ټولومحترمو داسلامی لارښود کارکوونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته او له الله(ج) څخه تاسی ټولو ته دزیات اجرغوښتونکی یم! زه یو سوال لرم هیله ده چی راته ځواب یی کړی.سوال می دادی مونږ پنځه وروڼه یواودالله (ج) فضل اوکرم سره مور اوپلار موهم ژوندی دی مونږ دوه وروڼه کار کوواو دماشتی ښه مناسب معاش اخلواوله نورو دریو وروڼو څخه مو دوه وروڼه په کور کی دی دکور په کارونو مصروفه دی خودکور تقریبآ ۹۵٪ مصارف یا له هغه نه هم زیات زمونږ ددوه ورونو په غاړه دی کوم چی معاش اخلواو یو ورور مو شخصی پوهنتون وایی چی هغه ته هم مونږټول مصارف ورکوو.اوس که چیری زه دخپل معاش ۵٪ او یا ۱۰٪ په شخصی ‌ډول په داسی طریقه مصرف کړم چی یا یی غریب او فقیر ته ورکړم او یا هم خپلی ښځی ته طلا ځکه چی طلا نه لری او یایواو بل شی په واخلم ځکه زه هم زیات وخت مسافر یم او ښځه هم حق لری.نو اوس ایا ددغو۵٪ یا ۱۰٪زما دخپل معاش د پیسو مصرف به ماته صحی وی کنه؟

په ډیر درنښت

ستاسی دځواب په هیله

عبدالبصیر

——————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د بې وسه پلار او مور او نابالعو وروڼو او خوندو نفقه برابرول واجب دي ، بالغو وروڼو ته نفقه برابرول احسان دی .

په شريک کور کې د وروڼو د شراکت مسئله :

په دې اړه د حنفي فقهې فتوای دا ده چې کوم وروڼه يو کسب او صنعت کې کار وکړي مثلاً ټول په بزګری کې کار کوي ، يا تجارت کې کار کوي او د کار بار سامان او پاڼګه هم د پلار وي نو دوی ټول سره شريک دي ، مګر که هر يو ځانته کار او کسب ولري نو بيا په يوازې يو ځای اوسيدلو سره د مال شرکت نه ثابيږي :

الاب والابن يکتسبان فی صنعة واحة ولم يکن لهما شیء فی الکسب کله للاب (الشامي ج۴ ص ۸۲)

نقل في الفتاوي دارالعلوم ديوبند .او محمود الفتاوي

و في شر‌ح المجلة للآتاسي‌:

«‌اذا عمل شخص في صنعة هو ابنه الذي في عياله فجميع الكسب لذالك الشخص و ولده يعد معيناً له».(شرح المجلة للآتاسي مادة1398)

درالحکام ليکي :

په دريو شرطو د زامنو کسب د پلار ملک ګڼل کيږي : ۱- چې زامن د پلار سره په يوه کسب کې کار کوي ، ۲- د کار بار د پاره لومړې سرمايه او مال د پلار وي ۳- اولاد د پلار عيال وي د نفقي مصارف پلار تر سره کوي :

و يوجد ثلاثة شروط لاجل اعتبار ا‌لولد معيناً لابيه 1-‌اتحاد الصنعة ٢- فقدان‌ الاموال سابقاً، اذا كان للاب اموال سابقة كسبها و لم يكن معلوم للابن اموال بأن ورث من مورثه اموالاً معلومة فيعد الابن في عيال الاب ٣- ان يكون الابن‌في عيا‌ل ابيه‌»‌.(دررالحكام شرح مجلة لعلي حيدر:3/421)

او که د پلار او زامنو کسب يو نه وي زامن جلا جلا په خپله سرمايه يا کسب کار بار کوي نو بيا د پلار  ميراث به په اولاد تقسيم کيږي مګر د زامنو مال د هر يوه خپل ملک وي ،او وروڼو چې جلا جلا کار بار کوي او په کسب کار کې شريک نه وي د هر يوه ملک جلا دی په يو ځای اوسيدو سره د دوی مال نشي شريک کيدای .

د امام ابوحنيفه ، امام شافعی او امام مالک په نزد پلار ته جايزه نه ده چې د اولاد له مال څخه څه واخلی مګر په قدر د ضرورت او پلار ته جايزه نه ده چې د يو زوی مال بل زوی ته ورکړي .

وقال أبو حنيفة ومالك والشافعي : ليس له أن يأخذ من مال ولده إلا بقدر حاجته ; لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( إن دماءكم وأموالكم عليكم حرام , كحرمة يومكم هذا , في شهركم هذا ) متفق عليه .
وروي أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفسه ) رواه الدارقطني ؛ ولأن ملك الابن تام على مال نفسه , فلم يجز انتزاعه منه , كالذي تعلقت به حاجته ” انتهى من (الاسلام سوال جواب )

د کور د ضروري اړتياوو او نفقې نه علاوه ټول معاش د تاسې خپل ملکيت دی ، په هغه کې مو د بل ورور حق نشته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email