اول د هرڅه نه مخکی انلاین اسلامی لارښود ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
زه امیرجان موټروان دارزګا ن ولا یت څخه یوپوښتنه لرم الله (ج) دی وکړی چه ستاسو دمزاهمت وړونه ګرزی .
چه زما پوښتنه په دی ډول ده زه دقندهار اورارزګان پرلا رموټرچلونکی یم څوورځی مخکی زه په موټرکی په سفرروان وم مخ ته می موټرسیکل راغی سره ټکرسوموټرسیکل والا مړسو
اوس پرما باندی دیت سته که نه؟
اوکه دیت را باندی وی نوداوس په پاکستانی کالداروبا ندی څوروپی کیږی؟
اوکفاره را باندی سته اوکه نه؟
موټراوموټرسایکل هم داوښ او اس حکم لری که سره جلادی اومرادفی څه حکم لری؟
که یوڅوک دخپل مورث په موټرسیکل خطا اً قتل کړی حرمان دمیراث را ولی که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که موټر چلونکی مسلکي (ډريور ) وي او په حادثه کې يې مقابل جانب ته ضرر رسول هدف نه وي نو په ترافيکي پيښه او حادثه کې قتل ، قتل الخطاء بلل چې ديت او کفاره دواړه لازميږي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ أَن يَقْتُلَ مُؤْمِنًا إِلاَّ خَطَئًا وَمَن قَتَلَ مُؤْمِنًا خَطَئًا فَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُّؤْمِنَةٍ وَدِيَةٌ مُّسَلَّمَةٌ(النسآء ۹۲)

ديت د قاتل په واريثانو (عاقله) باندی دی او کفاره به خپله قاتل ادا کوي .

جاء في اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء .
الحمد لله
“إذا ثبت أن القتل خطأ وجبت الدية والكفارة ، ولو لم يقصد السائق إلى ضرر قتيله ، وإذا سمح من له حق في الدية عن حقه سقطت الدية ، وبقيت الكفارة ، فيجب عليه أن يصوم شهرين متتابعين ، لتعذر التكفير بالعتق الآن ، فإن عجز عن تتابع الصيام في الحال وغلب على ظنه وجود فرصة في المستقبل يتمكن فيها من صيام شهرين متتابعين أَخَّر الصيام على وقت التمكن ، ليأتي به على الصفة المطلوبة ، وإن يئس من التمكن من ذلك في المستقبل سقط ما عجز عنه من التتابع ، وصام شهرين على أي حال قدر الطاقة ، قال الله تعالى : ( لا يكلف الله نفسا إلا وسعها) . وقال تعالى : (وما جعل عليكم في الدين من حرج) . وقال تعالى : (فاتقوا الله ما استطعتم) . وقال النبي صلى الله عليه وسلم : (إذا أمرتكم بأمر فأتوا منه ما استطعتم) . ونظير هذا : مما دخل في عموم النصوص وجوب الصلاة بلا طهارة على من فقد الطهور من الماء والتراب ووجوب الصلاة على المكلف مع ترك ما عجز عنه من أركانها، فهذا وأمثاله يشمله عموم نصوص رفع الحرج ويسر الشريعة” انتهى .
اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء .
“فتاوى إسلامية” (3/314) .

دلته دا شبه پيدا کيږي چې د ده د جرم بوج ولې په واريثانو اچول کيږي ؟

وجه دا ده چې په دې کې د قاتل واريثان قصور لري چې هغوی دغه کس ددې قسم بې احتياطی نه منع کولو او د ديت په ادا کولو سره به دوی دغه کس په آينده کې د بې احتياطۍ نه ساتي .(معارف القرآن)

د ديت اندازه څومره ده ؟

د قتل خطاء ديت سل اوښان دي پنځمه قسمه د هر قسم نه شل شل اوښان د احنافو په نزد د اوښانو پر ځای د پيسو ورکول جايز دي .

د احنافو په نزد د د وينو قيمت (ديت) سل اوښان يا زر 1000 ديناره سره زر او يا لس زره 10000 درهمه سپين زر دي .

لس زره درهمه سپين زر 29750 ګرامه کيږي .

د وخت سره سم به د يوه ګرام سپينو زرو قيمت په نوموړی عدد کې ضرب شي .

که د يو ګرام سپينو زرو قيمت 60 افغانۍ فرض کړو د ديت قيمت به اولس لک پنځه اتيا زره 1785000 افغانۍ شي .

جاء فی المختار للفتوی حنفی ):

الدية المغلظة خمس وعشرون بنت مخاض ومثلها بنت لبون وحقاق وجذاع وغير المغلظة عشرون ابن مخاض ومثلها بنات مخاض وبنات لبون وحقاق وجذاع، أو ألف دينار أو عشرة آلاف درهم (المختار للفتوی – ابی الفضل عبدالله بن محمود حنفي )

و جاء فی الموسوعة الفقهية :

وقد اتّفق الفقهاء على جواز الدّية في : الإبل والذّهب والفضّة

تفسير انوارالقرآن – سورت النسآء ايه ۹۲ هم وګورئ .

کفاره : کفاره د غلام آزادول او يا دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email