الحمدلله ، نحمده و نصلی علی رسوله الکريم علی اله و صحابه اجمعين امابعد :

اسلامې حجاب

د حجاب حکمت :

د اسلام هرحکم ته که ښه پام وشي دومره حکمتونه او ارزښتونه به پکې وي چه په ليکلو يې کتابونه ډک کيږی .

د ښځی په اسلامې حجاب کې هم بې شميره حکمتونه اوګټی نغښتې دي چه ځنو ته يې په سرسري ډول اشاره کوم.

لومړی حکمت : اسلامي اخلاق د انسانی فطرت سره موافق دي: د هر سالم فطرت غوښتنه دا وي چه زما بی بی به يواځې له ما سره مينه لري له بيګانه خلکو سره به مينه او رابطه نه کوي او هيڅ څوک به زما بی بی ته نظر هم نه کوي  .

همدارنګه د ښځې د سالم فطرت غوښتنه هم همدا وي چه زه بايد يوننګيالی اوغيرتی خاوند ولرم داسې چه يواځی له ما سره مينه اورابطه ولري ،له پردی ښځی سره هيڅ مينه اورابطه ونه لري .

اسلام د انسان د سالم فطرت موافق اخلاق وړاندې کړي داسې چه د نظرساتل له نامحرمو اود نامحرمو او بيګانه سره ټول مستقيم اوغيری مستقيم روابط د نرله پردی ښځی سره او د ښځی له پردی سړی سره حرام اعلان کړي دي .

دوهم حکمت : اسلام د يوی پاکدامنه ټولنی غوښتونکې دي: په اسلام کې فحاشت او زنا سخت حرام دي اوهغه وسائل چه زناته د نږيديوالې سبب ګرځی هم منعه اعلان شوی لکه بی حجابې، هرډول فاحش تبليغات اوبی شرمه اوفاحشی خبری ، د نارينه او ښځو تر مينځ اختلاط او نور د زنا او بې شرمۍ وسائل بلل کيږي اسلامي شريعت حکم دی چې : وَلاَ تَقْرَبُواْ الزِّنَى (اسراء ۳۲ )

زنا د نزکيت نه مطلب دا دی چې د زنا له اسبابو څخه ځان وساتی .

دريم حکمت : اسلام ښځی ته په لوړمقام او ارزښت قائل دی : ښځه په اسلام کې مور ده ناموس دی خدای مکړه که د چا موراو ناموس ته په سپک نظر وکتل شي څومره بده خبره ده نو د ښځی د حجاب حکمت دا دی چه خداي مه کړه د کوم ناولې اوفاسق انسان لخوا ضرر ورته ونه رسې ،طبعی خبره ده چه په هره ټولنه کې ښه اوبد خلک شته ، نوکله چه مسلمانه ښځه په حجاب کې  وي دناولېو اوفاسقو انسانانو بد نظر اوتمه له منځه ځی .
ځکه چې حجاب د ښځې د پاکدامنۍ او عفت يو سکندري ديوال دی چې بيا بې لارې کس هغه ته په سپک نظر نشي کتلای او پوهيږي چې دا پاکدامنه او عفيفه بی بی ده .

د اسلامی حجاب په اړه شرعي احکام :

۱- د نظر حجاب ( د نامحرمو څخه د سترګو حجاب ) :

سړي به له بيګانه ښځوخپل نظرساتي او ښځې به له بيګانه سړيو خپل نظر ساتي لقوله الله سبحانه وتعالی :

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ : او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې ( د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي ) او خپل د شرم ځايونه پټ وساتي او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي .

او په دې اړه د ام سلمه مشور رضی الله عنها روايت چې هغه فرمايي :

زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575).

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب . رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

۲-  د ټول بدن پټولو حجاب  :

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ (النور 31 ).َ

ژباړه او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې : خپلې سترګې ټيټې ( د نا محرمو څخه خپل نظر وساتي ) او خپل د شرم ځايونه پټ وساتي او خپل ښايست دې پرته له هغه چې ښکاره دی نه په ډاګه کوي او خپل پرونی يا ټکری دی پر خپلو سينو او ټټرونو خپاره کړي .

عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايت نازل شو (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنّ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ يعنې (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو ) .( رواه ابوداود ۴۱۰۲ )

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).

ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو ، لوڼو ، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړونې يا لوی څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډيره غوره کړنلاره ده تر څو و پيږندل شي نو نه به ربړول کيږي (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .

تفسير ابن کثير د دغه آيت شريف په تفسير د رئيس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه قول نقلوي ليکي :

الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی .
او په دې باره کې په سنتو کې روايتونه ذکر شوی دي لکه :

د حضرت عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو . . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او سلسلة صحيحية للالبانی .

د ابی بکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه ) خلکو څخه مخ پټولو (رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ و سلسلة صحيحية ).

 ۳- د پښو حجاب :

وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ(النور 31 ).

او پښې دې په زوره نه ږدې تر څو يې پټ کړی ښايست ښکاره شي او ای مؤمنانو ټول الله تعالی ته توبه وباسئ ښايې چې خلاصون مو په برخه شي .

۴- له نامحرم سره د ضرورت په وخت کې د خبرو حجاب :

إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلاَ تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلاً مَّعْرُوفًا(الاحزاب 32 ).

ای د پيغمبر ښځو تاسو د عامو ښخو په شان نه ياست ، په ويلو کې نرمي مه کوئ چې په زړه ناروغه خلکو ته به تمه پيدا شي او سمې روغې خبرې کوئ ( ځيږې ) .

يعنې که د حاجت په وخت کې تاسې له نامحرمو سره په نرمه ، خندرويه او جذابه لهجه خبرې وکړئ د بد کارو او فاسقو په زړه کې به دا تمه پيدا شي چې کواکې هغه زما سره د مينې او علاقې اظهار کوي نو په دې وجه د نامحرمو سره په نرمۍ او جذابه ، خندرويه لهجه خبرې مه کوئ .

د حجاب شرطونه :

۱- حجاب بايد ټول بدن پټ کړی: مسلمانو ښځو ته الله (جل جلا له) داسې حکم کوي (يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ) جلباب همغه دراز ه جامه ده چه ټول بدن پټوي . نتيجه دا شوه چه حجاب شريعی بايد ټول بدن پټ کړی .

۲- حجاب بايد نازک نه وي : د حجاب مطلب د بدن ستر دی داسې کومه پرده چه هغه بدن پټ نشی کړای تر پردی لاندی ويښتان ، جامي او نور ښکاري هغه ته حجاب نشو ويلای .

۳– حجاب بايد زينتي او د جالب رنګ لرونکی نه وي چه د خلکو انتظار خپل ځان طرف ته جلب کړي : د حجاب هدف دا دی چه د ښځی زينت او ښايست پټ کړي نو دا سی پرده چه هغه د ښځی زينت ته خلک جلبوای شي حجاب نه بلل کيږی ، دقرآنکريم حکم (وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا..) نو بايد حجاب د زينت ساتنه وکړي .

۴– حجاب بايد پراخه وي تنګ نه وي: ترڅو دبدن لوړې ، تيټی برخي او د فتنې ځايونه ښکاره نشي.

۵- د ښځی جامی بايد په عطرو نه وي لړليې : چه په نامحرمو يې بوی ولګي ترڅو د خلکو د جلب سبب شي ځکه دا عمل حرام دي او ددی عمل په اړه په احاديثو کې شديد الفاظ وارد شوي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي

: کله چه ښځه خوشبويي ووهي او د سړيو له ډلې تيريږي تر څو د هغې دغه ښه بوی خلک حس کړي، پس هغه داسې او هغسی ده ، ډيره سخته او شديده وينا او په بل لفظ پس هغه زناکاره ده .

۶- د ښځی جامی بايد د نر له جامي سره هيڅ مشابهت ونه لری : ځکه چه په جامه کې د ښځی مشابهت له نر سره او د نرمشابهت له ښځی سره حرام دی .

 «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلَ يَلْبَسُ لِبْسَةَ الْمَرْأَةِ وَالْمَرْأَةَ تَلْبَسُ لِبْسَةَ الرَّجُلِ».(ابوداؤد).

ژباړه : رسول الله ص په هغه سړی لعنت فرمائيلی دی چه دښځوپه شان جامې اغوندی او په هغه ښځه چې د نر په شان جامي اغوندی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email