د جنابت په حالت کې خوراک رواه دی ؟

 سلامونه می ومنه محترم مولوی صاحت زما پوښتنه داسی ده چه ایا د جنابت په حالت کی خوراک روا دی او کنه یو سړی جنوب دی د جنابت په حالت کی دی ایا هغه کولی شی چه خوراک وکړی او کنه ستاسو د ځواب په انتظار مننه .
ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو د جنابت په حالت کې خوراک او چښاک کول يا د حيوان ذبح کول او داسې نور کارونه چې د هغه لپاره طهارت شرط نه وي روا دي .

مګر تر خوراک او چښاک مخکې استنجاء او اودس کول ښه کار دی ځکه چې په صحيحينو کې له بی بی عايشی رضی الله عنها څخه روايت چې څه وخت به چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د جنابت په حالت کې ؤ نو چې پدې حالت کې به يې د خوراک يا بيديدلو اراده کوله نو لومړی به يې اودس تازه کولو بيا به يې خوراک کاوه يا به بديده (مشکوة ص ۴۹)

( فتاوی يوسفيه ج ۲ ص ۵۵ ).

و الله اعلم

د جنابت په حالت کې ماشوم ته شېدې ورکول

د جنابت په حالت کې پېشمنی کول څه حکم لري؟

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي