د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه ثابتې شوې جامع دعاګانې

د ايمان د ثبات دعا (ژوند او آخره خاتمه په ايمان سره )  

حضرت انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به دا دعا ډيره لوستله :

[يا مُقَلِّبَ القُلوبِ ثَبِّت قَلبي عَلَى دِينِكَ ] (ترمذی ۲۱۴۰و احمد ۱۹/۱۶۰ ) .

(ای د زړونو بدلونکی خدایه زما زړه ستا په دين ثابت وګرځوه )

انس رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې وويل : مونږ په تا او هغه څه چې پر تا نازل شوي ايمان راوړی ، آيا بيا هم ورباندې ووېرېږو ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هو : زړونه د الله تعالی په دوو بې لاکيف ګوتو کې دي څنګه يې چې خوښه شي هسې اړوي .

مسلمانانو وروڼو او خوندو ته مو دا سپارښتنه ده چې : دغه د ايمان او اسلام د ثبات دعا ډيره ډيره هر وخت ووايي .

د عبادت د توفيق دعا :

اللهم أعني على ذكرك وشكرك وحسن عبادتك

( ای الله جل جلا له  ! زما سره کومک وکړه تر څو زه د تا په ذکر او ياد کې ووسم او ستا شکر ادا کړم او ستا سم عبادت وکړم ] (ابوداود ۱۵۲۲ – تحقيق رياض الصالحين با اسناد صحيح ۱۸۳ ).

او يا دا دعا ويل : « اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ القُلُوبِ صرِّفْ قُلوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ » رَوَاهُ مُسْلِم

د علم نافع دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ عِلْماً نَافِعاً و أَعُوْذُ بِكَ مِنْ عِلمٍ لا يَنفع» [سنن ابن ماجه 2 / 327 ]

ای الله جل جلا له  ! ستا څخه علم نافغ غواړم او له داسې علم پر تا پنام وړم چې په هغه کې ګټه نه وي

د خطرناکو امراض د وقايې دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُذَامِ، وَالْجُنُونِ، وَسيِّئِ الأَسْقَامِ» [مصنف ابي شيبة 7 / 18]

ای الله جل جلا له  ! پر تا پنا غواړم له (مبتلا کيدو ) د پيس ، ليونتوب او نورو بدو مرضو څخه ( په اوس عصر کې سرطان ،ايډز ، شکر ) په غيره خطرناکو امراضو نه نجات غوښتل په کار دي .

د صحت او روغتيا دعا :

 «اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ الْعَفْوَ وَالْعَافِيَةَ فِيْ الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ» [سنن ترمذي 5 / 524]

ای الله جل جلا له  ! زه له تا څخه د روغتيا او سلامتیا سوال کوم په دنيا او آخرت کې

د شرک نه د نجات دعا :

«اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ أَنْ أُشْرِكَ بِكَ وَأَنَا أَعْلَمُ، وَأَسْتَغْفِرُكَ لِمَا لاَ أَعْلَمُ» [مسند احمد 4 / 403]

د دنيا او آخرت د خير ښېګڼې دعا :

 حضرت انس رضی الله جل جلا له  عنه وايي چې رسول الله جل جلا له  صلی الله جل جلا له  عليه وسلم دا دعا ډيره لوستله :

« اللَّهُمَّ آتِنَا في الدُّنْيَا حَسَنَةً ، وفي الآخِرةِ حَسنَةً ، وَقِنَا عَذابَ النَّارِ » (مُتَّفَقٌ عليهِ ).

د هدايت، تقوای او عافيت دعا :

حضرت ابن مسعود رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم دا دعا لوستله :

 « اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالتُّقَى، وَالْعِفَافَ وَالْغِنَى » رواهُ مُسْلِمٌ

(ای الله ! ستا نه د بخښنې ، هدايت ، پرهيګارۍ ، او توانايی غوښتنه کوم )

د هدايت دعا د خپل ځان او خپل اهل عيال د پاره ډير اهميت لري په قدسي حديث شريف کې راغلي دي : ( قال الله تعالى : يا عبادي كلكم ضالٌ إلا من هديته فاستهدوني أهدكم )

ترجمه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : ای زما بندګانو ! د تاسې ټول ګمراه دي مګر (هغه څوک له ګمراهۍ څخه نجات ) مومي چې زما څخه هدايت وغواړي، پس زما څخه هدايت وغواړئ چې زه تاسې ته هدايت وکړم .

د ځان او خپل اهل عيال د پاره د هدايت دعا کوئ د اهل عيال د پاره د هدايت دعا ځکه خاص اهميت لري چې که خدای مه کړه هغوی بې لاري شي ستا څخه به يې پوښتنه کيږي ځکه چې ته د هغوی پر وړاندې مسئول يې، او بل دا چې الله سبحانه وتعالی د رښتنې مؤمنانو د صفاتو څخه يو همدا صفت بيانوي چې :

هغوی د خپل ځان په اصلاح اکتفا نه کوي بلکي د خپل اهل عيال اصلاح هم له خپل رب څخه غواړي، قال تعالى: وَالَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا ( الفرقان 74)

د پريشانۍ ، ټمبلۍ او بخل نه د نجات دعا :

حضرت انس رضی الله عنه وايي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به دا دعا لوستله :

: اللَّهُمَّ إِنِّـي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْعجْزِ والكَسَلِ وَالجُبْنِ وَالهَرَمِ ، وَالْبُخْلِ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ القبْرِ ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ المَحْيا وَالمَمَاتِ »
وفي رِوايةٍ : « وَضَلَعِ الدَّيْنِ وَغَلَبَةِ الرِّجَالِ » رَوَاهُ مُسْلِمٌ .

(ای الله ! تاته پناه وړم له غم او پريشانۍ ، ناتوانۍ ، سستي او ټمبلي ،ډار او پزدلي ، بخل او پناه وړم تاته له فتنې د مړويو او ژونديو )

حضرت ابی بکر صديق رضی الله عنه وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته مې عرض وکړ چې زه په لمانځه کومه دعا ووايم رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا دعا وايه :

اللَّهمَّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي ظُلْماً كثِيراً ، وَلا يَغْفِر الذُّنوبَ إِلاَّ أَنْتَ ، فَاغْفِر لي مغْفِرَةً مِن عِنْدِكَ ، وَارحَمْني ، إِنَّكَ أَنْتَ الْغَفور الرَّحِيم » متَّفَقٌ عليهِ .

(ای الله ! ما پخپل ځان ډير ظلم کړی دی ، بغير له تا څخه بل د ګناهونو بښونکی نشته ، ما وبښه او ستا د طرفه ماته بښنه وکړه ، او په ما رحم وکړه ، يقيناً چې ته بخښونکی او مهربان يې )

ابن مسعود رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم به دا دعا کوله :

: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مُوجِباتِ رحْمتِكَ ، وَعزَائمَ مغفِرتِكَ ، والسَّلامَةَ مِن كُلِّ إِثمٍ ، والغَنِيمَةَ مِن كُلِّ بِرٍ ، وَالفَوْزَ بالجَنَّةِ ، وَالنَّجاةَ مِنَ النَّارِ » .رواهُ الحاكِم أبو عبد اللَّهِ ، وقال : حديثٌ صحيحٌ على شرط مسلِم

ای الله ! زه ستا نه د رحمت اسباب غواړم  او ستا نه د بښنې اسباب غواړم ، او سلامتيا غواړم له هرې ګناه نه او او د هرې بلاء نه نجات غواړم  او کاميابي په جنت سره او د دوزخ د اور څخه نجات غواړم .

و صلی الله تعالی علی محمد و علی آله و صحبه اجمعين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email