د الله جل جلاله لوي نعمت ايمان دی ( ددې نعمت د ساتنې ډير خيال کوئ )

دالله جل جلاله په نعمتونو کې لوي نعمت ایمان دي چې مونږ یې پرې نازولي یو او مونږ ته یې دغه وزمینه کلمه نصیب کړې ده چې لاله الاالله محمد رسول الله .

د حدیث شریف مفهوم دي چې که چيرې د ا اوه اسمانونه او اوه ځمکې د تلې په یوه پله کې واچول شي او دغه کلمه په بله پله کې واچول شي دغه کلمه به ترې وزمینه شي.

او د دې دنیا او آسمانونو دا کوم منظم نظام چې مونږ یې ګورو د همدې کلمې له برکته منظم چلیږي کله چې یو کلمه ویونکي د ځمکې پر مخ پاته نه شي په هماغه ورځ به بیا قیامت قایمیږي او بیا دا نظام الله جل جلاله ته دقبول وړ نه دی.

ټول انبیاء علیهم السلام چې الله جل جلاله د انسانانو د هدایت لپاره را لیږلي دي لومړي یې د لااله الاالله او ایمان دعوت ورکړي دي کله چې د انسانانو ایمانونه جوړ شوي دي بیا یې ورته نور احکام شرعي ښولي دي، همغه وو چې کله د صحابه  وو رضي الله عنهم ایمان او یقین په الله جل جلاله جوړ شوي وو د شرعي احکامو عملي کولو ته به دوي همیشه تیار وو او د ژوند یوه لحظه به ورته بې له الهي احکامو او نبوي سنتو ورته ګرانه وه چې تیره یې کړي.

ایمان د اعمالو دقبلیدو له پاره اهم شرط دي.

د نبي صلی الله علیه وسلم حدیث شریف مفهوم دي چې د اعمالو د قبلیدو لپاره دري شرطونه دي:

۱.ایمان

۲.د نبي علیه السلام سنت طریقه

۳.اخلاص

که په اعمالو کې له دې دریو شروطو یو هم کم وي الله جل جلاله ته د قبول وړ نه دي،یو انسان مؤمن نه وي عمل یې که هر څومره نیک ښکاري ولې دنبي صلي الله علیه وسلم په طریقه نه وي او په دې عمل کې اخلاص ونه لري(ریاء ،ځان ښوونې او بل مقصد لپاره وي) الله جل جلاله ته هیڅ د قبول وړ نه دي الله جل جلاله بې نیازه ذات دي د بنده ګانو اعمالو ته احتیاج نه لري.

په ایمان کې زیادت او کمي نه راځي ولې قوت او ضعف پکې راځي کله چې ایمان قوي کیږي انسان ته بیا اعمال آسانیږي ولې الله جل جلاله د مسلمان وساتي که په ایمان کې ضعف راځي بیا اعمال سختیږي دا ایمان دي چې مؤمن اعمالو ته هڅوي،څومره چې ایمان قوي کیږي مؤمن بیا د همدې ایمان او یقین په  تناسب سختو قربانیو ته تیار وي او چې کله ایمان کې کمزوري راځي بیا قرباني هم کمه وي.

د نمونې په طور د نبي علیه السلام او صحابه وو د ایمان او یقین په باره کې څو قصې لولو:

کله چې نبي علیه السلام د اسلام دین او د الله جل جلاله یووالي ته دعوت پیل کړ مشرکینو ورته په دې لاره کې زیات خنډونه جوړ او د هیڅ ډول تکلیف رسولو یې ډډه ونه کړه، نبي صلي الله علیه وسلم دا هر څه په ورین تندي وزغمل، آخر کې مشرکین د نبي علیه السلام تره ابوطالب ته ورغلل تر څو خپل وراره محمد صلي الله علیه وسلم د دوي د بتانو او پلرونو د دین له سپکاوي منع کړي او چې کله یې کاکا نبي علیه السلام را وغوښت او د خپلو تربرونو خبرې یې نبي علیه السلام ته وکړې،نبي علیه السلام پوه شو چې اوس ده هغه یو مدد کوونکي (خپل کاکا) چې تر اوسه یې د ده مدد کاوه هم له لاسه ورکړ نبي علیه السلام سترګې په اوښکو اوبلنې شوې او خپل کاکا ابوطالب ته یې وفرمایل چې اې کاکاجانه! که دا خلک ماته لمر په ښي لاس او سپوږمي راته په چپ کې کیږدي زه به د الله جل جلاله په لور له بلنې لاس وا نه خلم.

 او کله چې نبي علیه السلام او ابوبکر صدیق رضی الله عنه د مکې څخه مدینې ته هجرت پیل کړ لومړي دري ورځې یې په ثور غار کې تیرې کړې ځکه مشرکینو د دوي د مدینې په طرف لارې څارلې د همدې پلټنو په ترڅ کې دوي د ثور غار تر خولې پورې هم ورسیدل ابوبکر صدیق رضی الله عنه چې د دوي پښې ولیدې نبي علیه السلام ته یې وفرمایل چې دا دي  مشرکین را ورسیدل اوس که دوي خپلو پښو ته وګوري نو مونږ به وویني،نبي علیه السلام چې همیشه یې زړه کې د الله جل جلاله لویي خوف او محبت وو ورته په ځواب کې وفرمایل (إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لاَ تَحْزَنْ إِنَّ اللّهَ مَعَنَا) مه غمجن کیږه الله جل جلاله مونږ سره دي.

همدارنګه کله چې رومیانو عبدالله ابن روحه سره له څو صحابه وو رضی الله عنهم بندیان ونیول او تر تحقیق وروسته دوي ته معلومه شوه چې عبدالله رضی الله عنه د نبي علیه السلام نږدې ملګري دي نو ورته د اسلام نه له تیریدو یې دعوت ورکړ او ورته یې وویل چې نیمه پاچاهي به تاته درکړو زیات مالونه به درکړو او کله چې ده مبارک قبوله نه کړه نو له بندیانو یې یو بندي راوست او په ایشیدلو تیلو کې یې واچاوه او بیا یې ده مبارک ته دعوت ورکړ چې له اسلام نه تیر شي کني دي به هم په ایشیدلو تیلو کې واچوي او چې ده مبارک قبوله نه کړه نو د دیګ په لور یې روان کړ او ده مبارک وژړل رومیانو فکر وکړ چې له مرګ نه وډار شو اوس به اسلام پریږدي ده بیا هم ونه منله او چې کله دوي د ژړا د وجهې پوښتنه وکړه چې نو ولې دې وژړل عبدالله رضي الله عنه وفرمایل چې ومې ژړل په دې چې یا الله اوس زما دا یوه ساه ده ستا په لاره کې وځي کاشکي زما د ويښتو د شمیر په اندازه ساه ګانې وای او همداسې ستا په لاره کې وتلي رومیانو چې د عبدالله رضی الله عنه ایمان او یقین ولیده تعجب کې پاته شول او بیا یې د ده مبارک دې  قربانۍ له وجهې ټول بندیان هم خوشي کړل.

راتلونکي درس….

ليکنه صهيب صاحب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email