د مردارې شوي چاه (کوهي ) پاکولو طريقه :

اسلام علیکم دآنلاین اسلامی لارښود کارکوونکو ! زما پوښتنه دا ده چی زمونږ دکلی د جومات څاه یا کوهۍ کښی تقریبا د څلور کاله راهسي مردار سپي او پیشوګانی پرتی وی خوڅوک ورباندی خبر نه وو بعد له څلورو کالو د کوهی دپاکولو په وخت کښی یا اوبو بد خونده شوی معلومه شوه چی ددی څاه اوبو خو مرداری یابی نماځه دی  دهغه نه وروسته بیا خلکو دجومات څاه پاکه کړه اوس سوال دا ده چی ددی مسجد دخلکو ، مسافرو د جومات دملا امام ددی تیرو څلورو کالو لمنځونو برخه لیک څنګه شو اوس به دوی کفاره ورکوی راګرځوی به یی بله کومه لاره شته او کنه شوی دی ځکه چی ناخبره وه که دسنتو اواسلامی اوحنیفی ف
یقه په رڼاکی معلومات راکړی مهربانی به مو وی ځکه دا زمونږ په کلی کښی یوه اختلافی مسله ده او مونږ کومه نږدی دارالافتاء نلرو یوازی تاسی یاست په مننه غلام حبیب دپکتیکاولایت داومنی ولسوالی څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامې شريعت کې اوبه هغه وخت مردارې بلل کيږي چې کله په اوبو کې نجاست ولويږي او خپل طبعي خاصيلت له لاسه ورکړي يعنې رنګ ، خوند او بوی يا خوند او بوی يي بدل شي نو دغه اوبه ناپکې بلل کيږي عالمګيري او درالمختار ليکي :

و يتغير احد اوصافه من لون او طعم او ريح ينجس الکثير و اما القليل ينجس و ان لم يتغير ( درالمختار ج ۱ ص ۱۷ ، عالمګيري ج ۱ ص ۱۶) ) .

که په چاه  کې د سپي يا پشکې ويښتنان ، نوکان ، هډوکې ولويږي چاه نه مرداريږي .

«‌وشعرالمیته و عظمها وعصبها وحافرها وقـرنها و شـعر الانسا‌ن و عظمه و دم سمك طا‌هر»‌.(تنویر مع ‌الدر بحا‌شیة ردالمحتار 1/151. البحرالرائق 1/112)

مګر که په چا کې د سپي غوښي ولويږي ، سپی او پشی ولويږي او په چا کې مړه شي د چاه اوبه مرداريږي .

«‌ولاخلاف فی نجا‌سة لحـمه اي‌ لحـم الکـلب‌» و طـها‌رة شعره‌»‌.(‌ الد‌رالمختار مع الرد:1/153)

د کوهي د ناپکوالي معلوميدو نه مخکې چې کومې اوبه ايستل شوي دي پاکې دي په هغه باندې اودس او لمونځ کول درست دي ، کچېرې حيوان پړسيدلی او رژېدلی وي د دريو شپو او ورځو لمونځونه به ګرځوي .

و يحکم نجاستها مغلظة من وقت الوقوع ان يعلم فلا يلزمهم شی ءً قبله (درالمختار ج ۱ ص ۲۰۳،۲۰۲ ) .

همدارنګه فقه حنفي ابوالمختار ليکي :

که په چاه کې د کوم حيوان يا بل څه د لوېدلو اثار او نښانې نه وي مګر اوبه مرداری شي بوی يا خوند يي تغير شي  نو همغه وخت مردارې بلل کيږي ( کله چې سړی پوه شي چې دا اوبه مردارې دي ) د پخوا وخت اودس ،غسل ، لمونځ را ګرځيدلو ته ضرورت نشته .

و وجود حيوان ميت فيها ينجسها من يوم و ليلة الخ ( مراقي الفلاح ) قيد بلحيوان لان غيره من النجاسات لا يتاتي التفصيل ( ای التفصيل من الفسخ و عدمه ) … بل ينجسها من وقت الوجدان فقط ( حاشيه طحطاوي ص ۲۳ ) .

کله چې د ابواوصاف لکه رنګ ،بوی او خوند تغير شي نو د چاه اوبه مردارې بلل کيږي د چاه څخه به ټولې اوبه ويستل کيږي تر څو بيرته د پاکۍ حکم غوره کړي که چاه چينه دار وي او وچيدل کې ممکن نه وي نو په چاه کې چې کومه اندازه اوبه موجود وي همغه اندازه اوبه به ځنې وباسي ( فقه حنفي ابوالمختار ، حاشیه طحطاوي ) . )

د چا د ابو خالي کول په عصري سيستم :

یو انچ يا 2.5 سانتي قطر پايپ واله واترپمپ په هغه صورت کې چې بريښنا لمزورې وي او د ابو سرعت کم وي په يوه ساعت کې تقريباً 1400 ليټره اوبه پورته کولای شي چې احتياطاً 1000 ليټره يا یو مترمکعب په نظر کې نيسو .

د چاه د خالي کولو د پاره به په چاه کې موجودې اوبه حساب شي او وروسته به د هغه د خالې کولو وخت وټاکل شي .

مثال : په برمه باندې وهل شوې چاه چې قطر يې 20 سانتي او د چاه ژوروالی 45 متره او په چاه کې موجودي اوبه 32 متر دی نموړې چاه ته که 1 انچ واټرپمپ چالان شي په څومره وخت کې به خالی کړ شي .

حل : په چاه کې د ولاړو ابو اندازه مساوي کيږي په : فورمول v =µd2/4*h

20cm=0.2m

{3.14*(0.2)2}/4*32= 1m3 = 1000Li

يعنې نومړی چاه به په 1 ساعت خالي شي .

همدارنګه که په لاس وهل شوي چاه وي چې قطر يي 1 متر او د ابو ارتفاع 15 متر وي په څومره وخت کې خالي شي ؟

حل :

 {3.14*(1)2}/4*15=11.77m3=11775Lit

11775/1000=11.77

يعنې نومړی چاه به په 11 ساعت 46 دقيقو کې خالی کړي .

که په مسلسل ډول د ابو کښل امکان نه لري په وقفه ډول هم جايز دي کله چې شامې ليکي چې پرلپسې والی شرط نه دی :

علی انه لا يشرط التوالي و هو المختار الخ ( درالمختار ج ۱ ص ۱۲۶ ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً