السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
ګرانو داسلامي لارښود چلنوکو ته ښه وخت او روښانه زندګي له یو الله نه غواړم
الله تعالی مو دغه خدمت په خپل دربار کي قبول کړه ډیر خوشهاله شم چی ستاسو دغه یو سایټ ته کله راشم او دنورو وروڼو سوالونه او ستاسو جوابونه وګورم نو زمونږ زړه هم متمین شی او دخوشهالی احساس ځکه وکړم چی الحمدالله دالله تعالی دقران او داسلام ښادمان او وړاندی کونکی او اسلامی نشراتو عالمان او مفتیان اوس هم شته !
ستاسی تعرف نشم کولی ډیر غټ خدمت ته مو ملاتړی ده الله تعالی داجرونه درکړی!
سوال می دادی ::::::::::
ـــــــــــــــــــــــــــــ
ږیره خو یو واجب کار دی پریښودل یی البته زینی علما یی سونت بولی خو خیر
ږیره باید لازیمی قبضه شی
ځکه دلته چی څوک دغه پوښتنه کوی مونږ او له ډیرو سره دغسی کوم جواب نه وی
نو زه چی څومره پری خبر یم ږیره پریښودلو کي حدیث شته او دقبضی کوم حدیث نشته
اوبل ږیره پریښودل دی او که چیری بیا سړی وغواړی وړه یی کړی نو له قبضی یی باید کمه نه کړی یعنی اخیری یی قبضه دی
زمونږ زیاتره علما وای چی نه ږیره باید لازیم قبضه شی باید نوره اږده نشی
نو ستاسو نه دغه یو سوال لرم چی سم په اتفاق راته جواب راکړی
چی پریښودل یی سم دی که قبضه یی سمه ده
ستاسو خدمتګار حبیب الله جلالی

دښه او روښانه ژوند په هیله
دیو خپلواک او ازاد افغانستان په هیله
دیو اسلامي قانون به هیله
روښان اباد بریالی او سوکاله ژوند ولری
فی امان الله

———————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ږيرې پريښودل د جمهورو فقهاؤ په نزد واجب دي او د وجوب دلائل یې صحيح احادیث دي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی : (أحفوا الشوارب وأعفوا اللحى) (البخاري )

(بريت لنډوی او ږيره پرېږدئ ).

او فرمايي : (خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب (5892)البخاري ا ومسلم (259) ( د مشرکينو سره مخالفت کوئ ، ږيره پرېږدی او بريتونه کموئ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم پر امت باندې واجب دی ځکه الله جل جلا له  فرمايي :

وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ( الحشر ۷ )

او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

او فرمايي :  وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً ( الأحزاب/ 36 ) .

او کله چې الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکی دی .

 يفسر جميع المذاهب الأربعة هذا الحديث بوجوب إعفاء اللحية لدى رجال : «خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب ».

فتاوي دالعلوم ديوبند ليکي :

د ږيرې پريښودل واجب دي د قبضې نه زيات کټ کول يې جائز دي او ديوه موټي يا قبضې نه کم کټ کول يې جواز نلري ځکه چې داسې کول نه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه له صحابؤ او نه هم له تابعينو څخه نقل شوی چې د قبضې نه یې دې ږيره کمه کړي وي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۲ ص ۱۰۵۶ ) .

همدارنګه درالمختار ليکي :

قوله ( والسنة فيها القبضة ) وهو أن يقبض الرجل لحيته فما زاد منها على قبضة قطعه كذا ذكره محمد في كتاب الآثار عن الإمام (۶/۴۰۷ درالمختار ) .

أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر (رد المحتار: 1/337، البحر الرائق: 1/341)

ځنې فقهاؤ د ږېرې پريښودل سنت مؤکد بللي دي مګر د جمهورو فقهاؤ قول وجوب دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ږيرې پريښودلو امر کړی دی ، نور تفصيل دلته وګورئ .

د ږېرې پرېښودو د وجوب په اړه د څلورو مذاهبو نظرونه :

http://www.dawat610.com/archives/4608

د قبضې نه اضافه د ږېرې اصلاح کول جايز دي :

http://www.dawat610.com/archives/4696

د ږېرې کمول او خريل يو شان ګناه لري او کنه ؟

http://www.dawat610.com/archives/5016

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email