په اسلامي شعائرو او علماؤ باندې مسخرې کول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم داسلامی انلاین علماء حخه یو نری مننه الله ج تاسو ته دنوح سلام عمرونه درکری .
د مسلمان مجاهد علماء دسر لوری په هیله
زما پشتنه دی اوسنی عصر کی داسی خلگ دی چی ځان ته مسلمان دالله ج دمغفرت هیله هم لری خو چی کله چیری کشنی نو انسانیت دسړی توب اثار به هم پکی نه نو د پيغمبر واریثانو او مجاهد علماء پسی هر رنگه خبری کوی د کفارو او دهغوی ملگروطرف کوی . له تاسو هیله لرم چی په دی مسله زیات کار وکری اوهم ځلاند شریعت په رنا واضح کری چی دا سری کافر کیژی او که نه مننه ؟

سجاد احمد ناصري – لوګر

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د الولاء او براء (د مسلمانانو سره دوستي او له کفارو څخه نفرت) مسئله ده چې په اوس عصر کې ډيره مهمه مسئله ده په مسلمانانو واحبه ده چې د مؤمنانو سره دوستي او د کفارو څخه د هغوی د کفري عقائدو او کفري اعمالو په وجه نفرت وکړي تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/4475

دوهم :

که څوک کفارعقيدتاً خوښوي ( د هغوی کفري عقايد او کفري اعمال خوښوي ) چې د هغوی کفري نظام خوښي ، يا د اسلامي او شرعي نظام په نسبت کفري نظام او کفري ديموکراسۍ ته ترجيح ورکوي، داسې کسان د جمهورو علماؤ په نزد د اسلام څخه وتلي دي ، لقوله سبحانه وتعالی :: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ( المائده 51 ) .

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

د پورته آيت شريف په بيان کې د حرمينو د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه داسې ليکي :

د کفارو سره هغه دوستي موالات (مرسته او دوستي ) د کفر سبب ګرځي چې هغوی خپل دوستان وبولي د هغوی دين ،مذهب او نظام خوښ کړي او د مسلمانانو پر وړاندې یې مرسته وکړي مګر صرف ټګ راټګ او ځنې نور معاملات د عدالت په رعارت سره او د دعوت په نيت او د دوی په مجلس کې شرکت کول او د دوی ښارونه ته سفر کول د اسلام د نشر او ابلاع د پاره مشکل نه لري .

و بالله التوفيق و صلي علي نبينا محمد وآله وصحبه وسلم.

د علمي څيړنو اوافتاء دايمي ټولنه (2/47)

دريم :

په اسلامي شعائدو او مسلمانانو باندې مسخرې او ملنډې وهل :

په اسلامي شعائرو ، علماء دين او مسلمانانو باندې مسخرې کول دوه صورتونه لري :

اول: که د هغه په مسنونه صورت او سيرت (ږيره ، پګړۍ ،علم او د شريعت موافق اعمالو ) مسخرې وکړي چې دا صورت د عصريت خلاف د ناولی ديموکراسۍ خلاف دی يا داسې چې اسلامې نظام العياذ باالله اوس د خلکو مشکل نشی حل کولای يا دغه شرعی اعمال اوس د تطبيق وړ نه دي او داسې نورې ويناويو سره سړی له اسلام څخه وځي :

د البلد الحرام د علمي څيړنو او افتاء دايمی ټولنه په دې اړه ليکي :

هغه کسان چې د الهي دين په پيروانو مسخری کوي د هغه په وجود کې يو ډول نفاق موجود
دی ځکه الله تعالی فرمايي : « الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لا يَجِدُونَ إِلا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (٧٩) »[توبه:79] .

ژباړه : هغه منافقان چه غيب وايي  د هغو مؤمنانو په مالي قربانيو چې په خوښه او مينه يې لګوي اوپه هغو کسانو مسخري کوي چې له هغوی سره د خدای په لار کې د لګولوپرته له خپل ځان څخه نور څه  نشته چې پخپل ځان تکليف اخلي ، سزا به ورکړي الله تعالی دوی ته (د مسخرو ) او د دوی لپاره دردونکی غذاب دی .

په هغه صورت کې چې مسخرې په شريعت باندې د تمسک او پيروی په وجه وي نو بې شکه چې دا مسخرې اصلاً په اسلامې شريعت باندې مسخرې کول دي چې په اسلامی شريعت مسخرې کول د کفر سبب ګرځي .

دوهم : مګر که مسخری مشخص کوم شخص ته وي هدف يې د هغه اسلامی اعمال او په د سنتو پيروي کول نه وي نو کفر خو نه دی مګر سخته ګناه ده له داسې اعمالو ځان ساتل په کار دي چې سخت خطر لري .

د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه (1/75)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً