د اسلامي لارښود درنو کارکوونکو ته سلامونه اونيکي هيلي امابعد که يوڅوک په چا خبر وي چي سود خور دي او د سود خورله خوامسجد ته فرش اخيسلي شوي وي دنوموړي سړي په هغه مسجد کي لمونځ صحيح کيژي  اوبل که څوک دسود خواره له خوا دعوت شي دعوت بايدقبول شي که نه    په درنښت

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سودخور ، خوراک او دعوت قبلول جايز نه دي .

اکل الربا و کاسب الحرام اهدی الیه او اضافة و غالب ماله حرام لا يقبل و لايکل مالم يخبره ان ذالک المال اصله حلال ( هنديه ۵/۳۴۳ – کفايت المفتی ج ۹ ص ۱۰۴ )

که چيري دا څرګنده شي چې آمد يې ټول د سود څخه دی نو دا مال خبيث دی د خبيث مال لګول په جومات کې جائز نه دي ، په داسې فرش چې په حرامو پيسو اخيستل شوی وي لمونځ کول مکروه دي (کفايت المفتي ج ۳ ص ۱۹۱ ) .

په حديث شريف کې راځي وَلا يَقْبَلُ اللَّهُ إِلاَّ الطَّيِّبَ (الله تعالی يواځې پاک مال قبلوي )

جاء فی الدرمحتار: اما لو انفق فی ذالک مالاً خبيث و ما لا سببه الخبيث و الطيب فيکره (درالمحتار ۱باب مايفسد الصلاة وما یکره فيها / ۶۸۵ سعيد ) . 

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email