۱- الأمر بالمعروف اوالنهي عن المنكر د انبياء عليهم السلام عمل دی ، د ټولو صحابه کرامو ، تابعينو او د خير القرون د ټولو صالحو کسانو کار دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : ﴿وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ فَمِنْهُم مَّنْ هَدَى اللّهُ وَمِنْهُم مَّنْ حَقَّتْ عَلَيْهِ الضَّلالَةُ فَسِيرُواْ فِي الأَرْضِ فَانظُرُواْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُكَذِّبِينَ﴾ [النحل: 36]

ژباړه : او مونږ په هر امت کې د همدې خبرې لپاره استازي ليږلي دي چې : ای خلکو ! د يوه الله اطاعت وکړئ او له طاغوت نه ځان وژغورئ ، خو ځنو ته الله هدايت وکړ او ځنې د دوی هغه وو چې ثابته شوه پرې ګمراهي ( حق يې قبول نه کړ ) ، نو وګرځې تاسې  په ځمکه کې او وګورئ چې د هغو خلکو پايله څه شوه چې پيغمبران به يې درواغجن ګڼل .

او د خپل آخرين رسول محمد صلی الله عليه وسلم په اړه فرمايي :

﴿الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ ….﴾ [الأعراف: 157].

ژباړه : ( دا متقيان مؤمنان چې مقرر دی دوی ته رحمت ) هغه کسان دي چې متابعت کوي د هغه رسول چې نبي او امی دی ، هغه رسول چې په تورات او انجيل کې ېې لا پخوا د هغه په هکله ليکنه ليدلې وه . زما دا استازي به په نيکو کارونو امر کوي او له بدو کارونو به منع کوي .

پس الله تعالی پيغمبران ددې لپاره مبعوث کړي دي چې خلک د الله تعالی طرف ته وبولي ، هغوی ته په نيکو کارونو امر وکړي او له بدو کارونو څخه يې منع کړي تر څو دوی پر خلکو باندې يو حجت او دليل وي ، لقوله سبحانه وتعالی : ﴿رُّسُلاً مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ وَكَانَ اللّهُ عَزِيزاً حَكِيماً﴾ [النساء: 165].

ژباړه : ټول پيغمبران زېری ورکوونکي او ډار ورکوونکي لېږل شوي دي چې د الله په وړاندې د رسولانو له راتګ وروسته چاته کومه بانه او پلمه پاتې نه شي . او الله پاک ښه زوره ور او د حکمت څښتن دی .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حال داسې ؤ چې په ټولو حالاتو کې يې امر بالمعروف او نهی عن المنکر کولو ، حتې د ډوډی خوړلو په وخت لکه چې په حديث شريف کې راځي : «أن رجلا أكل عند رسول الله -صلى الله عليه وسلم- بشماله فقال: “كل بيمينك”(رواه المسلم ) ، يعنې : يو کس د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ګين لاس باندې خوراک کولو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه وفرمايل : په ښي لاس باندې خوراک کوه .

۲- امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مؤمنانو له مهمو اعمالو او سترو صفاتو څخه دی ، لقوله سبحانه وتعالی :﴿التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدونَ الآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ﴾ [التوبة: 112]

ژباړه : هغوی توبه کوونکي ،عبادت کوونکي ، ثناويونکي ، د الله په ليار کې وتوونکي ، رکوع او سجده کوونکي ، د نيکيو په لور بلونکي او له بديو منع کوونکي او د الله د حدودو ساتونکي دي (ای پيغمبره !) زېری ورکړه مؤمنانو ته .

د مؤمنانو دا صفت د ټولو منافقانو او اهل شر او فساد پر وړاندې يو جلا کوونکی صفت دی ،لقوله سبحانه وتعالی :

 ﴿الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُم مِّن بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُواْ اللّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [التوبة: 67].

ژباړه : منافقان سړي او منافقانې ښځې ځينې له ځينو نورو نه دي هغوی د بدۍ په لور بلنه او له نيکۍ نه منع کوي ، خپل لاسونه له نېکيو نه تړي الله يې هير کړ نو الله هم هغوی هير کړل په رښتيا چې همدا منافقان فاسقان دي .

امام قرطبي رحمه الله وايي : چې الله تعالی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر عمل يو فرق ګرځولی په مابين د مؤمنانو او منافقانو کې ، او دا يو دليل دي چې د رښتنې مسلمان به همدا صفت وي ( تفسير القرطبي، 4/ 49).

۳- امر بالمعروف او نهی عن المنکر ددې امت د خير او فضيلت سبب بلل شوی دی ، لقوله سبحانه وتعالی : ﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [آل عمران: 110].

ژباړه : تاسې غوره امت ياست چې د خلکو د پاره راويستل شوي ياست ، ځکه چې د نيکی په لور بلنه کوئ او د بدی مخه نيسئ او په الله ايمان لرئ او که اهل کتاب ايمان راوړی وای ډيره ورته غوره وه ځېنې يې مؤمنان دي خو زياته برخه يې فاسقان دي .

۵- لمونځ امر بالمعروف او نهی عن المنکر په ځمکه کې د قرار ، اعلاء کلمة الله او نصرت عظيم اسباب دي او دا اعمال د اسلامي حکومت له سترو صفاتو څخه دی ، لقوله سبحانه وتعالی

: ﴿الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ﴾ [الحج: 41]

ژباړه : دا همغه خلک دي چې که مونږ يې په ځمکه کې شته کړو نو لمونځ دروي ، زکات ورکوي او په نيکۍ امر کوي او د بدۍ مخه نيسي او د ټولو کارونو پای الله لره دی .

۶- د هغوی د پاره د الله تعالی د جانبه عظيم اجر او ثواب دی څوک چې په ښو کارونو او اصلاح امر کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :

﴿لاَّ خَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً﴾ [النساء: 114].

ژباړه : د هغوی په ډيرو پټو خبرو کې هيڅ خير نشته خو يوازې د هغه چا په پټو خبرو کې خير شته چې په خيرات يا نيکۍ او د خلکو په مينځ په روغه راوستلو امر کوي او څوک چې دا وړ کارونه د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره وکړي نو مونږ به ډير ژر لوی اجر ورکړو .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا.  (مسلم 2674 ) .

له ابی هريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

کوم بنده چې د نيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به د هغو ټولو خلقو هومره اجر او ثواب وي څوک چه د ده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددې نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .

۷- امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ګناهونو کفاره او د بښنې وسيله ده ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : فتنة الرجل في أهله وماله ونفسه وولده وجاره يكفرها الصيام والصلاة والصدقة والأمر بالمعروف والنهي عن المنكر»(40).

د سړي د پاره په اهل ، ځان ، اولاد ، ګاونډې کې فتنه او امتحان دی ، د ده د پاره روژه ، لمونځ ، زکات او صدقه او په ښو کارونو باندې امر کول او له بدو کارونو څخه منع کول د ګناهونو کفاره ګرځي .

۸- د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ډله په دنيا او آخرت کې کامياب ده :

لقوله سبحانه وتعالی : ﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: 104].

ژباړه :  او بايد له تاسې څخه يو ډله وي چې د نيکۍ په لورې بلنه کوي او له بدۍ څخه منع کوي او همدغه خلک کامياب دي .

۹- د امر بالمعروف او نهی عن المنکر کوونکو باندې د الله د رحمت نزول ، لقوله سبحانه وتعالی :

﴿وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللّهُ إِنَّ اللّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ﴾ [التوبة: 71].

ژباړه : او مؤمنان سړي او مؤمنانې ښځې ځينې د ځينو نورو دوستان دي امر کوي په نيکی او له بدليو نه خلک منع کوي لمونځ ودروي زکات ورکوي او د الله او د هغه د رسول الله اطاعت کوي پر همدغو خلکو به الله ډير ژر مهرباني وکړي .

۱۰- د الله تعالی په نزد بهترينه او ښه خبره د الله طرف ته بلنه ده ، لقوله سبحانه وتعالی : ﴿وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلاً مِّمَّن دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحاً وَقَالَ إِنَّنِي مِنَ الْمُسْلِمِينَ﴾ [فصلت: 33]

ژباړه : او د وينا له کبله به د هغه چا تر خبرې د بل چا خبره ښه وي ؟ چې د الله لوري ته بلنه کوي او ښه عمل کوي او وايي چې زه مسلمان يم .

۱۱- د آسمانونو او ځمکو اوسيدونکي هغه چا ته بښنه غواړي څوک چې د الله (جل جلا له) طرف ته بلنه کوي خلکو ته د خير په لورې لارښوونه کوي ،رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«فضل العالم على العابد كفضلي على أدناكم ” ثم قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم -: إن الله وملائكته وأهل السموات والأرضين حتى النملة في حجرها، وحتى الحوت ليصلون على معلم الناس الخير» (أخرجه الترمذي، 5/ 50) والصلاة من الله رحمة، ومن الملائكة استغفار، ومن الغير دعاء وطلب( فيض القدير ) .

يعنې : د عالم فضيلت په عابد باندې داسې دی لکه زما فضيلت د تاسې څخه په ادنا باندې ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : يقيناً الله تعالی ، د هغه ملائکې ، د آسمانونو او ځمکو اهل او حتی په غارونو کې ميږيان او حتی ماهيان په هغه باندې درود وايي چې خلکو په خير باندې لارښوونه کوي .

فيض القدير ليکي : د الله د جانبه درود رحمت دی ، د ملائکو د جانبه استغفار او بښنه ده او نورو د جانبه دعا ده .

۱۳- د چا په لاس باندې چې الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي د دنيا او څه چې په دنيا کې موجود دي غوره دی :

لأَنْ يَهْدِيَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَى يَدَيْكَ رَجُلا خَيْرٌ لَكَ مِمَّا طَلَعَتْ عَلَيْهِ الشَّمْسُ وَغَرَبَتْ.(الطبراني 925 )

له ابی نافع نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که الله ستاسو د لاس څخه يو بنده ته هدايت وکړي ستاسو دپاره د ټولو کائيناتو نه چې پری لمر راخيږي او پرېوزی غوره دی ( طبرانی ) .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : عَنْ سَهْلِ بن سعد، رضي اللَّه عنْه، أنَّ النبي صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ لِعَلي، رضي اللَّه عنْه: « فو اللَّهِ لأنْ يهْدِيَ اللَّه بِكَ رجُلاً واحِداً خَيْرٌ لكَ من حُمْرِ النَّعم » متفقٌ عليهِ.

له سهل بن سعيد رضی الله عنه نه روايت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علی رضی الله عنه ته وفرمايل : په الله سوګند دی که چيرې ستا په لاس الله تعالی يو کس ته هدايت وکړي ستا د پاره تر سورو اوښانو بهتر دی .

۱۴- د عذاب او هلاکت او دينوي فتنو څخه نجات دی ، قال الله تعالى: ﴿وَاتَّقُواْ فِتْنَةً لاَّ تُصِيبَنَّ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنكُمْ خَآصَّةً وَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ﴾ [الأنفال: 25]

او له هغه عذاب او مصيبت څخه ځانونه وژغورئ چې يوازې تيري کوومکو ته به مو نه رسيږي . او پوه شئ چې د الله عذاب ډير سخت دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((والذي نفسي بيده، لتأمرنّ بالمعروف، ولتنهونّ عن المنكر، أو ليوشكنّ الله أن يبعث عليكم عقابًا من عنده، ثم تدعونه فلا يستجيب لكم))(الترمذی و صحيح الجامع ) .

ژباړه : په هغه ذات مې دي قسم وي چې زما روح یې په واک کې دی، تاسو به خامخا ښو ته خلک رابولئ او له بدو به یې منعه کوئ، او که دا کار ونکړئ نږدې ده چې الله به خپل عذاب په تاسو نازل کړي، بیا به تاسو دعاوې کوئ اوقبلیږې به نه.

 ۱۵- نجات د هغه څه نه چې مخکنې امتونو يې په وجه هلاک شوې وو :

﴿لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُواْ يَعْتَدُونَ * كَانُواْ لاَ يَتَنَاهَوْنَ عَن مُّنكَرٍ فَعَلُوهُ لَبِئْسَ مَا كَانُواْ يَفْعَلُونَ﴾ [المائدة: 78- 79].

ژباړه : هغه کسان چې کافران شوي دي له بنی اسرائلو د داود او عيسی بن مريمې په ژبو لغنت ويل شوي دي او دا ځکه چې هغوی سرغړونه وکړه او اندازې نه يې تيری کړی ؤ ، له بدو کارونو څخه به يې يو بل سره نه منع کول او کړنې یې خورا بدي او پرېوتې وې .

۱۶-  د الله تعالی د دين طرف ته بلنه د الله تعالی د نصرت او په ايمان او نيک عمل باندې د ثبات وسيله ده ،

: وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (۴۰ الحج ) .

ژباړه : او الله به خامخا د هغوی کسانو ملا وتړې چې د هغه د دين ملاتړي وي بيشکه چې الله ډير توانا او په هر څه برلاسی دی .

وقال تعالى: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ، وَالَّذِينَ كَفَرُوا فَتَعْسًا لَّهُمْ وَأَضَلَّ أَعْمَالَهُمْ (۷-۸ محمد ) .

ژباړه :ای مؤمنانو ! که تاسې د الله د دين ملاتړ وکړئ هغه به ستاسې ملاتړ وکړي او تاسې به ثابت کړي (په دين کې ) پښې به مو کلکې کړي ، او کوم کسان چې کافران دي هلاکت يې په برخه دی او الله يې عملونه باطل کړي دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email