په ژوند او د مرګ نه پس د والدينو سره ښه سلوک

بر الوالدين معنی دا ده چې : د خپلو والدينو (مور او پلار) اطاعت کول ، د هغوی سره ښه سلوک ، د هغوی سره د منې او محبت ښکاره کول او د هغوی احترام ساتل دي .

د اسلام په مقدس دين کې برالوالدين عظيم شان لري او په هغه ډير تينګار شوی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .

او  فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ) الإسراء/23، 24

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .

د والدينو سره ښه سلوک د الله تعالی په نزد غوره عمل دی :

له ابن مسعودرضی الله عنهنه روايت دی چه ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چه کوم اعمال بهتر دی؟ نبی کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل :

(( الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( بِرُّ الوَالِدَيْنِ )) قلتُ : ثُمَّ أيٌّ ؟ قَالَ : (( الجِهَادُ في سَبِيلِ اللهِ )) متفقٌ عَلَيهِ

 ژباړه : په خپل وخت لمونځ کول ،ماوويل ددی نه ورسته ؟ نبی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دموراوپلار سره ښه سلوک !ماپوښتنه وکړه ددی نه ورسته کوم؟ هغوی صلی الله عليه وسلم وفرمايل دالله جل جلا له  په لار کی جهاد (بخاری اومسلم).

د والدين نافرماني کول او د هغوی ځور او خفګان سخته ګناه ده :

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (ترمذی 1899-، البزار 2394 او حاکم 4/152(7249)

يعنې د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي «أَلا أُنَبِّئُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ»؟ ثَلاثًا. قَالُوا: بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ، وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ» وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ: «أَلا وَقَوْلُ الزُّورِ» …. (بخارى:2654)

آيا تاسې د سترو ګناهونو خبر نه کړم ؟ ( دا جمله ) يې دری ځله تکرار کړه ، صحابه رضی الله عنهم وويل : هو يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : د الله تعالی سره شريک نيول او د مور او پلار نافرماني کول بيا کښيناست او داسې چې تکيه يې وهلې وه و يې فرمايل : خبردار چې په ناحقه شاهدي ويل هم ( د کبيره ګناهونو څخه دی ) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 “ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوالديه، والمرأة المترجلة، والديوث”79، وفي رواية: “لا يدخل الجنة منان، ولا عاق، ولا مدمن خمر”. (شعب الاخبار للبیهقي)

د قيامت په ورځ به دريو کسانو ته الله تعالی د رحمت په نظر نه ګوري ، عاق الوالدين ، بي حجابه ښځه يا د نارينه سره تشبح کونکی ښځه ، او ديوث (بي ناموثه ) سړی او په بل روايت کې راغلی دی : جنت ته به داخل نشي هر منان (احسان بارونکی ) ، او نه عاق الوالدين او نه هم شرابخور .

عقوق الوالدين ( د مور او پلار د نافرمانۍ او بد سلوک ) ځنې صورتونه په لاندې ډول دي :

۱- د والدينو غيبت کول.

۲- پر والدينو باندې د خپلې ښځې او ملګري پورته والی .

۳- تکبر په هغوی باندې خپل ځای لوی ګڼل .

۴- د هغوی جاهل او ناپوهه ګڼل .

۵- په مشروع کار کې هغوی نافرماني کول .

۶- د والدينو اهانت کول .

د عاق الوالدين توبه :

د چا څخه چې خپل والدين خفه او ناراضه وي هغه دې د خپل رب (جل جلاله ) په در کې په صدق توبه وباسي او د خپلو والدينو سره دی ښه سلوک کول پيل کړي.

قوله تعالی :يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

او د چا چې والدين وفات شوي وي د هغوی توبه :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عن انس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لقاق فلا يزال يدعوا لهما ویستغفر لهما حتی يکتبه الله باراً (۲)

د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : که د چا مور او پلار يا  په دواړو کې د يو تن وفات وشي او اولاد په ژوند کې عاق (نافرمانه وي يا يې د مور او پلار له رضامندﺉ نه محروم ) وي  لکن دا اولاد د هغوی له وفات وروسته په رښتني زړه سره د هغوی د پاره د خير او رحمت دعا کوي  مغفرت او پخشش غواړي  او همدارنګه د خپل قصور تلافي کول غواړي نو الله تعالی به دغه اولاد د نافرمانۍ د وبال نه بچ کړي .

د مرګ نه وروسته بر الوالدين :

د مرګ نه وروسته د هغوی سره ښه سلوک کول دا دي چې هغوی ته د رحم او مغفرت دعا وشي ، د هغوی د خپلوانو او ملګرو اکرام او عزت وشي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو کس عرض وکړ په ما باندې د خپل وفات شوي پلار څه حق شته ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو : هغوی ته دعا کول او استغفار غوښتل ، د هغوي پر وعدو او تعهوداتو وفا کول او د دهغوی د خپلوانو او ملګرو اکرام او صله رحمي کول (ابن ماجه ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً