د قبرونو د زيارت په باره کې څو پوښتنې

د آن اسلامی لارښود چلونکو ته د زړه له کومی سلامونه او احترامات وړاندی کوی، الله پاک ج تاسو ته ستاسو ددی ستر او عظیم خدمت اجرونه او ثوابونه په دینا او اخرت کښی درکړی، ډیر مسلمانان ستاسو د سایټ د لاری څخه د ناروا رسمونو، رواجونو او بدعاتو څخه  اګاه او باخبره سویدی الله پاک ج مو خدمت درڅخه قبول کړه، زما یو څو دانی کوچنی او لنډ سوالونه دی  د هدیری (قبرستان) په اړه چی زه همیشه هدیری ته ځم نو سوالونه ډیر راته پیدا وی چی په ځوابونو سره به می تشویش رفعه او زه به یی بیا د نورو دوستانو سره هم ددی دمعلوماتو په خاطر شریک کړم،

۱: هدیری ته د ورتګ یا فیلت خاصه ورځ کومه ده،

 ۲ د دوستانو قبرونو ته په ورتلو کښی صرف مړی ته ثواب دی اوکه ورتلونکی ته هم

۳ قبر ته چی سړی کوم سورت ووایی ډیرثواب لری او د قبر کوم طرف ته باید څوک ودریږی

 ۴  ما اوریدلی دی خلک وایی چی مړی خپل دوست وینی یا پوهیږی کله چی څوک وقبر ته ورسی

 ۵: د مړی پرقبر باندی اوبه پاشل څنګه دی،
محترم مولوی صاحب: دا سوالونه که څهم ډیر دی خو زه ډیر هدیری ته ځم او ډیر ددی سوالونو سره لاس او ګریوان یم الله پاک ج دی جنت پردوس درپه نصیب کړی . هیله لرم چی سوالونه می په تفصیل سره راته بیان کړی.
په درنښت
نصیرا حمد
هلمند

———————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د اول سوال ځواب : د اسلام په مقدس دين د قبر د زيارت کولو خاصه ورځ او خاص وخت نه دی تعين شوي ، د عبرت د پاره هر وخت وتلل سنت دي .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

وتخصيص يوم العيد بزيارة القبور مما لم يرد عن الرسول صلى الله عليه وسلم، فلم يكن من هدي المصطفى صلى الله عليه وسلم ولا صحابته رضي الله عنهم زيارة القبور يوم العيد، وإن خير الكلام كلام الله وخير الهدي هدي رسول الله صلى الله عليه وسلم، وإن الخير كل الخير بالاتباع، والشر كل الشر بالابتداع. موسوعة فتاوي

د دوهم سوال ځواب :

دواړو ته ثواب رسيږي ځکه د قبر زيارت کول د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په سنتو باندې عمل کول دي او همدارنګه د زيارت کولو مړي ته هم ګټه رسيږي ځکه چې هغه ته دعا او استغفار کيږي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : «زُوْروا الْقُبْورَ فَإنَّهَا تُذَكِّركُمُ الآخِرَةَ(مسلم 976 )

د قبرونو زيارت ته ځی ځکه دا قبرونه تاسی ته آخرت درپه يادوي .

د دريم سوال ځواب :

د ايصال ثواب د پاره د کوم آيت ټاکل په اړه مو څه ثبوت پيدا نه کړ ، خو فقه ميسر ليکي : چې د ايصال ثواب د پاره د ياسين شريف لوستل مستحب دي .

کله چې سړی د قبر زيارت کوي نو قبر ته به مخامخ نه دريږي بلکي مخ به قبلې ته کړي په مړي به السلام واچوي او هغه به دعا وکړي .

د قبر د زيارت مسنونه دعا داسې ده :

«السَّلاَمُ عَلَى أَهْلِ الدِّيَارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَيَرْحَمُ اللَّهُ الْمُسْتَقْدِمِينَ مِنَّا وَالْمُسْتَأْخِرِينَ وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللَّهُ لَلاَحِقُونَ ».(مسلم، احمد و نسایی).

سلام دې وي پر تاسی ای ! اهل د قبرونو له مؤمنانو او مسلمانو الله ج دې رحم وکړی پرهغو کسانو چه له مونږ نه مخکی تللی او پر هغو کسانو چه له مونږ نه به ورسته رحلت کوي اومونږ به هم ان شآء الله له تاسې سره يوځای شو.

په قبر باندې کښيناستل او د هغه طرف ته لمونځ کول منع دي :

لا تجلسوا على القبور ولا تصلوا إليها(مسلم ).

د قبرونو د پاسه مه کښينئ او د د هغوی طرف ته مخامخ لمونځ مه کوی .

څلورم : د مړي د اورېدلو په باره کې فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/2465

پنځم : د مړي د دفن وروسته په قبر باندې اوبه پاشل مستحب دي :

يستحب رش قبر الميت بعد دفنه بالماء ليحفظ التراب من الانتشار .
جاء في “الموسوعة الفقهية” (32/250) : ” صرح الحنفية والشافعية والحنابلة ؛ بأنه يسن أن يرش على القبر بعد الدفن ماء؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم فعل ذلك بقبر سعد بن معاذ , وأمر به في قبر عثمان بن مظعون. وزاد الشافعية والحنابلة: أن يوضع عليه حصى صغار؛ لما روى جعفر بن محمد عن أبيه ( أن النبي صلى الله عليه وسلم رش على قبر ابنه إبراهيم ووضع عليه حصباء ) , ولأن ذلك أثبت له ، وأبعد لدروسه [يعني : انطماس القبر] , وأمنع لترابه من أن تذهبه الرياح ” انتهى.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً