د الله نيول ډير سخت دي

نن خو په ډير جرأت سره خپلو منکراتو ته دوام ورکوئ چې نه له الله تعالی څخه شميږئ او نه له مخلوق څخه خو ګورئ د الله تعالی نيول نا څاپي او ډير سخت دي .

دومره بې حيا او بې شرمه چې کله يو لمونځ کوونکی جومات ته د الله تعالی د عبادت او لمانځه ادا لپاره تللی وي ، بې حيا او بې غيرته غلو يې کور لوټ کړی وي .

دومره بې حيا او بې شرمه چې د پايتخت په مينځ کې په ډلو ډلو غله ګرځي څوک نشته چې مخه يې ونيسي خو د مسلمان د نيولو لپاره يې په توره شپه د هغه په کور باندې ناتار جوړ کړی وي .

دومره بې حيا او بې شرمه چې په تلوېزيونو کې په علني توګه د سود او قمار اعلانونه کيږي .

دومره بې حيا او بې شرمه چې رشوت د کار اجرت او حق ګڼي .

دومره بې حيا او بې شرمه د بې حيايۍ د پاره يې رسمي امن کورونه جوړ کړي .

دومره بې شرمه او بې حيا چې پر ډاکه د اسلامي شعائرو سپکاوۍ کوي .

ګورئ د الله نيول ډير سخت دي يو وخت د لوط عليه السلام قوم پر فاحش عمل لګيا ؤ خو د الله تعالی د سخت عذاب سره مخ شو

لقوله سبحانه وتعالی : قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه :[[ (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه ]]

که نن ستاسې د منع کولو څوک نشته او په پوره جرأت څه چې غواړی هغه کوئ خو ګورئ د الله نيول ډير سخت دي هغه ذات (جل جلاله ) چې ځمکې نړوي .

وګورئ .

https://www.youtube.com/watch?v=aphKBZiozw8

https://www.youtube.com/watch?v=alYb3XKihsc

لږ شرم او حيا وکړئ

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً