د انسان اصلي مال هغه دی چې مخکې یې لېږلی وي

عَنْ عَبْدِاللَّهِ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «أَيُّكُمْ مَالُ وَارِثِهِ أَحَبُّ إِلَيْهِ مِنْ مَالِهِ»؟ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا مِنَّا أَحَدٌ إِلاَّ مَالُهُ أَحَبُّ إِلَيْهِ، قَالَ: «فَإِنَّ مَالَهُ مَا قَدَّمَ، وَمَالُ وَارِثِهِ مَا أَخَّرَ». (بخارى:6442)

ژباړه : عبدالله بن مسعود رضی الله عنه وايي :نبی اکرم صلی الله عيله وسلم فرمايلي : آيا په تاسې کې داسې څوک شته چې د خپل مال څخه د وارث مال زيات دوست وګڼې ؟ صحابه کرامو وويل : مونږ ټول خپل مال زيات خوښوو .

و يې فرمايل : اصلاً د انسان خپل مال هغه مال دی چې د الله په لاره کې يې انفاق کړي او هغه څه چې ورڅخه پاتې شي د هغه د وارث مال شميرل کيږي .

د انفاق دنيوي ګټه څه ده ؟

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي «مَا مِنْ يَوْمٍ يُصْبِحُ الْعِبَادُ فِيهِ، إِلاَّ مَلَكَانِ يَنْزِلانِ، فَيَقُولُ أَحَدُهُمَا: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُنْفِقًا خَلَفًا، وَيَقُولُ الآخَرُ: اللَّهُمَّ أَعْطِ مُمْسِكًا تَلَفًا». (بخارى: 1442)

يعنې : هر ورځ دوې ملائکې ځمکې ته را کوزيږي . يوه يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق کوي هغې ته بدله ورکړي ، او بله يې وايي : ای الله جل جلا له  ! څوک چې ستا په لار کې انفاق (خرچ ) نه کوي د هغه مال هلاک کړه ، يعنې د هغې مال تلف کړې .

او په بل حديث شريف کې راځي : من أدى زكاة ماله فقد ذهب عنه شره (طبراني او صحيح الترغيب – الألباني 743)

يعنې : چا چې د خپل مال زکات ورکړ ، د مال له شر او آفت نه په امن شو.

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً