ښاغلی د اسلامي لارښود مسئول ! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
هیله کوم چه زما پوښتنه لږ په دقت وګوری څګه عمومی پوښتنه نده جزیی پوښتنه ده.
زه چه کله اودس وکړم لمونځ وکړم کله چه د بل لمانځه وخت رارسیږی د تشویش له کبله داسی فکر راته پیدا شی چه لکه چه زما اودس د زما د متیازو د ځآی څخه متیازی په ډیر کم شکل راځی او کله چه وګورم هیڅ شی نه وی او زه کوم خاص مرض هم نلرم لکه سوزک ــ بیا پاځیږم او بل اودس کوم په داسی صورت کی چه هیڅ شی هم نه وی. یعنی داسی نه لکه د بعضو خلکو په شان چه مخصوص د سوزک مرض لری او ددی وجهی چه متیازی یی ډیری وزی بوی ورسره لګیږی زما داسی نده زما لکه د تشویش په شان داسی خبره ده.

صحی ده چه هر لمانځه ته اودس کول ښه دی لکه چه یو ملا راته وویل دا خو ښه خبره ده اودس کوه هر لمانځه ته اما داسی نده ولی سړی بیځایه تکلیف وباسی لکه چه وایی په اسلام کی تکلیف نشته دی .

مهربانی وکړی لږ په جزیاتو جواب راکړی چه آیا په کومه پیمانه په داسی واقعاتو کی اودس ماتیږی.

په ډیر احترام  الفت خان

———————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په شک باندې اودس نه ماتيږي تر څو يقيني نه وي ځکه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يوه سړي شکايت وکړ چې زه ځنې وخت په لمانځه کې داسې فکر کوم چې څه باد را څخه خارج شوی وي نو زه په داسې حالت کې لمونځ ته ادامه ورکړم ؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : فلا ينصرف حتى يسمع صوتاً أو يجد ريحا (البخاري ) يعنې لمونځ مه پريږده تر هغه پورې څو دې بوی او عږ نه وي اوريدلی .

هنديه ليکي :

په لمانځه کې شک کول مثلاً تکبير اولی مې ولوست او که نه ؟ اودس لرم او که نه ؟ جامې مې پاکې دي او که نه ؟ او د سر مسحه مې وکړه او که نه ؟ کچيرې د هغه دا شک کول لومړی ځل وي نو لمونځ به ګرځوي او کچيرې يې دا شکونه عادت وي نو لمونځ يې صحي دی د لمانځه ګرځول لازم نه دي .

وفي الخانیة:

«‌و لو  شک  فی  صلاته أنه  هل ‌کبر للافتتاح أم  لا؟  و هل أحدث  ام  لا؟  و هل  اصابت  النجاسة  ثوبه ام لا؟  و هل  مسح  رأسه  ام  لا؟  ان ‌کان ذلك  اول مرة  یستقبل  الصلوة  و ان‌کان  یقع  له  مثل  ذلك‌ کثیراً  جاز  له  المضی  و  لا  یلزمه  الوضوء  و  لا  غسل  الثوب‌»‌.(الخانية بهامش الهندية:1/111)

او کچيرې دا یقيني وي چې په لمانځه کې د شرمګا څخه د ادرار څاڅکې وتلي وي نو دا سړی معذور بلل کيږي د هر لمانځه د پاره به جلا اودس کوي او که د لمانځه په داخل کې بې اودسه شي باک نه لري دوباره اودس ته ضرورت نشته د معذور اودس د همغه وخت د پاره کافي دی د لمانځه د بل وخت د پاره به جلا اودس کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email