10-  صبر کول :

اصلاً بغير د صبر کولو هيڅ کار نه تر سره کيږي او د الله د دوښمنانو پر وړاندې مبارزه بې صبره نه تر سره کيږي ، او صبر دری ډوله دی ، صبر کول د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اطاعت کولو ، دوهم : صبر کول د محارمو څخه ، دريم : صبر کول د الله په تقديراتو .

قال الله سبحانه و تعالى:  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اصْبِرُواْ وَصَابِرُواْ وَرَابِطُواْ وَاتَّقُواْ اللّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (آل عمران ۲۰۰ )

ژباړه : ای مؤمنانو ! صبر وکړئ نورو ته هم د صبر توصيه وکړئ ، جهاد ته ځانونه برابر کړئ او له الله څخه وډار شئ تر څو مو بری په برخه شي .

وقال الله سبحانه وتعالی : وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ (الانفال ۴۶ )

ژباړه : د الله پاک او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او پخپلو مينځو کې شخړه مه کوئ که نو بې زړه او ناتوانه به شئ او لاړ به شي باد ستاسې ، صبر وکړئ بې شکه چې الله پاک د صبر کوونکو سره دی .

او پوه شئ چې نصرت له صبر سره دی ، راحت له سختۍ سره دی او په هرې سختې پسې آسانې شته ( وأن مع العسر يسرا ) .

وقال الله سبحانه تعالی: وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ ، وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ، فَآتَاهُمُ اللّهُ ثَوَابَ الدُّنْيَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الآخِرَةِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ (آل عمران ۱۴۶-۱۴۸ ).

او ډيرو پيغمبرانو په ملتيا زياتو الله واله خلکو جهاد کړی دی . د هغو ستونزو له کبله چې د الله په ليار کې ورته رسيدلې وي نه بې زړه او سست ، نه ناتوانه او نه سرټيټي شوي وو الله پاک صبر کوونکي خوښوي ، يوازې همدا به يې ويل چې ای زمونږ ربه زمونږ ګناهونه او د ژوند په اوږدو کې له پولو څخه اوښتنه مو وبښه ، زمونږ قدمونه کلک او پر کافرانو مو برلاسي کړه ، الله پاک هغوی ته د دنيا ثواب ورکړی او د آخرت ښه بدل وربخښلی ؤ ، او الله پاک نيکي کوونکي خوښوي .

11- الله لره کامل اخلاص :

هيڅ جهاد او غزا کوونکې مجاهد في سبيل الله نشي کيدای مګر په اخلاص سره ، قال الله تعالى:  وَلاَ تَكُونُواْ كَالَّذِينَ خَرَجُواْ مِن دِيَارِهِم بَطَرًا وَرِئَاء النَّاسِ (الانفال ۴۷ )،

ژباړه :د هغه خلکو په شان مه کيږئ چې د وياړنې او خلکو ته د ځان ښوولو لپاره له کورونو وتلي وو .

وقال سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (العنکبوت ۶۹)

ژباړه :او چا چې زمونږ په ليار کې هلې ځلې کړی دي ، مونږ به خامخا خپلې ليارې ور ورښيو الله پاک د نيکو کارو مل دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی ويې ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! هغه سړي چې د غنيمت د پاره جنګيږي او هغه سړی چې وياړنې په نيت جنګيږي او هغه سړی چې د منزلت د پاره جنګيږي ، نو کوم يو فی سبيل الله دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل :

: ((من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا فهو في سبيل الله)) (متفق عليه )

څوک چې په دې نيت جنګيږي چې د الله کليمه لوړه شي پس هغه د الله پاک د لارې فی سبيل الله مجاهد دی .

همدارنګه د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت نقل شوی دی چې د قيامت په ورځ به اول د دريو کسان په باره کې فيصله کيږي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې ددې پاره جنګيږي چې خلک ده ته شجاع او قهرمان ووايي . (المسلم ) .

 وقد ثبت عنه – عليه الصلاة والسلام – أن أول من يُقضى عليه يوم القيامة ثلاثة، وذكر منهم من قاتل ليقال: هو جريء – أي شجاع (المسلم ) .

12د قيادت او مشرۍ سپارل اهل ايمان ته :

د نصرت له اسبابو څخه يو هم د جبهاتو او فوځ مشري د کامل ايمان واله ، پرهيزګاره کسانو ته سپارل دي ، لقول الله تعالى:  إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (الحجرات ۱۳ )

ژباړه : بې شکه د الله په نزد ستاسې ډير عزتمند ستاسې تقوی داره (ډير ځان ساتونکی ) دی . بې شکه چې الله پوهيدونکی ، خبر لرونکی دی )  .

الله تعالی اهل تقوی خوښوي ، او د الله تعالی محبت له خپل بنده سره د نصرت له سترو اسبابو څخه دی چې د خپل بنده سره د دوښمن پر وړاندې نصرت او مدد کوي .

قال الله تعالى:بَلَى مَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ وَاتَّقَى فَإِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ (آل عمران ۷۶ )

ژباړه : نه بلکې هر څوک چې خپل عهد او تړون په پشپړه ډول پوره او پرهيزګاري خپله کړي نو بيشکه الله پاک پرهيزګاران خوښوي .

14- د بلاء مصيبت او عذاب د نزول د مخنيوي اسباب :

د بنده د پاره د نجات اسباب شته چې هغه د هلاکت څخه ساتي دا امور د مصيبت او عذاب د مخنيوي او علاج د پاره مهم اسباب بلل کيږي چې په لاندې ډول دي :

اول : د ټولو وړو او لويو ګناهونو څخه توبه او استغفار چې د توبې د قبوليت شرطونه په لاندې ډول دي :

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه پخښنه تر لاسه کول دي .

يقيناً چې توبه او استغفار د نصرت له مهمو اسبابو څخه دي ، قال الله تعالى:  إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ وَإِذَا أَرَادَ اللّهُ بِقَوْمٍ سُوءًا فَلاَ مَرَدَّ لَهُ وَمَا لَهُم مِّن دُونِهِ مِن وَالٍ (الرعد ۱۱ )

ژباړه : حقيقت دا دی چې الله تعالی د يوه قوم حالت نه بدلوي تر څو هغوی د خپلو ځانو په ګرويګنو کې بدلون رانه ولي او کله چې الله تعالی کوم قوم ته د سزا ورکولو پرېکړه وکړي نو هيڅوک يې مخه نه شي نيولای او دا خلک پرته له الله نه څوک ملاتړ او سرپرست پيدا کړي .

وقال الله سبحانه وتعالی :  وَمَا كَانَ اللّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنتَ فِيهِمْ وَمَا كَانَ اللّهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الانفال ۳۳ ) .

ژباړه : او الله به دوی ته هيچکله عذاب ورنه کړي (حال داچې ) ته د دوی په منځ کې اوسئ ،او الله به دوی ته هيچکله عذاب ورنه کړي حال دا چې دوی بخښنه غواړي .

دوهم : تقوای : تقوای او پرهيزګاري اختيارول داسې چې د اسلامي شريعت د ټولو اوامرو اطاعت چې په هغه سره الله تعالی بنده ته ثواب ورکوي او د الله تعالی د عذاب د ويرې نه ټولو منکراتو څخه پرهيز کول دي .

دريم : د ټولو فرائضو ادا کول او د نوافل اتباع کول :

ځکه د فرائضو په ادا او د نوافلو په اتباع او پيروی کولو سره د الله تعالی محبت حاصليږي نو کله چې الله تعالی کوم بنده خوښ کړي د هغه مرسته او مدد کوي .

ابی هريرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم روايت کوي چې فرمايي : «إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ .. .(البخاري )

ژباړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :چې الله (جل جلا له)فرمايي : هر چا چې زما له دوستانو سره دوښمني وکړه زما د هغه پر وړاندې د جنګ اعلان دی ،او زما بنده په بل هيڅ شي دومره ما ته نه نږدې کيږي لکه په هغه څه چې ما ورباندې فرض کړي دي ، او همدارنګه په نوافل سره ماته نږدې کيږي تر هغه څو زه يې خپل محبوب وګرځم ، کله چې زما محبوب جوړ شي بيا زه د هغه غوږونه ، سترګې ، لاسونه او پيښې شم چې هغه په وسيله آوريدل ، ليدل ،نيول او په لاره تلل کوي او زمانه چې څه وغواړي هغه ته يې ورکوم او که پنا وغواړي پنا ورکوم .

څلورم : الأمر بالمعروف (په نيکيو امر کول ) او النهی عن المنکر ( له بديو منع کول :

امر بالمعروف او نهی عن المنکر له يوي خوا د دين نصرت له بلې خوا د مصيبت او عذاب د نزول ميخنوي او علاج دی :

لقوله سبحانه وتعالی : وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (۴۰ الحج ) .

ژباړه : او الله به خامخا د هغوی کسانو ملا وتړې چې د هغه د دين ملاتړي وي بيشکه چې الله ډير توانا او په هر څه برلاسی دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ((والذي نفسي بيده، لتأمرنّ بالمعروف، ولتنهونّ عن المنكر، أو ليوشكنّ الله أن يبعث عليكم عقابًا من عنده، ثم تدعونه فلا يستجيب لكم))(الترمذی و صحيح الجامع ) .

ژباړه : په هغه ذات مې دي قسم وي چې زما روح یې په واک کې دی، تاسو به خامخا ښو ته خلک رابولئ او له بدو به یې منعه کوئ، او که دا کار ونکړئ نږدې ده چې الله به خپل عذاب په تاسو نازل کړي، بیا به تاسو دعاوې کوئ اوقبلیږې به نه.

امر بالمعروف او نهی عن المنکر د چا مسئوليت دی :

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ الله عَنْهُمَا يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم يَقُولُ:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، …. (بخارى:853)

ژباړه : د عبدالله بن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  هر يو د تاسې راعی (شپون ) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو ) په برخه کې مسئول دي .

وقال الله تعالى:  فَلَمَّا نَسُواْ مَا ذُكِّرُواْ بِهِ أَنجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُواْ بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُواْ يَفْسُقُونَ (الاعراف ۱۶۵ )

ژباړه : چې ورکړای شوی پند يې هير کړ نو مونږ هغه خلک خلاص کړل چې د بدۍ مخه يې نيوله او تيري کوونکي مو د هغه ګناهونو له کبله په سخت عذاب وربړول .

پنځم : په ټولو اعتقاداتو ، اقوالو او افعالو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيروي کول .

وصلَّى الله وسلَّم على نبينا محمد وعلى آله وأصحابه أجمعين، ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.

سايت : صيدالفوائد :

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email