د اسلامی انلاین پرمخ وړونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !
تیره ورڅ می په کویته ښارکی له یوه پخوانی ملګری سره مخ شوم راته یی دژوند هسکی ټیټی وویلی راته یی یوه دردونکی کیسه وکړه هغی وویل په وطن کی می یو خور واده ده یو زوی هم لری دهفی ټوله کورنی له هغی سره زورزیاتی کوی اورته وایی چی ستا خو پلارګنی په کویته کی ده څوک به دی رانه وګټی په هغه مظلومه ډیر ظلم کوی ډیر یی پریشانه کړی یو په والله قسم هفه خپله ډوډی یی هم راباندی زهر ګرځولی ده په خورکی می هیځ نوعه ګناه نشته مسلمانه دنیکو اخلاقوځښتنه ده یوازی علت دادی ورته وایی ولی ستاپلارله مونژنه ستا ولور واخیست په والله مونژ له دوی نه یوازی دری سوه زره افغانی اخیستی وی چی
هغه موهم تقریبا ورته ددوه سوه زره طلا واخسیته نورټول سامان لات دکور مو هم ورته واخیستل اوس ورسره زیات ظلم کوی وهل ټکول ډوډی نه ورکول دی پلارله کوره منع کول حتی چی تلیفون ورته وکړو هغی ته اجازه نه ورکوی چی زماله مورسره خبری وکړی اوس حیران یم ورسره سه وکړم داهم وایی چی نوره می حوصله تنګه شویده سه وکړم مجبو اخر خپل ځان ووژنم هغی زیاته کړه اوس نه پوهیګم سه وکړم ماورته وویل صبروکړه زه به داسلامی شریعت په رڼاکی درته پوښتنه وکړم هغه داچی دابیان می ستاسی حضورته وړاندی کړ هیله لرم چی لژ عاجل راته دقتاعت وړ څواب راولیژی مننه
خلیل جان
کویته

————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

له بده مرغه چې دا بدبختي زمونږ د ټولنې په ډيرو کورنيو کې شته چې وجه يې د دين څخه ناخبري ، کينه د نفس او شيطان منل دي .

ناحقه زياتی او ظلم قطعاً حرام دی او د ظلم پر وړاندې د شرم ، عار ګڼلو ، پښتو تربګينت په وجه سقوط اخيارول جايز نه دی بلکي مسلمان به د ظالم او مظلوم دواړو سره کومک کوي ، ځنې کسان د جهل او ناپوهۍ په وجه ظلم کوي او پر خپل بد ګردار نه پوهيږي هغوی هم بايد و پوهول شي د ظلم څخه منع شي او مظلوم هم د ظلم څخه خلاص کړ شي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلی یې دي : « د خپل ورور سره که ظالم وی یا مظلوم ، مرسته وکړئ . یو صحابي عرض وکړ چی اې د خدای رسوله  صلی الله علیه وسلم ! هر کله که هغه مظلوم وی نو کومک ورسره کوو ، خو که هغه ظالم وی څنګه کومک ورسره وکړو ؟ ورته ویې فرمایل : هغه د ظلم او ستم څخه راوګرځوه ، دا پخپله د هغه سره کومک دی . »

الله سبحانه وتعالی د ښځې او ميړه يا د ښځې او خسرګنۍ تر مينځ د سختو اختلافات حل داسې ښودلی دی :

وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا   (النساء ۳۵)

ژباړه : که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنيوی دا دی ) چه  وليږئ  يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

يعنې ددې مشکل د حل لومړنۍ قرآني نسخه اصلاح ده . چې څو نفره چې په دين پوه وي تقوی ولري د دواړو طرفونو نه تعين شي او هغوی د دغه جريان نه خبر کړ شي چې ددې نجلي څه ګناه ده چې ظلم ور سره کيږي ؟

ان شآء الله په دې سره به مشکل حل شي که حل نشي نو بيا يې په اسلامي شريعت کې حل خلع او تفريق دی .

دغې مسلمانې بی بی ته مو دا نصيحت دی چې په ژوند کې خامخا مشکلات لوړې ژوېرې شته حوصله او صبر کوئ ځکه الله تعالی د صبر کوونکو سره دی ، د الله تعالی عبادت او اطاعت په ښه شان سره کوئ او د خپل مشکل په اړه خپل رب (جل جلاله ) ته د اوښکو په تويولو سره شکايت وکړئ او د هغه تعالی څخه يې حل وغواړئ ، ان شآء الله چې الله تعالی به د د غو سختيو نه د وتلو لارې درته برابرې کړي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا …{ [الطلاق: 2، 3]

ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله ) ور ته (د ستونزو څخه ) د وتلو لار جوړوي .

الله مع الصابرين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email