حج ته په بې نوبتی او رشوت سره تلل جايز دي ؟

السلام علیکم. محترمه ډیر مشتاق یمه چی مکي معظمي او مدیني منوري ته لاړ شمه. کله می زړه وایی چی په عمره لاړ شمه او بیا وایم چی دوه مصرفه ولي کوم په حج به لاړ شم.هلته چی د حج حالاتو ته ګورم نو تاسو کیدای شی ښه پری خبر یاستئ چی اوس نوبت هم نه رسیږی. کله وایی چی پچه به اچوو او کله وایی چی چا چی تیر کال پیسی تحویل کړی او بیرته یی نه دي اخیستي د هغوي حق ده او داسی نور ګډوډ غږیږی. اوس می پوښتنه دا ده که یو څوک کومه واسطه پیداکړي او د واسطي له لیاري د سږ کال حج ته په تلونکو کی ځان راجستر کړای شی نو آیا داسی حج څنګه ده. آیا دا د بل حق تلفول دي او که څنګه؟ والسلام

عرفان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نن عصر کې د حج د فرض کيدو يو شرط نوبت يا په بچه اچونه کې د نوم وتل هم دي ، چا ته چې نوبت نه وي رسيدلی هغه به خپل نوبت ته صبر کوي ، د بل کس حق تلفي به نه کوي ، خيانت او جلکاري به نه کوي او رشوت به نه ورکوي بلکي خپل نوبت ته به انتظار کوي .

معاصرو فقهاؤ  قرعه کشي په استطاعت کې داخله کړی ده يعنې په ځنو هغو هيوادو کې چې خلک د قرعه کشي يا نوبت او د شمير د محدوديت له لارې ځې څوک چې مالي او بدني توانايي ولري او نوم يې په قرغه کشی کې ووځي هغه کس د حج د وجوب شرايط پوره کړل او د چا چې نوم په عرقه کشی کې را نه شي هغه کس په دغه کال کې د استطاعت شرايط پوره نه کړل ، او ده ته جايزه نه ده چې د حج د نوبت د پاره رشوت ورکړي ځکه رشوت کبيره ګناه ده لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي (الترمذي) او يا څه جلکاري وکړي ځکه جلکاري فريب دی او فريب حرام دی .

جاء في الاسلام ويب مرکز الفتاوي :

وإذ كان الحج في البلد الذي أنت فيه لا يتم إلا عن طريق القرعة فإن خروج الاسم في القرعة من تتمة شروط الوجوب فلا يتجه الوجوب قبل خروجه ولا يجوز التحايل لأجل إخراجه خصوصاً إذا كان التحايل برشوه فعن عبد الله بن عمر قال: ” لعن رسول الله صلى الله عليه وسلم الراشي والمرتشي” . [قال الترمذي هذا حديث حسن صحيح] وزاد في الحكم .
والله تعالى أعلم.

فتاوي الاسلام سوال جواب :

وقد لا يستطيع الغني صحيح البدن في زمننا هذا الذهاب إلى مكة المكرمة لأداء فريضة الحج ، لما اتفق عليه من سفر عدد محدد من كل بلد ، وقد ذهبت بعض الدول لاعتماد طريقة الأقدم في الميلاد ، ودول أخرى ذهبت لاعتماد طريقة القرعة ، فصار هذا الأمر داخلاً في الاستطاعة الشرعية ، فمن لم يكن سنُّه يؤهله للحج على حسب ترتيب بلده ، أو لم يظهر اسمه في القرعة : لا يعدُّ مستطيعاً ، إلا أن يملك وسيلة أخرى مباحة لا يأخذ بها حق غيره فيكون حينئذٍ من المستطيعين

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً