شرح :« طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ »

د آن لاین اسلامی لارښود ګرانو چلوونکو سلامونه می قبول کړی، زما یوه پوښتنه ده هغه دا چی نن سبا موجوده حکومت او  بعضی نور کسان د ځینو حدیثونو او قرآنی ایاتونو څخه سرسری مطلب اخلی نه پوهیږم چی په قصد یی غلطوی او که نه پوهیږی، مثلا  په هره غونډه او جلسه کښی نر او ښځی ناری وهی او همدا رنګه غټی لوحی یا بوډونه یی لګولی دی چی تعلیم پر نر او ښځه باندی فرض دی ایا دا د فرض تعلیم  څخه یی مراد عصری تعلیم دی اوکه دینی تعلیم چی ټول خلک یی ددی لاری تشویق کړیدی چی پر نر او ښځه باندی تعلیم فرض کړل سویدی او بل داچی د ښځی لپاره عصری تعلیم په شریعت کښی جواز لری لکه د نن سبا د ښځو تعلیمونه چی جریان لری او کنه؟
الله پاک ج دی د هر حرف لیکلو په بدل کښی په جنتونو کښی ماڼی درکړی. آمین

امين الله ورين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د ښځو تعليم

په اسلامې شريعت کې د نارينه او ښځو د پاره د شريعت د ضروري احکامو زده کړه فرض ده

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : « طلب العلم فريضة على كلّ مسلمٍ » يعنې د علم طلب په هر مسلمان (نر او ښځه ) فرض دی .

د پورته حديث څخه د شريعت ضروري علم مراد دی لکه : عقائد ، د طهارت ، لمانځه ، روژې ، زکات او حج احکام ،ضروري معاملات ، آداب او د ګناهونو او حرامو پېږندل او داسې نور .

الموسوعة الفقهية ليکي :

په مور او پلار لازمه ده چې خپل اولاد (هلکانو او نجونو ) ته د شريعت ضروري احکام ور زده کړي لکه :طهارت ، لمونځ ، روژه او نور او همدارنګه د حرامو شيانو زده کړه لکه : د زنا ، لواطت ، غلا ، شراب ، غيبت ، بهتان او نور زده کړه ورباندې واجبه ده .

جاء فی الموسوعة فقهية :

على الآباء والأمّهات تعليم أولادهم الصّغار الطّهارة والصّلاة والصّوم ونحوها ، وتعليمهم تحريم الزّنى واللّواط والسّرقة ، وشرب المسكر والكذب والغيبة وشبهها ، وأنّهم بالبلوغ يدخلون في التّكليف .

او د غير شرعي علوم څخه کوم چې ضرورت دی لکه : د طب د نسايي او ولادي څانګه ځکه چې د سړي د پاره د ښځې ستر ليدل جايز نه دي مګر د سخت ضرورت په وخت ، مګر دا علم معاصر فقهاء فرض کفايي بولي ، په شرط ددې د هلکانو او نجونو تر مينځ اختلاط او کډون نه وي د حجاب مراعات وي.

جاء فی الموسوعة الفقهية :

ومن العلوم غير الشّرعيّة ما يعتبر ضرورةً بالنّسبة للأنثى كطبّ النّساء حتّى لا يطّلع الرّجال على عورات النّساء . جاء في الفتاوى الهنديّة : امرأة أصابتها قرحة في موضعٍ لا يحلّ للرّجل أن ينظر إليه ، لا يحلّ أن ينظر إليها ، لكن يعلّم امرأةً تداويها ، فإن لم يجدوا امرأةً تداويها ولا امرأةً تتعلّم ذلك إذا علّمت ، وخيف عليها البلاء أو الوجع أو الهلاك فإنّه يستر منها كلّ شيءٍ إلاّ موضع تلك القرحة ، ثمّ يداويها الرّجل ، ويغضّ بصره ما استطاع إلاّ عن ذلك الموضع .

د هلکانو او نجونو کډ تعليم که هغه شرعي هم وي مطلق حرام او عظيم فساد دی وار خو د دنيوی علم شو کوم چې زده کړه يې مباح ده .

وجاء في فتاوى اللجنة الدائمة (12/156) : “

“أولا : الاختلاط بين الرجال والنساء في المدارس أو غيرها من المنكرات العظيمة ، والمفاسد الكبيرة في الدين والدنيا ، فلا يجوز للمرأة أن تدرس أو تعمل في مكان مختلط بالرجال والنساء ، ولا يجوز لوليها أن يأذن لها بذلك .

د ښځو د تعليم په باره کې تفصيل په لاندې لينکونو کې وګورئ :

https://dawat610.com/archives/4855

https://dawat610.com/archives/7188

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً