د لمونځ کوونکي له مخکې د ماشوم ترېدل

سلامونه او احترامات می قبول کړی د لوی خدای (ج) څخه درته د دنیا او آخیرت نیکمرغی او کامیابی غواړم
کچیری لمونځ کونکی په لمانځه ولاړ وی کوچنیان د لمونځ کونکی مخکی و دریږی نو پدی وخت کی لمونځ کوونکی باید لمانځه ته ادامه ورکړی او کنه هغه کوچنی چی د لمانځه مخته ولاړی هغه لری کړی بیا لمونځ د سره پیل کړی

مننه
سیدعبدالواجد سادات
د کندهار ولایت څخه

ستاسو د ځواب په هیله


 

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې ماشوم د لمانځه د مخې تير شي په هغه باندې هيڅ ګناه نشته ځکه هغه مکلف نه دی ، که ماشوم د سترې بل طرف ته تير شي څه باک نه لري او که د سترې او لمونځ کوونکي تر مينځ تېريږي د امکان په صورت کې دې هغه په لاس يا بل څه سره منع کړي که بيا هم تير شي باک نه لري لمونځ صحي دی .

جاء فی اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

حاولي منعهم من أن يمروا بينك وبين سترتك، وإن غلبوك ومروا فلا شيء عليك؛ لأن الصلاة لا يقطعها إلا: المرأة البالغة، والحمار، والكلب، إذا مروا بين المصلي وسترته، أو قريباً منه؛ إذا لم يكن له سترة في أقل من ثلاثة أذرع؛ لقول النبي – صلى الله عليه وسلم – “إذا صلى أحدكم إلى شيئ يستره من الناس فأراد أحد أن يجتـــاز بين يديه فليــدفعه فإن أبى فليقاتله فإنه شيطان” متفق على صحته .
وبالله التوفيق وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم .

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي