دآن لاین اسلامي لارښود ټولو کارکونو ته د زړه له کومي سلامونه وایم او د الله څخه ددوي د لا زیاتو بر یالیتوبونو په هیله:
زه همیشه پدي فکر کي وم چي څنګه وکولای شم چي یو داسي اسلامي ویباڼه پیدا کړم چي په هغه کي د هر راز پوښتنو ځوابونه ورکړل شي همداوو چي پس له ډیر تلاش څخه مي د آن لاین اسلامي لارښود پاڼه پیدا کړه خدای شته چي ډير زیات خوشحاله شوم، او د خدای شکر می پر ځای کړی چي اوس هم داسي د اسلام خدمتګار ورونه شته چي مسلمانو ورونو ته د اسلام صحیح لار وښيي، نو خدای دي تاسو ته نور بریالیتوبونه هم په نصیب کړي.
اصلاً زما پوښتنه دا وه، چي زه همیشه پدي فکر کي یم چي څنګه دیني او عصري علم تر لاسه کړم او اول خپل ځان اصلاح او وروسته نورو ته د اصلاح لارښوونه وکړم، خو ماته همیشه دا مشکل را پیدا دی، چي کله هم د یوه کار تصمیم ونیسم نو پر هغه تصمیم تر ډیر وخته پوري نشم دریدلای او همیشه ددي مشکل دلاسه زه په خپل هر کار او تصمیم کي پس پاته شوی یم، او حتی اوس ډیر نا هیلی شوی یم کله چي وغواړم یو کار شروع کړم نو زړه مي نه غواړي چي هغه کار شروع کړم، دا فکر کوم چي نه بیا هم دا کار را څخه پاته شي، مثلاً ما څو ورځي مخکي د قران شریف د تجوید ویل شروع کړل په مسجد کي، خو د دو او درو ورځو څخه و
روسته هغه را پاته شو، او زړه مي مات شو، نو زه نه پوهیږم چي څنګه وکړم، چي پر خپل تصمیم قاطع اووسيږم او هغه تصمیم تر سره کړم، نو هیله ده چي تاسو ددي مشکل حل راته وښایاست، اوبل  مشکل چي زه لرم هغه دادي، تاسو ښه پوهیږی چي پدي عصر کي څومره د فحشاء او فساد امکانات زیات دي، لکه فیلمونه، سینماوي، ډرامي او د افغانستان په ټلویزوني شبکو کي بي معنا او بربنډ پروګرامونه، شته چي شاید تر ډیري سلني پوري خلګ په دي ناروا کړنو باندي اخته او مصروف وي، زه هم تقریباً دداسي ناروا کړنو ښکار شوي یم او هغه ددي سره سره چي زه پدي پوهیږم چي دا کار ګناه لري او همیشه کوښښ کوم چي ددي ګنا
هونو څخه ځان وساتم، خو ددي سره بیره چي زه غواړم چي ځان ددي ګناهونو څخه وساتم بیاهم ګناه راڅخه کیږي، مثال کله چي بازار ته ولاړشم نو نه غواړم چي په بازار کي و کومي نامحرمي ښځي ته وګورم خو بیا هم زه دا توان  دلاسه ورکوم او دهغوي په لور زما څخه کتل کیږي، او یو داچي زه کله په کندهار کي وم نو ما هلته نیمه ورځ کار کوی او هم مي نیمه ورځ درس وایه خو د امتحان په شپه چي به مي هم خپل درسونه یوار وویل نو تر ډیره بریده به مي درسونه په یاد کي کښیناستل او کامیابه کیدلم به خو د کومه وخته چي کابل ته راغلي یم نو نظر کندهار ته په کابل ډیر درسونه هم وایم خو بیا هم په کومه اندازه
چي زما په کندهار کي درس ښه زده کیدی دلته په کابل کي هغومره درس نه زده کیږي لنډه دا چي حافظه می ضعیفه شوي ده، او که په لنډ ډول درته ووایم هغه داچی زه په خپل تصمیم کي ثابت نه شم پاته کیدای، باوجود ددي چی پوهیږم دا عمل ګناه لري خو بیا هم ګناه را څخه ګیږي، او حافظه مي د پخوا په پرتله ضعیفه شوي، ده نو ددي حل لاري که تاسو را وښایاست ډیره مهرباني به مو وي، او د ژوند تر پایه پوري به ستاسي احسان مند اووسيږم، او یو بل سوال داچي کله چي پر یو چا باندي غسل واوړي داچي په هر صورت وي، د خوب یا بلي طریقي سره نو آیا په اودس کولو سره چي غسل نه وي شوی لمونځ د اچي د هر وخت کیږي او
که نه؟ او بل داچي په لوڅ سر سره لمونځ کولو حکم څنګه دی؟

بصير احمد

————————————————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د هر مباح او مشروع او په خاصه توګه نيک کار تر سره کولو لپاره مهم راسخ عزم او کلک تصميم دی اصلاً د کاميابۍ راز کلک عزم دی .

الله سبحانه وتعالی مؤمنانو ته حکم کوي چې کله مو عزم وکړ بيا زړه نا زړه مه کيږئ پر الله تعالی توکل وکړئ :

لقوله سبحانه وتعالی : فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (آل عمران ۱۵۸ ) .

د غوڅ او راسخ تصميم نيولو صلاحيت او داسې بصيرت چې په هغه باندې د حق او باطل فرق وکړای شي الله سبحانه وتعالی خپلو متقيانو بنده ګانو ته ورکړی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَتَّقُوا اللَّهَ يَجْعَلْ لَكُمْ فُرْقَاناً وَيُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ ذُو الفَضْلِ العَظِيمِ}.(الانفال ۲۹ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو که له الله نه وډارشواست نو هغه به د غوچ دريځ نيولو صلاحيت درکړي ګناهونه به مو ورژوي او بښنه به درته وکړي د الله پاک مهرباني او فضل ډير لوی دی .

کله چې بنده ګناهونه محاصره کړي په هغه باندې شيطان مسلط شي چې بيا په هر تصميم نيولو کې زړه نا زړه او تشويشي وي ځکه شيطان په هغه زړه باندې حمله کوي په کوم زړه کې چې ايمان او توحيد وي او د دغه حملي او نفوذ وسائل ګناهونه دي د هغه زړه سره کار نه لري بلکي ملګری يې وي په کوم زړه کې چې توحيد او ايمان نه وي .

د مؤمن بنده څخه به خامخا ګناه او خطا کيږي خو کله چې د بنده نه کومه خطا وشي هغه به فوراً پيښمانتيا غوره کوي او توبه به باسې خو له بده مرغه نن په مسلمانانو کې ډيرې داسې ګناهونه شته چې هغه يې يو هميشنی عادت ګرځيدلی وي لکه : په خبرو کې درواغ ويل ، د بل تحقير او ټوقې ، موسيقي ، په کورونو ، ادارو او علمي څانګو کې د نامحرمو سره کډون او اختلاط  ، نسوار او سګريټ څکول ، په سواګرۍ او تجارت کې بې انصافي حتی دوراغ او فريب ، جومات نه تلل او داسې نورې ګناهونو په مسلمانان کې داسې عادت دي چې هغو ته بلکل ګناه هم نه وايي او تر نورو ځان ته پاک هم وايي خو په کبيره ګناه باندې هميشوالی سخت خطرناک او په ضعيره ګناه باندې هميشوالی کبيره ګناه ګرځي .

تقوای د دنيا او آخرت د ټولو مشکلاتو حل لاره ده :

لقوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا  (الطلاق ) .

ژباړه : او څوک چې د الله تعالی تقوی اختيار کړي الله به ورته د ټولو مشکلاتو نه د وتلو لارې آسانه کړي .

مطلب دا چې پر چا کې چې تقوای راغله هغه ته به د دنيا مشکلات که هغه درس زده کول وي ، غم او پرشاني وي او يا کار او کسب وي آسان شي او په آخرت کې به هم کامياب وي .

د درس د زده کړې د پاره څو لار ښوونې :

۱- سهار وختي پاڅيدل جومات ته تلل او په جماعت سره لمونځ ادا کول او بيا د قرآنکريم تلاوت کول ، د هغه وروسته درس ويل ځکه د لمانځه د پاره وختې پاڅيدو سره دوماغ تازه کيږي ، د قرآن تلاوت ذهن ته پراختيا ورکوي ، او په دغه وخت کې ملائيکې حاضريږي ، د لمونځ کوونکي د ملائېکو دعا په نصيب کيږي .

۲- خپل هر مشکل له خپل رب (جل جلاله ) سره شريکول او هغه ته شکايت کول چې درس مې نه زده کيږي زما سره مرسته او مدد وکړه .

۳- د ټولو ګناهونو ترک او په خاصه توګه د فاحشو فلمونو ، سريالونو او فاحشې موسيقۍ ترک کول چې دا د ځوان نسل د علمي ترقی د پاره زهر دي .

۴- په خپل وخت عبادت تر سره کول په قدسي حديث شريف کې راغلی دي: «يقول‌ الله‌ تعالي: يا بني‌آدم!‌ تفرغ‌ لعبادتي‌ أملأ صدرك‌ غني‌ وأسد فقرك‌ وإن‌ لم‌ تفعل ‌ملأت‌ صدرك‌ شغلا ولم‌ أسد فقرك‌:(مسند احمد او ابن ماجه ) .

(الله جل جلا له  فرمايي : ای د آدم زويه ! ځان دې زما د عبادت د پاره فارغ کړه تر څو ستا سينه له بې احتاجۍ ، بې وسۍ او توان څخه ډګه کړم او فقر محتاجي له تا څخه لرې کړم کچيرې داسې ونه کړې ، ستا سينه به په مشغوليتونو ډکه کړم او تا نه به فقر او احتياج لرې نه کړم) .

۵- درس په پوره دقت سره لوستل داسې چې لومړی د هغه په هدف او مقصد ځای و پوهول شي او بيا ياد يا تحليل کړشي ځکه د انسان دوماغ ته الله تعالی د تشخيص ستر قوت ورکړی دی ، دوماغ له تا څخه سوال کوي چې دا شی چې پر مايې ساتې هدف او مقصد يې څه دی ؟ څه کټه لري ؟ ته بايد اول خپل دوماغ ته دا قناعت او ځواب ورکړي يعنې د درس په مقصد او هدف پوه وې ، دوماغ بې مقصده او بې هدفه شی ساتي خو په ډير بوج او سختۍ سره او د څه وخت تيرېدو وروسته يې غورځوي .

نو لومړی بايد د درس په هدف ځای پوه کړو چې وروسته د هغه تحليل او يادول آسانه کيږي .

۶- که په درس کې کوم ځای دوماغ تحليل نشي کړای بيا بيا تکرار يې ضرور دی لکن د زيات تکرار پر ځای بايد پوښتنه وشي تر څو په دوماغ فشار رانشي .

۷- د درس په زده کړه کې تمرين او کورنۍ کار مهم دی ځکه هغه کار چې سړی خپله تر سره کړي ذهن ته پراختيا ورکوي .

۸- د درس پر مهال خپل استاذ ته متوجه کيدل او د هغه احترام کول .

و اما توفيقي الابالله عليه توکلت واليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email