په مال سره جهاد (الجهاد بالمال)

په جهاد کې د مال مصرفول جهاد شميرل کيږي او که نه ؟ داسې چې خپله عملي جهاد کې برخه وانخلي – عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په مال سره جهاد د جهاد يوه نوع ده .

علماء مرکزالفتاوي اسلام ويب دې ته ورته پوښتنې ته په ځواب داسې ليکي :

ژباړه : په مال سره جهاد يو نوع له انواعو د جهاد څخه دی په دليل د قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم : جاهدوا المشركين بأموالكم وأنفسكم وألسنتكم ( رواه أبو داود وسلسلة صحيحية ).

مالي جهاد لوی فضيلت لري او د صالحو اعمالو په ميدان کې ستر تجارت بلل کيږي چې الله سبحانه وتعالی ته د تقرب سبب او د غذاب د خلاصون وسيله ګرځي ، لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ* تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ{ الصف:11،10}.

وفى فتح القدير للشوكاني: وقدم ذكر الأموال على الأنفس، لأنها هي التي يبدأ بها في الإنفاق والتجهز إلى الجهاد.

په فتح القدير کې شوکاني رحمه الله ليکي : د نفس څخه مال ځکه مقدم ذکر شوی دی چې په مال باندې د جهاد تجهير يعنې مجاهدين ورباندې مجهر او اماده کيږي .

مجاهد د جهاد په لار کې د مال په مصرفولو سره په جنت کې لوی مقام تر لاسه کولای شي ، لکن د هغه مجاهد د پاره چې عملي جهاد کوي د مالي ، لساني مجاهد په نسبت نفسي مجاهد لوی فضيلت لري او هغه لره شپږ خصلتونه شته کوم جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې بيان فرمايلي دي :

 للشهيد عند الله ست خصال: يغفر له في أول دفعة ويرى مقعده من الجنة ويجار من عذاب القبر ويأمن من الفزع الأكبر ويوضع على رأسه تاج الوقار ـ الياقوتة منها خير من الدنيا وما فيها ـ ويزوج من الحور العين ويشفع في سبعين من أقاربه (رواه الترمذی و سلسلة صحيحية ) .

ژباړه : شهيد ته د الله پاک په وړاندې شپږ شيان ورکول کيږي . اول داچې د اولې قطرې وينې سره ورته مغفرت کيږي ، خپل ځای په جنت کې ګورې ، دوهم داچې د قبر د غذاب څخه به محفوظ وي ، دريم دا چې د قيامت د سختۍ او هيبت څخه به په امن وي ، څلورم دا چې د وقار تاج به ور په سر شي (د ايمان لباس به ورواغستل شي ) ، پنځم داچې د غټ سترګو حورو سره به د هغه نکاح کيږي ، شپږم داچې اويا (۷۰ ) کسان خپلوان به دده په سپارښتنه باندې عفوه کيږي .

د مالي جهاد فضيلت دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/5661

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً