د نفس ، ناموس او مال د دفاع پخاطر د تيري کوونکي وژل

سلامونه وروره خدای د وکړی چی جوړ وی زه یوه پوښتنه لرم او هغه دا ده چی نن سبا دا لوچک کوڅه ډبی ځوانان ډیر زیات شوی دی دومره بیشرمه دی چی ان د خلکو په وړاندی په لارو کی نجونی ځوروی دوی زناوی کوی لواطت کوی حتی قتلونه کوی نو دداسی یو چا مرګ په فردی ډول جایز دی که نه هیله ده معلومات راکړی مننه

Engsw Salar

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د غله ، زاني او قاتل د پاره په اسلامي شريعت کې حدود ټاکل شوي دي د حدودو قيام په اسلامي شرعي نظام او شرعي محکمې پورې اړه لري څوک يې په فردي ډول نشي تر سره کولای .

کچيرې د چا کور ته غله ولويږي ، يا څوک د چا په ناموس ، نفس او مال تېری وکړي او تېری کوونکی مسلح وي چې غالب ګمان وي چې که له ځان ، مال او ناموس څخه دفاع کوم هغه مې وژنې که چا دغه متجاوز ووژلو په هفه باندې شرعاً ګناه نشته او که د تيري کوونکي سره د قتل وسائل نه وي بيا يې وژل جايز نه دي ، همدارنګه د تجاوز او تيري په وخت کې نه په عادي حالت کې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «من قُتل دون ماله فهو شهيد، ومن قُتل دون دمه فهو شهيد»(څوک چې مال او ځان په دفاع کې مړ شي شهيد دی ) (رواه أبو داود رقم (4772)، والترمذي رقم (1421) .

وقال رجل: يا رسول الله أرأيت إن جاء أحد يريد أخذ مالي؟ قال: «قاتله»، قال: أرأيت إن قتلني؟ قال: «أنت شهيد»، قال: أرأيت إن قتلته؟ قال: «هو في النار» (رواه مسلم)

يعنې : يو سړي وويل : ای د الله تعالی رسوله ! ستا څه نظر دی کچېري څوک راشي او زما خپل مال اخلي ؟ ويې فرمايل : ويې وژنه ، سړي وويل : که هغه ما ووژني ؟ ويې فرمايل ته شهيد يي ، ويې ويل : که زه هغه ووژنم ، ويې فرمايل : هغه به په دوزخ کې وي .

جاء في الموسوعة الفقهية الكويتية

لا قصاص على من قتل غيره دفاعا عن نفسه أو عرضه أو ماله ; لأن الدفاع عن ذلك مأذون فيه لكن ذلك مشروط بما إذا كان الدفع لا يتأتى إلا بالقتل.
وفي موضع آخر:
و اتفق الفقهاء على أن القصاص لا يجب في القتل العمد إذا لم يكن فيه عدوان ، والعدوان يعني تجاوز الحد والحق ، فإذا قتله بحق أو بإذن القتيل لم يقتل به لعدم الاعتداء ، وعلى ذلك يخرج القتل قصاصا ، أو حدا ، أو دفاعا عن النفس ، أو دفاعا عن المال كقتل السارق والغاصب ، أو تأديبا ، أو تطبيبا في الجملة ، فإن القتل في هذه الأحوال كلها لا يجب فيه القصاص لعدم الاعتداء .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي