دسړو او ښځو تر منځ ځنی فرقونه

 

دښځو امتيازونه :
اسلام دځنو دينی واجباتو لکه : دلمونځ قضايې (دحيض اونفاس په دوران کې ) ،دمهرمالې مسوليت ،دکورنۍ نفقه اودهغه سرپرستی ،قضاوت ،دحکومت رهبرې ،دخدای ج په لاره کې جهاد ،ګواهی ورکول په قتل اوجنايی مسائلو کې او حدودو اجراء څخه معاف شوي دي .
ځکه چه غالباً ښځی دجناياتو له ليدلو بده وړي ،دوينی تويدودليدو طاقت هم نلري په همدی خاطر دقتل اوجنايت په باره کې دښځی شهادت چندان مطلوب نه دی .
ځنی فرقونه چه دښځی اونر ترمنځ موجود دي :
مخکې موهم اشاره ورته وکړه چه اصلاً نر اوښځه دواړه دبشر جوړه ده . ولی دنر اوښځی ترمنځ ځنی فطري اختلافات شته چه دهمدی فطری اختلافاتو اونورو حکمتونوپه نظر کې نيولو سره په ځنو حقوقی اونورو مسايلو کې فرق شته .
۱- دګواهۍ اداکول :
په حقوقی اومدنی مسايلو کې لکه : پلورل اوپرودل ،اجاره ،معاشرت اونورو کې د دؤ ښځو شهادت له يو نفر سره مساوی دي قوله تعالی    ((وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى))    (البقره 282).
ديوه نر په نسبت دوي ښحی ځکه تعين شوي دي چه ښځی په مالی او اجتماعی چارو کې کم تجربه وي اودغه ډول مسايل يې ډير تر سر نه وي تير کړي . نوپه هغه مسايلو کې چه تجربه کمه وي دهيری امکان هلته ډير وي قوله تعالی أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى (البقره 282)
دښحی ګواهی په قتل او جنايت کې پدی دليل منع ده چه ښحه د وينو ،زخم اوقتل ليدو توان نلری .
بل داچه ښځه چه کله بدخبر يا بده پيښه ووينی دحمل دلري کيدو سبب هم کيږي .
۲- دميراث برخه :
قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی قوله تعالی :
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) اولاد ستاسی کښې (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږی
دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم دکور دمالی مصارفو مسئوليت نلري
دميراث قضيه په مالی او دژوند په مصارفو پوری اړه لری ښځه دکورنی دنفقی اومالی خرچ هيڅ مسوليت نلری اوټوله دارايی اومال پس انداز کولای شي .
 
۳- دهغه ښځی ديت چه سهواً قتل شي :
دښځی ديت چه سهواً يې څوک قتل کړی دنر په نسبت نيمايې دي ځکه کوم زيان چه دنر په قتل رامنځ ته کيږی ډير ذيات دي نظر ښځی ته ځکه چه ديت يوه مالی مسئله ده او نر دکور دمالی خرچ  مسئول وي
خوځنی علماؤ لکه بيا دنر اوښځی ديت مساوي بولی .
۴– دحکومت مشري :
اسلام ښځه داسلامی امت دسرپرستی له ستر مسئوليت څخه معاف کړي
حديث شريف ( هغه ملت چه دحکومت امور اورهبري ښځی ته وسپاری هغه ملت به کامياب نشي ) (بخاری ،ترمذی او نسايی ) .
همدارنګه دقضا مقام هم يو دروند مسئوليت دي بايد لدی مقام څخه ښځی لری وساتل شي .
هغه دوښمنۍ چه دقضاوت څخه راپيداکيږي محکوم اومجرم که دانتقام لاس پورته کړی شايد ښځه يې ومنی او معاف يې کړي .
۵- دکورنۍ مديريت دنده د نر لپاره ده :
اسلام دکورنۍ مديريت (قوامت ) چه درهبری ،مشرۍ په معنی ده نر ته سپارلی قوله تعالی :
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ (النساء ۳۴)
چه نران نظر ښځو ته ذيات اجتماعی روابط لری ،دکورنی نفه اومصارف برداشت کوي او په خارجی حواديثو کې نظر ښځو ته دقوي جسم لرونکی د
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 44 times, 1 visits today)