سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته د اسلامي لارښود چلونکو ! زما یو سوال دی مونگ په پردی ملک کی ژوند کوو د هغه ملک یوهلک زمونگ یوه جلکی په خوښه. یا په زورسره له کوره بیولی بیا ورپسی وگرزی دوی مو پیدا کڑه مونگ تی بیرته نه راکوله دی مجبوری له وجی مو روغه ورسره وکڑه خو رضایت نلرو مونگ وس غواڑو چی دا هلک مړ کړو اوجلکی بیرته تری راولو کس مو ورته پیدا کڑی ولی چی زمونگ دپاره ڈیر غٹ شرم ده که داسی ونکڑو صباح نوری نجونی اوهلکان هم داسی کوی. جلکی که پخپله خوخه ورسره تللی وی او کی په زوره ورسره بیولی وی خو زمونگ خوخه نده. وس مونگ سه وکو دی جواب په هیله

 —————————————————————-

ځواب

بسم الله الرحمن الرحپم

اول : په اسلامي شريعت کې د نجلي يا ښځې ټښول ( د نکاح کولو په مقصد ) عظيم جرم او ګناه ده .

ځکه په اسلامي شرپعت کې بيګانه او نامحرمو ښځو ته کتل ، د هغوی سره اختلاط او کډون د هغوی سره خبرې او ارتباطات ټول حرام دي

الله تعالی فرمايي : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

يعنې زنا ته مه نږدې کيږئ ، د زنا د نږدېوالی اسباب د بيګانه ښځو سره نا مشروع ارتباطات ، اختلاط او بې حجابې ده .

قوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .

يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ .

د نامحرمو ښځو سره بې ضرورته خبرې کول حرام او د زنا يو حصه ده .

قال رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ …. ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي .

نو تاسې فکر وکړئ چې د بيګا ښځې له ځانه سره تښتول او د ځانه سره اوسول به څومره لوی جرم وي .

د هغې د کورنۍ ، کلي او ولس څومره لوی سپکاوی دی حال دا چې اسلامي شريعت د مسلمان او مسلمانې د آبرو او عزت ساتلو ډير ټينګار کړی دی .

دوهم : اوسنيو فتنو او فساد ته په کتو سره د جمهورو فقهاء قول دا دی چې د ولي د اجازې بغير نکاح باطله ده .

تفصيل دلته وګورې . http://www.dawat610.com/archives/4389

درپم : فقه حنفی ابوالمختار ليکي :  که سړی خپله ښځه په زنا باندې وويني نو هغه پخپل لاس نشي وژلای بلکي په هغه باندې د حد جايري کول د اسلامي محکمې کار دی .

د حدود جايري کول د اسلامي حکومت کار دی مګر که څوک د ډيره جوشه دا کار وکړي چې خپله ښځه عملاً په زنا وويني او هغه ووژني او د الله په نزد صادق وي نو په آخرت د قتل سزا نه ورکول کيږي لکن په دنيا کې هغه مجرم وي ( فقه حنفي ابوالمختار ص ۵۵ ، کفايت المفتي ج ۲ ص ۲۲۳ ) .

د مسلمان قتل په لاندې صورتونو کې د اسلامي محمکې د ثبوت او تحقيق وروسته جاير دی

الف ) :چا چې ناحقه قتل کړی د هغه په بدل کې به وژل کيږي .

ب ) : کوم کس چې واده واله وي زنا وکړي .

ج ) : او کوم کس چې د اسلام څخه ووځي مرتد شي .

په کوم جرم او ګناه باندې د مسلمان وژل جايز نه دي داسې کول ناحقه وژل دي چې سختې خطرناکې پايلي لري :

او چا چې په ناحقه څوک قتل کړل هغه دوزخي دی :

وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُّتَعَمِّداً فَجَزَآؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِداً فِيهَا وَغَضِبَ اللّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَاباً عَظِيماً (النساء:93)

ژباړه : او هر څوک چې کوم مؤمن په قصد سره ووژني ، نو د هغه سزا دوزخ دی . هلته به هميشه وي . الله پر هغه باندې عوصه شوی او لعنت يې پرې کړی دی او د هغه لپاره يې لوی عذاب چمتو کړی دی .

ناحقه قتل عظيمه ګناه ده ، الله تعالی ته د يو مسلمان د ناحقه قتل څخه د ځمکې نړول او ورانول آسانه دي كما قال صلى الله عليه وسلم : ( زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ ). [ رواه الترمذي (1395) والنسائي (3987)  اوابن ماجه (2619) ] .

الله سبحانه وتعالی : مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا  (المائده32)

ژباړه : څوک داسې يو نفس چې نه يې بل کس وژلی وي او نه يې د ځمکې پر مخ فساد کړی وي، ووژني لکه ټول خلک چې يې وژلي وي . او څوک چې د يو بل چا د ژوندانه لامل شوی وي ، نو لکه ټول خلک چې يې را ژوندي کړي وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email