د اسلامي لارښود محترمو چلوونکو ته ! اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته زه یو پوښتنه لرم په ولیمه کی [قرآن کریم] ختم کول جایز دی او کنه که معلومات راکړی

پاینده محمد صافی

ځواب

الحمدلله رب العلمين

د ولپمې د پاره د قرآنکريم د ختم کولو د خاصوالي د استحباب څه شرعي دليل نشته ، يعنې په اسلامي شريعت کې څه دليل نشته چې په وليمه کې د قرآنکريم ختم کول سنت پا مستحب وي ، کچيرې څوک په وليمه کې د قرآنکريم ختم شرعي حکم وګڼې نو دا عمل بدعت دی ، او که څوک د تبرک د پاره د قرآن ختم وکړي په دې کې څه باک نشته .

مرکز الفتاوی اسلام ويب ليکي :

أما بخصوص قراءة القرآن في هذه المناسبة فلم يرد في الشرع ما يدل على استحبابها فيها، وقراءة القرآن في هذا المقام وإضافة ذلك إلى الشرع أي جعل هذا طريقة شرعية لا شك أنها تعد من الابتداع في الدين، لكن إذا قرأه الشخص بقصد التبرك به وليس على اعتبار أنه أمر مطلوب من جهة الشرع فلا حرج حينئذ.

اسلام ويب مرکز الفتاوی رقم الفتوى: 64856

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email