زما درې څلور جوړه جرابې دي چې د پوما کمپنۍ توليد دی پدې جرابو په پاس برخه کومه چې د جامو لاندې پټه وي د پوما حيوان عکس دی عکس داسې هم ندی چې سمه قواره يې ښکاره شي سم لکه د لاندې تصوير په شان يو تور عکس دی چې قواره يې نه ښکاري خو جوړښت يې د حيوان دی دا جوښت د جرابې په هغه برخه کې دی کومه برخه چې د پايسې لاندې پټه وي.
اوس پوښتنه داده چې ددې جرابو سره لمونځ صحيح دی او که نه؟؟؟
ما د يو څو کسانو نه پوښتنه وکړه هغوي راته وويل چې جرابې به د همدې عکس په برخه کې قات کړې بيا پرې لمونځ کيږي ما ته د هغوي ځواب قناعت ورکوونکی ندی نو که تاسو په دليل سره ځواب راکړئ خوښ به شم.

توحيدالله کامه وال

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که په لباس او جامه باندې د ذی روح تصوير وي د هغه سره لمونځ مکروه کيږي ( لمونځ صحي دی لکن ثواب يې کميږي ) (وکره لبس فيه تماثيل ذی روح – شرح التنوير ج ۱ ص ۶۰۷ )

که تصوير دومره کوچنی وي چه که په ځمکه کيښودل شي ولاړ سړی يې ونشي ليدلای يا کامل تصوير نه وي بلکی سر يې پرې شوی وي لمونځ نه مکروه کيږي (زېور جنتي – حکيم امت اشرف علی تهانوي )

ولو کانت تحت قديمه او في يده او علی خاتمه او کانت صغيرة او مقطوعة الراس اوالوجه او لغير ذی روح لا يکره (شرح التنوير ج ۱ ص ۶۷۸ ) (بهشتی زيور ۱۲۱ ) .

ان شاء الله د دغه جېرابې لمانځه ته څه نقصان نه رسوي خو که احتياطاً د هغه تصويرونه ړنګ يا په رخت سره پټ کړ شي ښه به وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email