء کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره دی .
لقوله سبحانه وتعالی : (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً) الإسراء/70 ،
روى مسلم (4223) عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : (أَنَا سَيِّدُ وَلَدِ آدَمَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ
قال النووي رحمه الله في “شرح صحيح مسلم” :
وهذا الحديث دليل لتفضيله صلى الله عليه وسلم على الخلق كلهم ، لأن مذهب أهل السنة أن الآدميين أفضل من الملائكة ، وهو صلى الله عليه وسلم أفضل الآدميين وغيرهم” انتهى .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
جزاک الله خیراً