د تهجد لمونځ

د تهجد د لمانځه فضيلت :

د تهجد لمونځ د فرضي لمونځونو څخه وروسته تر ټولو افضل لمونځ دی ،رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« وأفضل الصلاة بعد الفريضة صلاة الليل» (رواه مسلم).

يعنې : د فرضي لمانځه وروسته غوره او افضل لمونځ د تهجد لمونځ دی .

 په قرآن او سنتو کې د تهجد د فضيلت ډير نصوص راغلي دي چې ځنې يې په لاندې ډول دي :

  ۱- الله سبحانه وتعالی فرمايي : هغه کسان چې د شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوي ، هغوی د خير او رحمت لياقت لري :

[إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ ، آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ ، كَانُوا قَلِيلاً مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ ، وَبِالأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ] (الذاريات ۱۵-۱۸ ).

ژباړه : يقيناً چې متقيان خلک به په باغونو او چينو کې وي ، د خپل رب ورکړي نعمتونه به په خوښۍ سره اخلي ، ځکه چې دوی له دې نه مخکې ژوند کې نيکوکاران وو ، د شپې په ډيره لږه برخه کې ويده کيدل ، د شپې په آخرنۍ برخه کې يې بښنه غوښته .

۲- الله سبحانه وتعالی ،هغه کسان چې د تجهد لمونځ ادا کوي د خپلو خاصو بندګانو په ډله کې حساب کړي دي : [وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا] ( الفرقان ۶۴).

ژباړه : او هغه کسان چې د خپل رب په وړاندې په سجده او قيام شپې تېروي .

 ۴- الله سبحانه وتعالی د هغوی په رښتنې ايمان باندې شهادت ورکوي او فرمايي : [إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لاَ يَسْتَكْبِرُونَ ، تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ ] (۱۵-۱۶ السجده )

ژباړه : زمونږ په آيتونو باندې يوازې هغه خلک ايمان راوړي چې هغوی ته پرې نصيحت وشي ، نو پړمخ پرېوزی د خپل رب ثنا او ستاينه کوي او له کبر او لويې نه ځانونه ژغوري ، اړخونه يې د خوب له بسترو څخه بيليږي (تهجد کوي ) خپل رب ته د ډار او هيلو په سيورې کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي او څه چې مونږ ورکړی ځنې يې د الله په ليار کې لګوي .

۵- الله سبحانه وتعالی هغه کسان چې د تهجد لمونځ ادا کوي له نورو کسانو سره يو شان نه ګڼې او فرمايي : [أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لاَ يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُوْلُوا الأَلْبَابِ] (الزمر ۹ )

ژباړه : آيا هغه څوک چې غاړه يې ايښې ، د شپې پر اوږدو کې په سجده او ولاړه له آخرت نه په ډار او د خپل رب د مهربانيو هيله من وي ، او هغه سره برابر دي چې د هيڅ پروا نه ساتي ، (ای محمده ! ) ووايه آيا هغه چې پوهيږې له هغو سره يو شان دي چې نه پوهيږي ، خبره همدا ده چې پند يوازې د عقل څښتنان اخلي .

همدارنګه په سنتو کې د تهجد اهميت او فضيلت داسې ذکر شوی دی :

۱- عبدالله بن مسلم روايت کوي چې کله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته داخل شو او خلک د ده چاپير را ټول شول نو ما د هغه څخه لومړی دغه خبره وارويده چې فرمايل يې :« أيها الناس أفشوا السلام، وأطعموا الطعام، وصلوا الارحام، وصلوا بالليل والناس نيام، تدخلوا الجنة بسلام ‌« (رواه أحمد والترمذي والحاكم، وصححه الترمذي ) .

ژباړه: ای خلکو ! په خپلو کې سلام خور او رواج کړئ او خلکو ته خوراک ورکوئ او خپلولي پالئ او د شپې چې خلک بيده وي لمونځ کوئ (تهجد ) ، تاسې به په سلامتيا سره داخل شئ جنت ته .

٢- سلمان فارسي روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: « عليكم بقيام الليل فإنه دأب الصالحين قبلكم، ومقربة لكن إلى ربكم، ومكفرة للسيئات، ومنهاة عن الاثم، ومطردة للداء عن الجسد»(الترمذي والإمام أحمد و صحيح الجامع ) .

ژباړه: د شپې په لمانځه باندې هميشوالی کوئ بې شکه چې د شپې لمونځ له ستاسو څخه مخکې صالحو خلکو عادت ؤ ، او تاسې خپل رب ته نږدې کوي او د ګناهونو کفاره ده او د ګناهونو مانع ګرځي او د بدن څخه درد او مرض باسي .

يعنې دا لمونځ څو صفتونه لري :

الف- د صالحو خلکو عادت دی.

ب- د ګناهونو کفاره ده

ج- د ګناهونو د کولو څخه مخنيوی کوي او د بدن د سلامتيا سبب ګرځي .

۳- جبريل عليه السلام د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته تشريف راوړ او هغه ته يې داسې فرمايل :

«واعلم أن شرف المؤمن قيام الليل وعزه استغناؤه عنالناس»  (رواه الحاكم والبيهقي وحسنه المنذري والألباني) .

ژباړه: پوه شه ! چې د مؤمن شرف د شپې په لمانځه کې دی او عزت يې د خلکو څخه په بې نيازه کيدو کې دی .

٤- ابوالدرداء روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« ثلاثة يحبهم الله ويضحك إليهم ويستبشر بهم: الذي إذا انكشفت فئة قاتل وراءها بنفسه لله عز وجل فإما أن يقتل وإما أن ينصره الله عزوجل ويكفيه فيقول: انظروا إلى عبدي هذا كيف صبر لي بنفسه والذي له امرأة حسنة وفراش لين حسن فيقوم من الليل فيقول: يذر شهوته ويذكرني، ولو شاء رقد والذي إذا كان في سفر وكان معه ركب فسهروا ثم هجعوا فقام من السحر في ضراء وسراء » (صحيح الترغيب والترهيب )

ژباړه: دری ډلې دي چې الله تعالی هغوی خوښوي او په ليدو يې د خوشحالۍ اظهار کوي ( په بې لاکيف شکل د هغه په ليدو سره خاندي) او هغوی ته په جنت باندې زېری ورکوي : لومړی هغه څوک چې کله د دوښمن ډله ظاهره شي هغه د الله پاک په لاره کې په خپل ځان سره د هغه پر ولاندې ودريږي او ورسره وجنګيږي ، تر هغه پورې څو ووژل شي او يا يې الله پاک کاميابي په برخه کړي ، بس الله ده لره کافي دی او فرمايي : وګورئ زما دغه بنده ته چې څنګه يې زما په لاره کې پخپل ځان سره صبر وکړ ،دوهم هغه څوک چې ښکلې بې بې نرم رختخواب او خوب پرېږدي ، په شپه کې پاڅيږي د تهجد لمونځ کوي چې الله پاک فرمايي : زما دغه بنده خپلې هېلې او ارزوګانې پرې ايښې او زما په ياد کې مشغول دی ، که يې غوښتی نو کولای شوای بيده وای ، دريم هغه څوک چې په سفر کې سورلۍ يا د يوې ډلې سره وي چې شپه ويښه سبا کوي او وروسته خوب کوي ، وروسته هغه په سحر کې پاڅيږي او د شپې لمونځ په سختۍ ، آسانۍ ، خوښۍ او نا خوښۍ کې ادا کوي .

۵- په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «اذا ايقظ الرجل اهله من الليل فصليا او صلی رکعتين جميعاً کتب فی الذاکرين» (ابی داود او ابن ماجه ) .

ژباړه: کله چې يو سړی خپله ښځه د شپې د لمانځه لپاره را پورته کړي بيا دواړه دوه رکعتونه لمونځ وکړي نو سړی د ذاکرينو په جمله کې او ښځه د ذاکراتو په جمله ليکل کيږي .

د ذاکرينو او ذاکراتو په هکله قرآن کريم فرمايي : {و الذاکرين و الذاکرات اعدالله لهم مغفرة و اجراً عظيماً}( ذکر کوونکی سړي او ذکر کوونکی ښځې ، تيار کړی دی الله جل جلا له د دوی لپاره مغفرت او لوی اجر (جنت ) .

د تهجد د لمانځه آداب :

۱- د بيده کيدو په وخت کې به د تهجد نيت کوي ،که فرضاً کوم شپه دی خوب يوسي ، الله پاک به د ده د پاره اجر ليکي او خوب به يې صدقه شميرل کيږي .

له ابوالدرداء څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : من أتى فراشه وهو ينوي أن يقوم فيصلي من الليل فغلبته عينه حتى يصبح كتب له ما نوى، وكان نومه صدقة عليه من ربه  (نسايي ، ابن ماجه –سند صحيح ) .

ژباړه : څوک چې خپلې بسترې ته لاړ شي او قصد ولري چې د تهجد د پاره به پاڅيږي مګر په هغه باندې خوب غلبه وکړي او سبا وخيږي الله پاک به ده ته د دغه نيت اجر او ثواب وليکي او د ده خوب به د ده د رب له طرفه صدقه وي .

٢-کله چې له خوبه بيدار شي خوب له خپلو سترګو لرې کړي (سترګې په لاسونو و موښي ) او بيا دعا ولولئ ، ابن عباس رضی الله عنه روايت کوي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  به کله د تهجد د لمانځه د پاره پاڅيده دغه دعا به يې لوستله :«اللَّهُمَّ لَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ قَيِّمُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، لَكَ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ نُورُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَنْ فِيهِنَّ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ مَلِكُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضِ، وَلَكَ الْحَمْدُ، أَنْتَ الْحَقُّ، وَوَعْدُكَ الْحَقُّ، وَلِقَاؤُكَ حَقٌّ، وَقَوْلُكَ حَقٌّ، وَالْجَنَّةُ حَقٌّ، وَالنَّارُ حَقٌّ، وَالنَّبِيُّونَ حَقٌّ، وَمُحَمَّدٌ r حَقٌّ، وَالسَّاعَةُ حَقٌّ، اللَّهُمَّ لَكَ أَسْلَمْتُ، وَبِكَ آمَنْتُ، وَعَلَيْكَ تَوَكَّلْتُ، وَإِلَيْكَ أَنَبْتُ، وَبِكَ خَاصَمْتُ، وَإِلَيْكَ حَاكَمْتُ، فَاغْفِرْ لِي مَا قَدَّمْتُ وَمَا أَخَّرْتُ، وَمَا أَسْرَرْتُ وَمَا أَعْلَنْتُ، أَنْتَ الْمُقَدِّمُ، وَأَنْتَ الْمُؤَخِّرُ، لا إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ، أَوْ لا إِلَهَ غَيْرُكَ، وَلا حَوْلَ وَلا قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ».

۳- د شپې لمونځ (تهجد ) به په دوو رکعتونو پيل کړي نور چې څومره يې وس کيده لمونځ دې وکړي ، د دوو دوو رکعتونو نيت به کوي .

ابو هريرة رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« إذا قام أحدكم من الليل فليفتتح صلاته بركعتين خفيفتين» (المسلم ) .

ژباړه: کله چې د تاسې څخه څوک د تهجد لمانځه د پاره پاڅيږي نو خپل لمونځ په دوو لنډو رکعتونو پيل کړي .

۴- مستحب ده چې کله څوک د تهجد لمانځه ته پاڅيږي نو خپله بې بې به هم پاڅوي :

«عن عائشة – رضي الله عنها – قالت : ” كان رسول الله صلى الله عليه وسلم ، يصلي من الليل فإذا أوتر قال قومي فأوتري يا عائشة » ( رواه مسلم ، مسلم بشرح النووي ۶/۲۳)

 عايشی رضی الله عنها وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  به چې کله د شپې د وتر لمونځ کولو ويل به يي : پاڅيږه ای عايشی زما سره د وتر لمونځ وکړه (د تهجد کونکي د پاره سنته طريقه دا ده چې لومړی تهجد وکړي او بيا د وتر لمونځ وکړي )

«وقال صلى الله عليه وسلم : ” رحم الله رجلا قام من الليل فصلى فأيقظ امرأته فصلت ، فإن أبت نضح في وجهها الماء » ( رواه أحمد وأبو داود ، صحيح الجامع ۳۴۸۸)

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : الله جل جلا له  دې په هغه سړي رحم وکړي چې د شپې پاڅيږي لمونځ وکړي او خپل ښځه هم پاڅوي او له هغه سره لمونځ وکړي ، او د نه بيداری په صورت کې د هغې پر مه اوبه اچوي .

«اذا ايقظ الرجل اهله من الليل فصليا او صلی رکعتين جميعاً کتب فی الذاکرين» (ابی داود او ابن ماجه ) .

کله چې يو سړی خپله ښځه د شپې د لمانځه لپاره را پورته کړي بيا دواړه دوه رکعتونه لمونځ وکړي نو سړی د ذاکرينو په جمله کې او ښځه د ذاکراتو په جمله ليکل کيږي .

۵- که کومه شپه خسته او بې خوبه وي ، نو بيده دې شي تر څو خوب يې لاړ شي ، که پر هغه باندې خوب داسې غلبه وکړي چې په دې نه پوهيږي چې په لمانځه کې څه وايم نو بيده دې شي تر څو خوب يې پوره شي .

له  عایشه صديقې رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إذا قام أحدكم من الليل فاستعجم القرآن على لسانه فلم يدر ما يقول فليضطجع » (المسلم )

ژباړه : کله چې د شپې يو د تاسې څخه تهجد ته پاڅيږي او په هغه باندې خوب غلبه وکړي او قرآن نشي تلفظ کولای او نه پوهيږي چې زه څه وايم ، هغه دې پرېوزي تر څو خوب يې لاړ شي .

همدارنګه حضرت انس رضی الله عنه وايي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم جومات ته تشريف راوړ ، د جومات د دوو ستنو تر ميتځ يوه رسۍ تړل شوې وه ، ويې فرمايل : دا رسۍ د څه لپاه ده ؟ ويې ويل دا د زينب ده چې کله د شپې په لمانځه کې خسته شی په دې رسۍ باندې ځان ساتي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل : «حلوه، ليصل أحدكم نشاطه فإذا كسل أو فتر فليرقد» (متفق عليه ) .

ژباړه : هغه خلاصه کړئ د تاسې څخه چې څوک په حال کې وي لمونځ دې ادا کوئ او کله چې خسته شي بيده دې شي .

۶- خپل ځان به په سختۍ او مشقت کې نه اچوي بلکي د خپل توان په اندازه به د شپې قيام کوي او په هغه باندې به هميشه والی کوي :

حضرت عایشه رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «خذوا من الاعمال ما تطيقون، فو الله لا يمل الله حتى تملوا» ( بخای او مسلم )

ژباړه : د عبادت اعمال په داسې شان ادا کوئ چې توان يې ولرئ ، يقيناً چې الله پاک اجر او ثواب نه قطع کوي مګر دا چې تاسې عبادت پرېږدئ .

همدارنګه عايشه رضی الله عنه روايت کوي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه چا پوښتنه وکړه چې کوم عمل د الله پاک په نزد خوښ دی ، ويې فرمايل :هغه عمل چې په هغه باندې هميشوالی وي اګر که کم او لږ هم وي ( بخاری او مسلم ) .

الله پاک دې مونږ تاسې ته د تهجد د لمانځه د ادا کولو پوره توفيق راکړي تر څو د غوره او صالحو بنده ګانو په ډله کې وشميرل شو (آمين )

د تهجد لمونځ څو رکعته دی ؟

د تهجد د لمانځه غوره وخت او مسنونه دعا

د تهجد حکم څه دی (نفل که سنت مؤکد ) ؟

څوک چه د خوب نه د پاڅيدلو توان لري هغه به لومړی تهجد کوي او که وتر ؟

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً