د مجوسيانو اختر (نوروز) لمانځنه چا ته په ميراث پاتې ده ؟

نن عصر کې د مجوسيانو (اور پرستو ) د اختر لمانځنه د دين څخه لري او ناخبره مسلمانانو ته په ميراث پاتې ده .

که هغوی ته وويل شي ولی د مجوسيانو اختر لمانځی ؟ هغوی به وايي دا لمانځل نه بلکي د طبعي انقلاب يوه مېله ده .

د يوې ورځې لمانځل دا وي چې په هغه ورځ عمومي رخصتي ، د نويو جامو اغوستل ، د خاصو خوراکونو برابرول او د هغه ورځې داسې لمانځنه او احترام تر سره کول کوم چې نورو ورځو ته پر دغو لمانځنو قائل نه وي . همدې ته لمانځل وايي نور د يوې ورځې اختر جوړول او لمانځل څه ښکر او لکۍ نه لري .

♣♣♣

او که خبره د طبعي انقلاب او نوي فصل وي ، نو په دې پوه شئ چې د عمر يو کال مو له لاسه ورکړی دی ، آيا دا سالم عقل منلای شي چې د وخت ضايع او تيرېدل په ميلو او څړڅو ولمانځل شي .

طبعي انقلاب او د فصلونو بدلېدل د الله سبحانه وتعالی د قدرت لويه نښه او د انسانانو د پاره د عبرت لوی درس دی چې انسان خپل شميرلي عمر ته متوجه کوي چې په تير کال کې دې څه وکړل او د نوي کال او نوي فصل لپاره څه پلان لرئ .

د فصلونو انقلاب بايد ستا په اخلاقو ، ګردار او دماغ کې انقلاب راولي او پوه شې چې دا ژوند ډير ژر تېريدنکی دی  دا دنيا او دا ژوند چا ته بقا نه لري آخر به يوه ورځ يوازې د آخرت پر لورې روان وي .

♣♣♣

خو افسوس !!!

تر کومه به ستا په عقل او پوهه د غفلت او ناپوهۍ پرده وي . صبا شي او بيګا شي ، ورځ وي شپه شي ، بهار وي خزان شي . دا هر څه بدليږي لوی لوی انقلابونه ځي راځي خو په تا کې هيڅ بدلون نه راځي ستا په عقل او پوهه کې هيڅ ډول انقلاب نه راځي ، ستا په فکر کې ستا په جذباتو کې ستا په احساساتو کې ستا په خيالاتو کې هيڅ بدلون نه راځي .

♣♣♣

پکار خو دا وه چې دا دومره انقلابونو ستا د ذهن او فکر اړخ بدل کړی وای ، خو داسې معلوميږي چې تر اوسه پورې ستا د عقل او فکر په تله کې د الله تعالی په موجود نظام هيڅ فکر او سوڅ نه دی کړی ، دا بې ستنو آسمان ، دا غټ غټ عرونه ، دا روان سيندونه دا د شپې او ورځې او فصلونو بدليدل تلل را تلل ولی په تا کې فکر او سوڅ نه پيدا کوي دا د څه لپاره پيدا شوي دی ؟ او ته د څه د پاره پيدا شوی يي ؟

قبرستان ته خلک د عبرت دپاره ځي خو تاسې د ميلو او څړڅو د پاره قبرستانونو ته روان وئ د تاسې د مستۍ له لاسه ژوندي خو څه چې مړي هم په عذاب دي .

د نوروز لمانځلو په اړه لنډ بيان

نوروز و حکم آن در شریعت اسلام

په نوروز کې خسرګنۍ ته سوغات وړل او د عاشورا شوله پخول

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً