د ملل متحد يا د امنيت شوری تش په نوم ټلوالې دا ښه په ډاګه کړه چې دا د متحده هيوادونه او د امنيت شوری اصلاً د کفري هيوادونو د انسجام او متحد کولو شوری ده په اسلامي هيوادونو او مسلمانانو پورې هيڅ اړه نه لري .

♣♣♣♣

ټول نړيوال په مرکزي افريقا کې د روان وضيعت شاهدان دي چې هلته مسيحيانو د مسلمانانو پر ضد داسې جنايتونه تر سره کړل چې تاريخ به يې  هيڅکله هير نه کړي ، په ژوندون د مسلمانانو سوزول ، د ځناورو په شان د مسلمانانو غوښي او اندامونه خوړل او نور داسې جرمونه چې د عقل څښتنان يې بالکل حيران کړي دي .

د مسلمانانو پر ضد دغه ټول جنايتونه په داسې حال تر سره کيږي چې د ملل متحد (ملل کفري) 1200عسکر او د فرانسي د شيطاني رژيم  (1000-1400)تنه عسکر د امنيت د ټينګښت په بهانه شتون لري حال دا چې د هغوی د شتون اصلي هدف د مسلمانانو پر ضد د مسيحيانو حمايه او ملاتړ کول دي .

♣♣♣♣

همدارنګه په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې د تعصوبي بودايانو ظلمونه هم له چا پټ نه دي ؟ کوم چې د بودايانو لخوا د مسلمانانو کورونه او جوماتو وسوزول شول ، په ناحقه ووژل شول او له خپل ملک څخه په زوره شړلو ته اړ کيږي .

♣♣♣♣

همداسې په مصر کې د مصر د سکولر فوځ لخوا د مسلمانانو پر ضد سخت ظلمونه وشول ، مسلمانان يې په ناحقه له حکومت څخه وشړل ، ويې سوزول ، ويې وژل ، بنديان يې کړل دا هر څه يې د ملل کفري د دوو سردارانو امريکا او اسرائيلو په مشوره تر سره کړل .

د فلسطين د غزې د مظلوم ولس حال ته ګورئ ! چې له کلونو راهيسې د اسرائيلو او مصري سکولر فوځ لخوا تر کلکې محاصرې لاندې دی خو د اوږدې محاصرې سره سره هر اونۍ پر دغه مظلوم ولس باندې د اسرائيلو لخوا هوايي بمبارت تر سره کيږي چې تر شا يې د ملل متحد او حقوق بشر علمبرداره امريکا ده .

♣♣♣♣

همدا ټلواله په افغانستان او عراق کې د ناحقه وينو تويولو او اشغال دوام غواړي ولې ؟

نو ثابته شوه چې ملل متحد اصلاً د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفري نړی د انسجام اداره ده او بس ، ددې ملل کفري اصلي هدف د کفر تسلط او د اسلام نابودي ده .

دا څنګه ملل متحد دی چې د ولسونو د اشغال ، بمبارت او ناحقه وژلو قومانده او قانون جايري کولای شي ، خو د کوم فرعوني حکومت لخوا که په بې طرفه مظلومو کسانو ظلم کيږي د هغوی د حقوقو نه د دفاع پر ځای نور هم د وخت د فرعون سره مرسته کوي لکه په پورته ژونديو مثالونو کې .

نو ملل متحد اصلاً د اسلام د نابودی د پاره د کفري هيوادونو اتحاد دی چې موخه يې د کفر تسلط او د اسلام نابودول دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email