دان لاین اسلامی لارښودمحترمی اداری ته.

په افغانستان او پاکستان کی یوه مذهبی ډله یاګروپ پنوم داهل حدیث (غیرمقلیدین) پیداشویدی چی د مسلمانانو لمونځونو ته غلط وائی د څلور واړو امامانو پیروانو ته اوخصوصآ احنافوته مشرکین اومبتدعین وائی اوداحنافومساجدوته مسجد ضراروائی اوڅلورواړوامامانوته دیهودواونصاراوواحباروسره مشابهت ورکوی ټول مسلمانان ئی په تشویش کی اچولی دی نوپدی اړه ددی ډلی یاګروپ په باره کی مونږاوددی ویپ پاڼی له لاری نورومسلمانانوته معلومات راکړی.

نوټ : – ګرانواومحترموورونوددی پوښتنوپه هکله دالله تعالی (ج) لخوادنازل شوی قران عظیم الشان دایاتونواونبوی (ص) داحادیثوپه رڼاکی معلومات راکړی

مولوی عبدالبصير

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د مشرکينو اتهام :

کچيرې کوم مسلمان واقعاً په دې عقيده وي نو د هغه دپاره دغه عقيده لرل سخته خطرناک دي ځکه چې مسلمان ته عقدتي مشرک او مشرک اکبر ويل حرام د ايمان د زوال سبب ګرځي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

إن قال الرجل لأخيه كافر فإن كان كما قال وإلا رجعت عليه (المسلم )

ژباړه : هر سړی چې خپل مسلمان ورور ته کافر او مشرک ووايي نو يو به پرې اخته کيږي کچيرته هغه سړی همدغسې وي (نو صحيح ) او که ( کافر او مشرک نه وي ) نو کلمه د کفر ويونکې ته واپس کيږي .

همدارنګه الله سبحانه وتعالی فرمايي : څوک چې زما د دوست سره دښمنې وکړي نو ما ورته د جنګ اعلان کړی دی (تفسير العشرالخير من القرآن الکريم ) ،

د مذاهبو امامان د تابعينو وروسته د اسلامي امت د اول قرن هغه کسان دي چې په علم او تقوا يې د ټول امت اتفاق دی ، آيا هغوی به د الله پاک  واقعي دوستان نه وي ؟

هو که داسې وي چې کوم کس شريکي اعمال تر سره کوي نو دا خپله د هغه کس عمل دی ، د يو کس عمل د اسلام ، سنتو ، اجماع او مذهب ترجماني نشي کولای .

دوهم : د تقليد مسئله

تقليد د بل پر فتوای باندې عمل کولو ته وايي :

تقليد دې ته وايي چې سړی د بل کس چې په علم او تقوی کې تر ده غوره وي د هغه په قول او فتوای عمل وکړي .

قرآنکريم هم ددې حکم کړی دی چې : فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل )  .

تفصيل او تشريح

تقليد د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته شروع شوی دی تفصيل دلته وګورئ

او اهل حديث چې ځانونه غير مقلدين بولي او تقليد نه مني نو بيا ولي دوی د شيخ ابن تيميه او ابن قيم پر اقوالو فتواوي ورکوي ايا دا تقليد نشو ؟

که دهغوی رسالې او کتابونه وکتل شي په ډيرو مسائل کې يې د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تقليد کړی دی يعنې د هغه په قول يې فتوای او نظر وړاندې کړی وي .

شيخ ابن تيميه رحمه الله ، او شيخ ابن قيم رحمه الله دواړه مقلدين دي ، د امام احمد صاحب په مذهب وو ، او خپله شيخ ابن تيميه په ډيرو مسائلو کې د امام ابی حنيفه رحمه الله په قول فتوی ورکړی ده .

دا چې تقليد نه منئ ، نو بيا ولي د نورو په اقوالو فتوا ورکوئ او د هغوی په اقوالو عمل کول تقليد نشو ؟

دريم : د لمانځه مسئله :

لمونځ  په اصلي مسائلو کې د څلورو واړو مذاهبو او همدارنګه اهل حديثو په نزد يو شان دی ، يوازې په ځنو سنتو او مستحباتو کې څه فرق شته چې هغه هم د افضيلت پر بناء دی ، يو مذهب پر يو حديث عمل کړی او بل مذهب پر بل حديث باندې عمل کړی دی .

او دا چې څوک وايي د فلاني کس لمونځ غلط دی او د هغه لمونځ واقعاً غلط وي نو پر مسلمان باندې واجبه ده چې هغه ته رهنمايي وکړي ، زيات کسان ليدل کيږي چې لمونځ صحي نه ادا کوي بايد هغوی د لمانځه صحي ادا کولو ته متوجه کړ شي .

خو د يو کس د لمانځه غلطي او خرابي د ده خپله کتاهي ده ، د دغه کس خراب لمونځ د اسلامي فقهې ترجماني نشی کولای .

او که څوک وايي چې الغياذ بالله د احنافو لمونځ غلط دی ، الغياذ بالله احناف مشرکين وغيره دي نو دا څه وړه خبره نه ده دا په ټول اسلامي امت باندې غلط اتهام لګول دي ، الغياذ بالله په اکثريت امت باندې د مشرک تاپه لګول دي ، ځکه دا سلسه خو د تابعين وروسته شروع څلوارلس سوه کاله تيږي چې په دې دومره وختونو کې به څومره ستر ستر علماء ، مجاهدين ، شهيدان او صالحين تير شوي وي .

دې حنفي مذهب خو د عثماني خلافت په وخت کې ۶۰۰ شيږسوه کاله پر ټول امت حکومت کړی دی ، د حنفې فقهې موافق قضاء يې چلولې ده  ايا د دغه ۶ پيړيو ټول عرب او عجم ګمراه وو (الغياذ بالله ) . او حال دا چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې زما امت په ګمراهۍ باندې نه جمع کيږي .

«إِنَّ اللَّهَ لَا يَجْمَعُ أُمَّتِي أَوْ قَالَ أُمَّةَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى ضَلَالَةٍ وَيَدُ اللَّهِ مَعَ الْجَمَاعَةِ (ترمذي(رقم2167). باسناد صحيح.

يعنې : يقيناً چې الله تعالی زما امت – امت محمد صلی الله عليه وسلم په ګمراهۍ سره نشي جمع کيدلای او د الله مرسته او مدد له جماعت سره دی .

آيا دغه سپږ پېړۍ او يا شپږسوه کاله ټول امت په ګمراهۍ جمع شوی وو ( الغياذ بالله )

نور نو تاسې خپله قضاوت وکړئ چې دا ډول خبری او اتهامات د يو ستر اسلامي امت په باره کې څومره لوی ظلم دی ؟

آيا ددې خبرو څخه به د اسلام دوښمنان لويه استفاده ونه کړي ؟

که مو د خلکو اصلاح هدف وي ، د شرک ، بدعت او د اعمالو اصلاح مو مطلب وي راځه په کډه حل يې لاره ولټوو دا خو د ټولو مسلمانانو يوازنی هدف دی ( واضح ده چې مونږ په دې لاره کې تر هر چا ډيرې قربانۍ ورکړي دي او ورکوو يې ) ، مګر که هدف مو د شرک او بدعت تر عنوان لاندې د مذهب او تقليد ټکول او غندل وي نو بيا ښکاره ده چې مطلب دې د امت ټوټې کول او خرابول دي .

دا چې څوک وايي د احنافو لمونځ غلط دی ( الغياذ بالله ) ، ؤ ظالمه کوم ځای يې غلط دی ؟، کوم ځای يې د قرآن او سنتو خلاف دی ؟ په کوم ځای کې شبه لرې وړاندې کړه خپل شبهات دې چې په قرآن او احاديثو يې درته ثابته کړو ، ولي په عوامو خلکو کې تشويشونه اچوئ ، آيا اوس وخت د خپل منځي ناندرۍ دی ؟ حال دا چې د اسلام په ماڼی اور بل دی .

خو دې ټکې ته مو بايد پام وي چې د اهل حديثو تکلياره بالکل داسې نه ده ، د اهل حديثو اصلي علماء يو هم دا ډول نظريات نه لري چې هغوی دې خدای مه کړه احناف مشرکان او د احنافو جوماتونو ته مسجد ضرار ووايي بلکي هغوی په خپلو رسالو او کتابونو کې د څلورو واړو مذاهب اقوال نقل کړي او د هغوی پر اقوالو يې فتواوي ورکړي دي ، دا د ځنو بې علمه ځوانانو او يا بې عمله تعصوبي شيخانو خبرې دي .

څه وخت مخکې د شيخ امين البشاورې په نوم يوه ليکل شوی رساله زما ايمل ته چا را وليږله چې نوم یې وو د احنافو له خلفاء راشدينو سره څه کار دی .

ما د هغه رساله په شرعي دلائل جواب کړي ، بس ددې ډول کسانو اتهامات د مذهب په باره همداسې دي لکه دغه رساله

دا رساله دلته وګورئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email