محترما: الله پاک ج دی تاسو ته اجر عظیم در په برخه کړی چی موږ مو په اسلام کښی د تاریکیو څخه ژغورلی یو.
محترما: زما پوښتنه داده چی ما اوریدلی دی چی د شپی په هنداره کښی کتل د اسلام له نظره ښه کار ندی او ماته خاص معلومات پدی اړه نشته نو ستاسو څخه هیله کوم چی سوال می راته ځواب کړی.

په درنښت

امين الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې اړه مو هيڅ شرعي ممانعت پيدا نه کړ او دا خبره په شريعت کې څه اصل نه لري بلکي دا د سپروالي او توهم پرستی عقايد دي کوم چې په خکلو رواج لري لکه : د دوو اخترونو تر مينځ واده کول ښه نه دي ، د شپې جارو وهل ، د چهارشنبې په ورځ د نوکانو پرېکول ، د شپې لخوا د نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د ويښتانو او نوکانو پرېکول ، په يوه ورځ د پښو او لاسونو د نوکانو پرېکول ، د نوکانو پرې کول په کوټه يا اتاق کې او نور ښه نه بولي دوی وايي چې داسې کول نستي او د رزق تنګي راولي .

دا هر څه غلط دي دا محض توهمات دي په شريعت کې ددې هيڅ اصل نشته (حنفي فقه ابوالمختار ج۱ ص ۱۵۸ – فتاوي يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email