د زکات ورکولو په وخت کې د زکات يادول ضرور نه دي بلکي

درنو او قدرمنو او ددعوت اسلامی لارښود دویب پاڼی  چلونکو ستاسو او ټولو کارکونکو ته سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم، پوښتنه می دادی چی ښه اوغوره طریقه خو دادی چی زکات خپلو خپلوانو ته ورکړل شی، خو اوس مشکل دادی چی داڅنګه خپل دکاکازوی اویا خاله او ماما ته ووایم چی دا پیسی په زکات کی قبولی کړه ځکه چی زه شرمیږم ورته ویلای نشم، او داهم کیدای شی دا خپل دوست پردی خبری خپه اومتأ ثرهم شی چی زه ولی داپیسی په زکات کی واخلم، خو زمانیت په زړه کی دادی چی زه خودزکات پیسی ورکوم نو که چیری ورته یادون ونه کړم او پیسی ورکړم آیا دا په زکات کی قبلیږی او که نه، بل داچی ما مخکی Ú
لونو کی پرهغه پیسو چی دزکات لپاره می جدا کړی وی  یو څه اندازه مال اوسودا اخیستله او بیا به می ددوی کورنو ته ورلیږله، نو که په دی هکله قدرمن مولوی صاحب داسلام داصلو په رڼا کی معلومات راکړی مهربانی به مو وی چی زه څنګه وکولای شم خپلوانو ته زکات ورکړم. وسلام.
محمد نصیرله میدان ښارڅخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا مهم نه ده چې د زکات د ادا په وخت کې د زکات مستحق کس ته وويل چې دا د زکات روپۍ واخله بلکې هغه د صدقې ، کومک ، شرينۍ او په کوم بل عنوان هم ور کولای شي خو داسې چې هغه مالک وګرځول شي او پوه شي چې دا د خيرات روپۍ دی نه د قرض حسنه و غيره او په پوره ډاډ سره يې مصرف کړي ، نيت يې د زکات وي او بل دا چې دغه کس د زکات مستحق وي .

(فتاوي دارالعلوم ديوبند )

فقه السنه ليکي :

علماء کرام د لاندې قراني او نبوي صلی الله عليه وسلم ارشادات په رڼا کې د زکات او صدقاتو تقسيمول په پټه سره بهتره ګڼي.

إِن تُبْدُواْ الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِن تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاء فَهُوَ خَيْرٌ لُّكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنكُم مِّن سَيِّئَاتِكُمْ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (البقره ۲۷۱ )

ژباړه : که تاسې خيراتونه ښکاره ورکوئ نو دا هم ښه دی او که خيراتونه پټ ورکوئ او اړو خلکو ته يي ورکوئ دا ستاسې لپاره غوره دي او له تاسې څخه ځنې ګناهونه لري کوي او الله جل جلا له  په هغو ټولو کارونو چې تاسې کوئ خبر دی .

اووه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم ( ورجل تصدق بصدقة فأخفاها، حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه)، يعنې : يو سړی چې داسې په پټه صدقه ورکړي چې چپ لاس خبر نشي چې په ښي لاس څه شی ورکړی شوي دي .

( فقه السنه باب زکات )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً