د مسلمانانو د ستر قاتل ملحد ډاکتر نجيب ظلمونه او جرمونه له هيچا پټ نه دي دغه د روسانو ګوډاګی د ۱۶ لکو مسلمانانو په قتل کې شامل ؤ کوم چې يوازې په دې وجه قتل شوي وو چې هغوی مسلمانان ؤ ، کفري يرغل ، د کفارو غلامي او الحاد يې نه منل ځکه دی د رياست جمهوری نه مخکې څو کاله د خاد ريس پاتې شوی وو .

د نجيب د جنايتونو د بيان په اړه د هغه ورور صديق الله راهي په ګوتو باندې يو کتاب ليکلی دی چې د دغه ګوډاګي ملحد ټول فسادونه ، بداخلاقۍ او ظلمونه پکې بيان شوي دي ، وروسته مو د دغه کتاب پښتو ژباړه پيدا کړه چې د ښاغلي عبدالخبير (جاهد) لخوا ژباړلی شوی او د آذان خپروندويه ټولنې لخوا نشر شوی دی .

دغه کتاب د PDF په بڼه خپل کمپيوټر ته ډونلود کړئ .

افسوس د هغو سپين سترګو جاهلو کسانو په حال چې اوس هم د دغه ملحد تصويرونه په خپلو کورونو کې ساتي او يا يې په موټرونو باندې نصب کړي وي او ددې خبيث د دفاع په خاطر ټولنې جوړوي او بازارونو د دغه مردار شوي ملي خاين تصويرونه او شعارونه نصبوي .

او زمونږ د مظلوم ولس د يتيمانو نه او هغو ښځو نه چې اوس هم د خپل ورک خاوند په هېله ناستې دي هيڅ شرم او حيا نه کوي .

واروئ ! د ژبې او قوم پخاطر د شيطاني لښکرو ننګه او دفاع مه کوئ او که داسې کوئ نو د هغه په جرمونو کې به شامل شئ ځکه په هغه باندې خوښي او افتخار کوئ او بل دا چې د هغه سره يو به يو ځای حشر کيږئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email